fbpx

ارګ ۳۵ کلن مامور د ۲۵ کلنې تجربې خاوند منلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): ارګ د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لوري ور معرفي شوی ۳۵ کلن مامور د ۲۵ کلنې تجرې خاوند منلی دی.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د بشري سرچينو له لوري د ولسمشر غني دفتر ته د سلواغې پر ۱۸مه په «۲۵۴» ګڼه مکتوب کې ليکل شوي، چې په دې وزارت کې له عبدالوليد تميم سره د نفتو او تصدۍ د هیت د مشر په توګه هوکړه وکړي.

عبدالولید تمیم

عبدالولید تمیم

په دې مکتوب کې چې د سوداګرۍ وزارت د رییس لاسلیک پرې شوی، ښاغلی عبدالوليد تميم د ۲۵ کلنې تجربې خاوند بلل شوی دی.

کابل مېشتی سياسي مبصر او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي چې ښاغلی تميم يې ملګری دی او شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري.

د سوداګرۍ وزارت په دې مکتوب کې ولسمشر يې د تقررۍ موافقه همه پرې ورکړې، د ښاغلي تميم په اړه لیکل شوي: « ښاغلی ډاکټر عبدالوليد تميم چې په اقتصادي پراختيا اود پانګونې په جذب کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې او ۲۵ کلنه تجربه لري د نفتو او تصدۍ د هیت د مشر په توګه تاييد دی.»

ډاکټر فیض محمد ځلاند پر دې مکتوب د ولسمشر له موافقې وروسته پخپله فیسبوک پاڼه ارګ ړوند بللی او لیکي: «ړوند ارګ! ولید تمیم مې ملګری دی، د دندې وړتیا په کې شته، باید وزیر یا کم تر کمه مرستیال وزیر ګمارل شوی وای، د تمیم صیب عمر پنځه دیرشو شاوخوا دی، خو دا ۲۵ کاله تجربه؟؟؟»

ياده دې وي په ګډ حکومت چې بنسټ يې د دواړو مشرانو تر منځ نيم پر نیم واک اېښودل شوی، د اشخاصو د تقررۍ پر مهال د دواړو مشرانو تر منځ سيالۍ د دې علت شوې، چې کاري تجربې او زده کړې ته يې پام کم شي.

د سوداګرۍ وزارت مکتوب

د سوداګرۍ وزارت مکتوب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د