پنټاګون هلمند ته پنځه سوو نور پوځيان رالېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ۲۰۱۴م په پای کې د امريکايي ولسمشر بارک اوباما له لوري افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسېدو له اعلان وروسته په لومړي ځل پنټاګون افغانستان ته د پنځه سوو نورو امريکايي پوځيانو د لېږلو اعلان وکړ.

فاکس نيوز د پنټاګون چارواکو له قوله وايي، چې دغه پنځه سوه امريکايي سرتيري د افغانستان سويل ته د دې لپاره لېږي، چې د طالبانو له لوري د هلمند د سقوط مخه ونيس.

پنټاګون دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان لر و بر کې د طالبانو بريدونو بريدونو کې پاموړ زياتوالی راغلی او اوباما هم اعلان کړی و، چې د خپلې واکمنۍ تر پايه به له افغانستانه خپل ډېری عسکر وباسي.

د پنټاګون په وينا دغه پنځه سوه امريکايي پوځيان به د طالبانو ضد جګړو کې مخامخ برخه اخلي، تر څو هلمند ولايت له سقوطه وژغوري.

د پنټاګون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړۍ پرېکړه داسې وه، چې دغه امريکايي پوځيان به د بګرام هوايي اډه کې ځای پر ځای کېږي، مګر د هلمند ترينګلي حالت له مخې به دغه پنځه سوه سرتيري ټول هلمند ته لېږل کيږي.

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو رخصتېدونکی مشر جنرال جون کمبل له تېرو څو مياشتو راهيسې ټينګار کوي، چې افغانستان ته دې نور امريکايي پوځيان ولېږل او د اوسنيو لېږل کېدونکو پوځيانو په اړه وايي، چې دوی به هلمند کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو د مرستې او د هغو افغان امنيتي سرتېرو د ژغورنې لپاره جګړې وکړي، چې د کمزورې قوماندې او د اردو له ليکو د پرله پسې تېښتې له امله د طالبانو بريدونو ته پاتې دي.

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو وياند وايي، چې هېواد کې ۹۸۰۰ پراته امريکايي پوځيان به په جګړو کې برخه نه اخلي او يوازې هغه پوځيان به جګړې کوي، چې دفاع وزارت يې تازه دمي رالېږي.

پنټاګون په داسې حال کې هلمند ته تازه دمي پوځيان لېږي، چې د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته د هلمند ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او اټکل کېږي، چې له دې وروسته به هلمند کې جګړې نور هم زور واخلي.

فاکس نيوز هغې پېښې ته هم اشاره کړې، چې تېره مياشت طالبانو د هلمند مارجه د ځانګړو امريکايي پوځيانو پر کتار بريد کې يو شمېر امريکايي پوځيان وژلي وو او بيا چې امريکايي چينوک نظامي چورلکه د خپلو پوځيانو د ژغورنې لپاره سيمې ته ولاړه، د طالبانو له لوري په ډزو نسکوره شوه او دغه چورلکه څو ورځې د جګړې په ډګر کې پرته وه.

د فاکس نيوز په وينا امريکايي پوځيان په داسې حال کې هلمند ته لېږل کيږي، چې اوس هم سلګونو امريکايي پوځيان هلمند کې طالبانو سره په جګړه اخته دي، مګر د پنټاګون وياند پيټر کوک دغه خبرونه ردوي.

د فاکس نيوز د يوې پوښتنې په ځواب کې پيټر کوک وويل، چې افغانستان لا هم يو خطرناک هېواد دی او دوی اړ دي، چې خپل پوځيان په دغه هېواد کې وساتي.

امريکا خپل پنځه سوه پوځيان يوازې هلمند ته رالېږي، په داسې حال کې د نورو سيمو تر څنګ د هېواد شمال کې هم د طالبانو فعاليتونه ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي او له مرکزونو پرته د ګڼو ولايتونو سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

ګارډين برتانوي ورځپاڼې هم هلمند ته د امريکايي پوځيانو د لېږو په اړه ليکلي، چې يوازې هلمند کې ۳۷۸ امريکايي او ۴۵۰ برتانوي پوځيان وژل شوي او د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته دغه سيمه يو ځل بيا د طالبانو لاسته ولويده.

له افغانستانه د امريکايي او ناټو پوځيانو تلونکی مشر جنرال جون کمبل وايي، چې طالبان د بهرنيو عسکرو د شمېر له کموالي او کمزوري په ګټه اخيستو د خپل واک او ځواک سيمې پراخوي.

«زه فکر کوم، چې طالبان زموږ د پوځيانو د شمېر او هوايي بريدونو د کمښت له امله ډاډمن دي او د حېرانتيا ځای دا دی، چې طالبان زموږ هغو پرېکړو هم خبريږي، چې موږ يې د خپلو پوځيانو د ماموريت او شمېر په اړه کوو.»

جنرال کمبل امريکايي کانګريس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان څلورمه برخه اوس هم د طالبانو له لوري له سقوط سره مخ ده او پنټاګون بايد د امريکايي پوځيانو د وتلو پرېکړه د رسنيو له لارې نه وای کړې؛ ځکه طالبانو له دې اعلانه ډېره ګټه پورته کړه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

پنټاګونیانو خو اصلا له ۲۰۱۴ کال نه وروسته بل ډول نقشه درلوده ولی اوس ښکاری چی هغه نقشه یی دومره په آسانی کار نه ورکوی نو ځکه یی یو واری بیا را وځغاستل او غواړی چی تر آخری ممکنی وسیلی خپل بخت آزمایی وکړی خو انشالله العزیز چی هرڅه به یی له خاورو سره خاوری کیږی او هره شیطانی برنامه او پلان به یی بربنډیږی او خنثی کیږی او له تیښتی نه بغیر به بله لار نه ورته پاتی کیږی