افغانستان

باميان: د کريم خليلي خپلوانو یو تن ژوندی خښ کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال کريم خليلي خپلوانو په بامیانو کې د ځمکې مالک د هغه پخپله ځمکه کې ژوندی خښ کړ.

د باميکا پريس رسنۍ په حواله امین نه غوښتل چې خپله ځمکه دې يې د کريم خلیلي د خپلوانو له لوري غصب شي، خو د ځمکې غاصبينو هغه پخپله ځمکه کې ژوندی د دېوال په تهداب کې خښ کړ.

امين، چې پخپله ځمکه کې تر خاورو لاندې ژوندی خښ کړل شو
امين، چې پخپله ځمکه کې تر خاورو لاندې ژوندی خښ کړل شو

د سرچينې په حواله په بامیانو کې د کريم خليلي نږدې خپلوان د ځمکو په غصب کې نوم لري، خو دا لومړی ځل دی چې د ځمکې د غصب په خاطر يې د ځمکې خپل څښتن تر خاورو لاندې کړ.

سرچينه د عیني شاهدانو له قوله وايي چې امین په زوره نارې وهلې چې دی په هیڅ صورت د خپلې ځمکې غصب په رڼو سترګو نه شي منلی.

د ځمکې غاصبینو پر امين پر قهر شول او د هغه د ځمکې د خپلولو په خاطر يې د خلکو تر مخ هغه د دېوال په کیندل شوي تهداب کې خښ کړ.

عیني شاهدان وايي چې د امین د مرستې هیڅوک نه و، خو د هغه وروستۍ خبرې دا وې چې د هغه زامن به خپل حق بېرته تر لاسه کوي.

ياده دې وي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د چارواکو په ګډون په اوسني حکومت کې هم په لوړه سطحه د ځمکو غاصبين راټول دي، که څه هم ولسمشر غني د خپل کاري فعالیت په پیل کې ژمنه وکړه چې د غاصبینو مخه به نیسي خو د یو کال په تېرېدو لا هم په ګډ حکومت کې مشهور غاصبين خلاص ګرېوان ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hamidullah bahader

اوس ژوندی دی اوکه په حق وراسیده مطلب مو داسی خلاصه نه وو جواب یی راکری وروره؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x