په خاکریز کي د ګډو ځواکونو له لوري ولس وژنه

میوند سادات

د رواني میاشتي د۸مي نیټې په ماښام نیمه شپه یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملګرتیا دکندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ دچینار او تمبیل کلیو کي چاپې واچولې، دعیني شاهدانو دوینا له مخي یرغلګرو ځواکونو دخلګو کورنو ته د ننوتلو سره سم پر خلګو ډزي پیل کړې، ډیر خلګ یې شهیدان او ټپیان کړل، ځیني خلګ له د ې وحشت څخه دخلاصون په موخه له کورنو وتښتیدل هغوی چي بیا په کومه خوا منډه وهله ډرون الوتکو به په نښه کول چي ډیر خلګ د بې پیلوټه په بریدونو کي هم شهیدان او ژوبل شول.

په دې فاجعه کي ۱۶ تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي او نور ډير مالي زیان هم خلګو ته رسیدلی دی.

تیره ورځ خلګو په یاده شوې پیښه کي دځینو شهیدانو جسدونه دکندهار ښار ته داحتجاج په موخه وړل چي دارغنداب ولسوالۍ د سوزنیانو مانده په سیمه کي داخلي عسکرو را ایسار کړل او ښار ته له تګ څخه یې منع کړل.

یرغلګرو په تیر کي دهستوګني پرسیمو خپل بریدونه داسي توجیه کول چي د طالبانو د ډزو او حملې په ځواب کي یې برید کړی، خو دلته داسي څه هم نشته، دلته نه جګړه شوې او نه ډزي شوي دي، خلګ په خواږه خوب بیده وو چي د اشغالګرو د وحشت په اور کي و سوځیدل.

د ګډ حکومت له راتګ سره له یوې خوا دیرغلګرو ځواکونو په شپینوچاپو او ورځینو عملیاتو کي زیاتوب راغي او له بلي خوا دداخلي عسکرو دلویو وسلو په استعمال کي.د هیواد په مختلفو سیمو کي دیرغلګرو په چاپواوبمبایو او د کورنیو عسکرو دتوپچي په بریدنو کي ډير زیات ولسي خلګ شهیدان شوي،ژوبل شوي،بندي شوي،کورونه او فصلونه یې ویجاړ شوي دي.

د ګډ حکومت په لومړیو کي داسي هم پیښه شوه چي د هلمند په سنګین کي د داخلي عسکرو دهاوانونو په برید کي په یوه شپه یوه کور کي چي دواده مراسم پکي روان وو ۵۰ تنه ولسي وګړي چي زیاتره یې ښځي او ماشومان وو شهیدان شول او همدارنګه د یرغلګرو ځواکونو په یوه حمله کي د خوست په علیشیرو کي چي د جنازې مراسم پکي په نښه شول ۳۶ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شول او یو زیات شمیر ټپیان شول.

دو لس پرعام وژنه په ځانګړې توګه د خاکریز پرهمدغه تازه پیښه باندي د بیان ازادۍ مدعیان چوپه خوله دي، دوی د خپلو خلګو پروژنه دومره نه دي دردیدلي چي لږ ترلږه یو خبر یې خپور کړي.

ښه شوه چي دا دغرب د بیان ازادي خو مو په خپلو سترګو ولیده، کنه غربیانو او غرب ځپلو به وخت ناوخت راته زمزه کولای او موږ به یې له اصل وماهیت څخه ناخبره وو.

د بیان ازادۍ رښتني دعوه داران او د بشري حقونو فعالان که رښتیا غواړي خپل رسالت سرته ورسوي دخاکریز په همدغه غملړلې پیښه باید خاموشي پای ته ورسوي،دافغان مظلوم ولس له حال څخه خلګ خبر کړي او د بشر دوستو ځواکونو له وحشت او دهشت څخه پرده پورته کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د