شعـــــرونه

غزل – عزت الله ځواب

عزت الله ځواب

خپله بدل چې خپل تقدير نه کړم شاعر به نه یم
چې ځان پاچا او وخت فقير نه کړم شاعر به نه يم

د چا په غاړه د امېل په څېر و نه ځنګېدم
د کلي ښکلي د ځان پير نه کړم شاعر به نه يم

چې غلمان ماته سلامي نه شول شهيد نه شومه
چې حوري خپل ښايست ته ځير نه کړم شاعر به نه يم

زه چې له چا سره وه نه خاندم سړی نه يمه
زه چې د هر چا په غم وير نه کړم شاعر به نه يم

ځوابه زه تبليغي شوی يم مزه مې نه شته
ځوابه زه په چا تاثير نه کړم شاعر به نه يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x