مرګي درياد کړه!

په لونګين ټالونه مه وهه مرګي درياد کړه !
شاعره! خام فکرونه مه وهه مرګي در يادکړه !

په ايماني ټال ځنګېدل درته اړين دي ژوند کي
په اوربلو لاسونه مه وهه مرګي درياد کړه

شرم دئ ګرانه بس دئ نور دي د غزل بيتو کي
په شونډو شنه خالونه مه وهه مرګي در يادکړه

هرڅوک خبر دي چي ليلا لري کاږه باڼوګان
نادانه ته ډولونه مه وهه مرګي درياد کړه

لوېدلي زړه بيداروي تل حماسي ترانې
داسندريز زو رونه مه وهه مرګي دريادکړه

دخداى دپاره دعشقي ټوټو ليکنو په تېغ
نور دا تنکي ذهنونه مه وهه مرګي در ياد کړه

زما ارمانيږي ستاانګړ کي ستادشعر الهام
پرې شيطاني رنګونه مه وهه مرګي درياد کړه

2013/04/24

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د