افغانستان

کندهار: ژېړۍ کې دوو پولیسو خپل شپږ ملګري وژلي، اوه نور يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې دوو پولیسو د خپلو ټوپکو شپېلۍ پر خپلو ملګرو ور اړولي او ۱۳ تنو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې.

دا پېښه تېره شپه د ژېړۍ په ملا عبدالروف سیمه کې د مېشتو پولیسو په پوسته کې وشوه، چې د ژېړۍ د امنیتي مسوولینو له مخې په دې پېښه کې شپږ پولیسو وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او بريدګر پولیس يې خپل نفوذي ملګري بللي دي.

طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي چې دا د دولتي ځواکونو له لوري په خاکريز ولسوالۍ کې د شویو ملکي تلفاتو غچ دی.

د هغه په خبره په پېښه کې د پوستې د قومندان اغاولي په ګډون ۱۵ تنه عسکر وژل شوي او بريدګر تر دوی روغ رسېدلي دي.

د احمدي په وينا بريدګرو پولیسو له ځانو سره د پوستې مهمات هم ور وړي دي.

ویل کېږي د پولیسو دا پوسته په ملا عبدالروف سیمه کې څلور ورځې وړاندې ځای پر ځای شوې وه.

د شنونکو په باور د امنیتي ځواکونو د جنګې روحيې د کمزورۍ یو علت هم خپل منځي بريدونه ګڼل کېږي، چې یو پر بل يې باور مخ پر کمېدو او په پایله کې يې جګړه ییزه روحيه له ماتې سره مخ ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x