fbpx
د لاتیني امریکا په چیلي هیواد کې لاریون کونکي امریکايي بیرغ سوځوي

امریکا د زوال پر لور – دویمه برخه

ژباړه : ميوند محمد جمال

دوهم لامل : د امریکا په ضد نړیوال نفرت :

نن ورځ چې نړی د امریکا له ویری ریږدي او په نړی كې داسې ملت (هیواد) نشته (بغیر د هغه محدود کسانو نه چې د نړی په هر ځایی كې د امریکا په ضد جهاد کوی) چې هغوی دی امریکا ته لاس په نامه نه وی ولاړ ، امریکا غواړی چې دنیا خپله غلامه کړی او له دی امله په دنیا كې داسې یو هیواد شتون نلری خاصتا اسلامي هیوادونه چې په هغی كې امریکا مداخلت نه وی کړی او یا یی نه کوی، د امریکا د همدغه مداخلت او لاس وهني له امله په ټوله نړی كې هر قوم نن د امریکا نه بیزاره دی او په زړه كې ورسره دښمنی لری او دا دعا کوی چې کاش امریکا زوال ومومی، د دی ښه مثال لس کاله مخكې د یمن وزیر اعظم عبدالقادر جمال دی ، هغه په یوه خبری کنفرانس کي ویلی وه :
الله عز وجل دی وکړی چې امریکا ډير زر نیست او نابوده شی  .
( ۲۰۰۴ / ۱ / ۱۰ ورځ اکسپریس ، ډان او نوائي وقت ورځپاڼي او عربی تلویزوني خپرونی ).

نن ورځ هر مفکر او څیړونکي په دی متفق دی چې:

که چېرته د نړی د نقشی نه د امریکا نقشه ورکه شی نو په ټوله نړی كې به خوشحالی او ارامي راشی ځکه نن ورځ امریکا د نړیوال تروریزم جاله ده او امریکا د هر هغه هیواد سره کومک کوی او یا هم د هغوی نه دفاع کوی  چې هغه د تروریزم لپاره کار کوی او یا تروریسته وی چې ښه مثال یی د اسرائیلو دی .
هر هغه هیواد چې نړی ته په خپله د دی دعوت ورکوی چې د هغه نه بیزاره شی نو دا بیا ښکاره خبره ده چې هغه هیواد کله هم په خپل حال نشی پاټي كېدلی، او یا د زوال سره مخ نشی .

یوه غربي شاعره لیی میریکل وائي :

هغه ورځ لیری نه ده چې امریکا به په نړیواله کچه د خپلو ظلمونو او د مظلومانو د آه له امله نیست او نابوده شی .

دبینټ بوکس کتاب ۶۵ مخ ، کولمبیا ، امریکا ۲۰۰۰ کال .

یوی بلی مشهوری لیکوالې سټیون سالایټه په خپل کتاب انټی عرب رایسم كې لیکلی :

په امریکا كې د عربانو په ضد تعصب خپل عوج ته رسیدلی دی که چېرته د امریکا دغه تعصب همداسې مخ پر وړاندی روان وی نو هغه ورځ لری نه ده چې امریکا پكې نابوده نشی.
د  سټیون سالایتیا د انټي عرب رابسیم کتاب ۷۰ مخ.

مشهور انګلیسی اخبار ډان په خپلی یوی ګڼي كې داسې یو خبر چاپ کړی وه:

د ایکواډور رئیس جمهور رافیل د امریکا د سفارت یو لوړ چارواکې په دی جرم د خپل هیواد څخه و ویسته چې هغه ایکواډور د امریکا مستعمره ګڼلی وه ، د ایکواډور رئیس جمهور خپلو وطنوالو ته په یوه تلویزونی پیغام كې ویلی ول:

د امریکا دغه سفارتي چارواکي د امریکا کومک په دی شرط پوری تړلی وه چې د تروریزم په ضد چې په ایکواډور كې کومی هلی ځلی روانی دی د هغی مشر دی د واشنګتن په خوښه مقرر شی ، د دی له امله ما دغه چارواکي ته د ۴۸ ساعتونو وخت ورکړی چې خپل سامان ټول او ایکواډور پریدی .
د ډان اخبار ۱۶ مخ ۱۰۰۹ / ۲/۰۸ .

د امریکا د بدمعاشی او سر ځوری معامله دمره سخته او ښکاره ده چې په خپله د امریکا د پنټاګون په یوه راپور كې داسې راغلی چې:

امریکا دی د خپلو ګټو په خاطر هره هغه لار استعمال کړی چې کومه یی په وس پوره وی ، او ددی پروا دی نه ګوی چې څرنګه او کومه  نتیجه ولری.

د مشهور لیکوال نوم چومنسكې کتاب روګ سټیټ ۴۵ پاڼه.

همدغه پورتنی لیکوال په خپل یاد شوي کتاب كې لیکلی:

امریکا د نړی یواځنی هیواد دی چې ځان د قانون نه لوړ او برتره ګڼي او د همدغه سوچ او روئي له امله امریکا په توله نړی كې مشکلات پیدا کوي ، د ورلډ أرډر د اصولو او قوانینو ماتول د امریکا لپاره هیڅ اهمیت نه لری ځکه د یوه ستر ځواک لپاره بین المللی قوانین هیڅ هم نه دی.

همدغه لیکوال نوم چومنسكې د مشهور نړیوال مفکر سیموئیل هنګنټن په حواله داسې لیکلی:

د امریکا څخه اوس د نړی تر ټولو لوی بدمعاش جوړ شوی دی ، نن ورځ امریکا په نړی كې اتیا فیصده بندیزونه د خپلو شخصی ګټو لپاره لګوی. – د نوم چومسكې کتاب روګ سټیټ ۵۳ مخ .

نن چې د نړی په ګوډ، ګوډ كې د امریکابانو سره کوم نا وړه چلندونه كېږی د هغو ټولو مثالونو نه دا په ښه توګه روښانه كېږی چې په نړیواله توګه د امریکا سره څومره نفرت كېږی او روان دی .

د چاپان اوکي ناوا په ولایت كې چې څه وخت د امریکا هلته ټاکلي جنرال قونصل د هغه ځاي یوه هوټل ته د خپلو څو ملګرو سره د چاي څکلو لپاره لاړ نو په هوټل كې ناست دری څلویښت کلن  جاپانی د خپل چاي پیاله په ډير قهر سره د امریکا په جنرال قونصل باندی واړوله او داسې یی ورته و ویل:
تاسو خپل فوځونه د جاپان څخه وباسی .
د ۲۰۰۹ / ۴ /۹ د ډان انګلیسی ورځپاڼه.

داسې هم نه ده چې د نورو ملکونو وګړي د ا مریکا څخه نفرت نه کوی بلكې په خپله د امریکا اولس هم په اوسنی وخت كې د امریکا د اوسنی حکومت څخه ډیر نفرت لری، مشهوره لیکواله سټیون سټالیټیا په خپل کتاب انټی عرب رایسم كې لیکلی:

امریکا چې د پانامه په ښار په نولس سوه نه اتیا کال كې کومیرغل  وکړ ایا هغه ظلم ، وحشت او تروریزم نه وه ، امریکا چي نولس سوه نوی كې په عراق کوم بندیزونه ولګول او د هغي له امله پنځه لکه عراقی ماشومان له لوږي مړه شول ایا هغه ظلم ،بربریت او نړیواله بدمعاشی نه وه.
Anti-ArabRacism In The USA  دسټیونسالیټیا د كتاب ۵۴ مخ.

کله چې امریکا په نولس سوه پنځه اویا كې په ویتنام یواځي د دی لپاره یرغل وکړ تر څو ویتنام خپل تابع کړی ، د امریکا دغه جنګ څو کاله دوام وکړ چې د هغی له امله یی دیرش لکو ویتنامیان و وژل ، د دوه زرم میلادیز کال د نومبر په میاشت كې د هغه وخت ریس جمهور بل کلنتن د ویتنام د جنګ نه پنځه ویشت کاله وروسته د هغه وژل شویو ویتنامیانو قبرونو ته ورغۍ او خپل سر یی د هغوی د قبرونو په مخكې كې ټیټ کړ چې د کلنټن په دغه کار سره د امریکا حکومت په رسمي توګه د هغوی قتل عام ومانه ، ایا دا د وحشي امریکا بربریت او تروریزم  نه وه.

د امریکا اوسنی جمهور رئیس بارک اوباما د جرمني د چانسلری انجیلا میرکل سره په یوه مطبوعاتی کنفرانس كې د دی اعتراف وکړ چې : امریکا د اروپا په بین المللی کردار لوبولو كې هیڅ وخت خوښي نه ده څرګنده ګړی او کله ئي هم زړه دیته نه دی ښه کړی چې د اروپائی هیوادونو سره په ګډه کار  و کړی ، بلكې همیشه یی د کبر او غرور څخه کار اخیستی دی ، بارک اوباما دا ومنله چې نن په اروپا كې د امریکا په ضد ډيره زیاته کرکه شتون لري.
د ډان اخبار ۲۰۰۹ کال د اپریل میاشت څلورم تاریخ .

د یوه خبر له مخی د ایران صدر اعظم احمدی نژاد په بوش باندی داسې تور لګولي وه چې :

بش د یوه داسې انسان په ژبه خبری کوی چې هغه د انسانانو د وینو تږی ښکاری .

په امریکا كې چې د مسلمانو عربانو سره کوم ناوړه چلند او تعصب کیږی د هغی اندازه مونږه د هغه راپور نه په ډيره ښه توګه کولی شو چې په نولس سوه یو نوی كې د برسلز په ښار كې د امریکا مخکنی لوی څارنوال ریمزی کلارک په مشری شوی وه ، دغه راپور چې په دی كې یو امریکایی نژاده فلسطینی هم وه داسې راغلی ول :

مونږ عربان همیشه د صهیونی امریکا د زور  او ظلم ښکار شوی یو ، مونږه په امریکا كې کله هم په ارامه او خوشحالی ژوند نه دی تیر کړی ، زمونږ د ځورولو  لپاره امریکایان د هر رنګ طریقو  او لارو څخه کار اخلی چې د هغو له جملی څخه یوه هم دا ده چې:

د شپی نا وخته او یا هم سهار وخته امریکایان زمونږ په کورونو چاپی وهی ، هم داسې په میدان هوائي کې هم زمونږه سره ډير زیاتی کوی او بی ځایه مو تنګوي او کله نا کله خو د دوی پوښتنی او بی ځایه تنګول دمره ډير وخت واخلی چې انسان د خپل ځانه مایوسه شی ، د الوتکو یوی مشهور شرکت پان ایم أئیر لائن خو داسې یو اعلان خپور کړی وه چې د هغی له مخی د پان ایم دطیارو په هوائي شرکت او په دغه طیارو كې یو عرب هم سفر نشی کولی او اوس خو یی لا یوه نوی لاره پیدا کړی چې زمونږ جوماتونو او دکانونو ته اور ور اچوی .
په عراق كې امریکائي جنګی جرمونږ کتاب د محمد امین ژباړه ۴۵ مخ .

اسرائیل چې د فلسطینیانو سره کوم ظلم او بربریت کوی د هغه په سلګونو ژوندی مثالونه شته او د اسرائیلو دغه کار د ملګرو ملتونو د ډيرو تړونونو څخه ښکاره سر غړونه ده ، څه وخت چې اسرائیلو په لبنان حمله وکړه او په زرهاؤ بی ګناه انسانان ئي مړه کړل او کله چې یی د ګولان غرونه او غزه ونیوله په هغه وخت كې امریکا د نړی تر ټولو لومړني هیواد وه چې هغوی یواځي دا نه چې د اسرائیلو حمایت یی وکړ بلكې د اسرائیلو سره یی مالی او فوځی مرسته هم وکړه.

امریکا په نولس سوه شپږ اتیا كې د لیبیا په دوه ښارونو بن غازی او تریپولی باندی بمباری وکړه چې د ملګری ملتونو د قانون څخه ښکاره سر غړونه وه، امریکا تر ننه افغانستان او عراق اشغال کړی دی، امریکا د معمر القذافي حکومت و غورځاوه او په سوریه كې هم تر ډيره حده ښكېل ده، چې دا د نړیوال تروریزم او بد معاشی ښکاره مثال دی ، امریکا همداسې په غیر مستقمه توګه د اسلامي نړی او نورو هیوادونه د خپل کنترول لاندی رواستی دی، یا خو یی د دغه هیوادونه مشران خپل غلامان کړی دی او یا یی هم داسې نوری طریقی اختیار کړی چې د هغی له امله یی اسلامی هیوادونه د امریکا تر نفوذ لاندی دی .
په عراق كې د امریکا جنګي جرمونه ، ژباړه : محمد أمین ، ۶۵ مخ .

امریکا په خپله د ملګرو ملتونو د امن تړونونو څخه په سلهاؤ ځله سر غړونه کړی ده ، د امریکا پخوانی رئیس جمهور ډبلیو بوش چې کله په عراق حمله کوله نو داسې یی و ویل:

((مونږه یواځي د صدام حسین په ضد جنګ شروع کړی دی )) خو دغه وحشی په عراق داسې بمونه او وسله وکاروله چې د هغی له امله په لکونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په میلیونو نور معیوب شول، حال دا چې د عراق عام وګړو د امریکا سره هیڅ رقم ستونزه او دښمنی نه درلودله.

امریکا چې څه وخت په افغانستان حمله وکړه نو د اسامه بن لادن او ملا محمد عمر پسی راغلی ول خو الله عزوجل شاهد دی چې امریکا په افغانستان كې کوم ظلم او بربریت ترسره  کړی كېدای شی په تاریخ كې ئي ساری ونه موندل شی ، امریکا په افغانستان كې نه هدیره پریښوده نه واده او نه هم د ودونو میلمانه ، امریکا په افغانستان كې نه جومات پریښود او نه هر هغه افغان چې په سر یی لونګي تړلی وه ، امریکا په افغانستان كې داسې وسله وکاروله چې تر اوسه په یوه جنګ كې هم د هغی ساری نه لیدل كېږی ښه مثالونه ئي د انټرنټ په ویبپاڼو كې د هغه نوی زیږیدلو ماشومانو انځورونه او راپورونه دی چې د همدغه وسلی د استعمال د اثر له امله په هغوی د مور په خیټو كې اثر کړی دی.

په اوسنی وخت كې امریکا په یمن كې هم خپله سفارت خانه د نا معلومه وخت لپاره بنده کړی ده ، د امریکا حکومت د سفارت خاني کار کوونکو ته ویلی دی چې تر څو پوری مونږه د سفارت د بیا دکار کولو امر نه وی صادر کړی تر هغی دی سفارت نه خلاصوی.

د امریکا مشهور اخبار واشنګټن تائمز په خپله یوه ګڼه كې داسې لیکلی:

امریکا چې په نړی كې د جمهوریت او مساوات لپاره کومی هلی ځلی کوی هغه نن ورځ په نړیواله کچه خپل حمایت په پر له پسی توګه له لاسه ورکوی.
د واشنګټن ټائمز اخبار ۲۰۰۹ میلادی کال د  ۱۲ میاشتی  ۱۴ تاریخ .

د واشنګټن ټائمز د دغه پورتني راپور څخه مونږ دوه مطلبه اخیستلی شو:

اول: د امریکا حکومت چې د ظلم او بربریت په وړاندی په نړیواله کچه کومی منډي او ناري وهی دا د هغوی هسی دروغ او نور قومونه تیر ویستل دی.

دویمه دا چې: امریکا چې دجمهوریت کومی دروغجني چغي او هلی ځلی کوی هغه د خپلو ګټو او د نړیوال استعمار لپاره وهي ، امریکا نن ورځ د نړی په هر ځایی كې د هر هغه هیواد د حکومت څخه دفاع کړی چې هغه د امریکا د ګټو لپاره کار کوی.

امریکا که څه هم هسی په خوله د جمهوریت چِغی وهی او دا دعوه کوی چې هغه په ټوله نړی كې دموکراسی غوښتونكې دی  خو بیا هم امریکا د هر شاهي ، جابر او ظالم حکومت څخه صرف د دی په خاطر ملاتړ کوی تر څو  هغوی د امریکا د مفاداتو لپاره کار وکړی او د نړی په پر هغه هیواد كې یی د حالاتو دخراپولو کوښښ کړی چې هغوی یواځي د امریکا د سیاست سره تضاد ښودلی دی او  امریکا تل د دی په لټه كې دی چې هغه هیوادونه دیته مجبوره کړی چې د امریکا په مخ كې په ګونډو شی .

د امریکا مشهور فلسفي او نوماند لیکوال نوم چومنسکي په خپل مشهور کتاب د روګ سټیټ كې لیکلی:

امریکا د نړی تر ټولو لوی بد معاش او فرعوني هیواد دی، هغه لیکلی:

د ویت نام جنګ د شلمي پیړی تر ټولو لوی تروریزم وه او دی ، نوم چومسكې دغه خبری به خپل مشهور او په خپل وخت كې تر ټولو ډير خرڅ شوی کتاب روګسټیټ كې لیکلی دی.

امریکا سره نړیوال نفرت د دي نه ډير ښه معلومیږی چې نن ورځ د نړی په هر ځایی كې د امریکا سفارتونه ، فونصلګري او امریکایی وګړي په هیڅ ځایی كې هم نه دی خوندی، داسې به سلهاؤ واقعي شوی دی چې د هغی له امله امریکایان د نړی په هیڅ ځایی هم په ارامه او سکون نشی ګرځيدلی، د دغه او د داسې واقعو څخه اخبارونه، مجلی او د انټرنټ پاڼي ډكې پرتي دی ، همدغه لامل دی چې د امریکا حکومت وخت په وخت خپلو وګړو ته د محتاط اوسیدو لار ښو ونی  کوی.
په کراتو داسې هم شوی دی چې د امریکا حکومت د تروریزم د خطر له امله په نورو هیوادونو كې خپلو سفارتونو او قونصلګریو ته د بندیدو او کار نه کولو هدایت کړیدی، چې ښه مثال یی په دوه زرم میلادی کال كې په تركېه كې د امریکا د دوو قونصلګریو بنده ول دی او ورپسی یی په قطر كې خپل سفارت هم د تروریستی حملو د كېدلو له ویری بند کړ.

د امریکا په ضد چې د نړی په مختلفو خایونو كې خلک څومره نفرت لری د دی ښه اندازه له دی واقعی څخه كېږی چې کله د امریکا په اردو كې مسلمان نفسیاتی ماهر ډاکټر ندال مالک د ټیکساس په فوځي اډه كې په خپلو نورو فوځي ملګرو د ګولیو باران وکړ چې په دغه ډزو كې ندال مالک دیارلس امریکایی سرتیری مړه او یو دیرش نور یی زخمیان کړل .

د نړی ډيرو تلویزونو او اخبارونو دغه خبر خپور کړ ، ډیرو خو لا داسې هم ورسره ویلی ول چې : کله ندال مالک ډزی شروع کړی نو دهغی نه مخكې یی د الله اکبر چغه و وهله ، په یاده دی وی چې ندال مالک د امریکا په فوځ كې یو لوړ رتبه فوځي وه ، د امریکا رئیس جمهور بارک اوباما  د ټیکساس په فوځي اډه كې دغه واقعه یوه نه هیریدونكې او خونړی واقعه و بلله.

دیارلس کاله مخكې د پاکستان په بلوچستان ولایت كې نیول شوي ایمل کانسی چې هغه امریکایان وژلی ول او بیا وروسته د پاکستان حکومت امریکا ته وسپاره هغه په امریکايي محکمه كې قاضی ته داسې و ویل:

دغه امریکایان ما وژلی او که په راتلونكې وخت كې کله هم ماته همداسې موقعه په لاس راغله نو بیا به هم امریکایان بی وژلو  پرینږدم ، همغه وه چې ایمل کانسی یی بیا په دار و ځړاوه.

دا پورتنی ذکر شوی مثالونه د امریکا سره د نفرت تر ټولو ښه مثالونه دی که څه هم داسې نور په سلهاؤ مثالونه شته خو په دی به بسنه وکړو.

د یوه راپور له مخی د امریکا یو لوړ چارواکي مائیک مولن په  امریکا كې د اسلام خوښو اړوند سیاسي پالیسی باندی تنقید کړی دی او هغه ویلی:

د امریکا هر تیر شوی حکومت د نړی نور هیوادونه دیته مجبور کړی چې د امریکا خبر و منی او د هغوی اطاعت وکړی او د امریکا هر حکومت دا هڅه کړی ده چې څنګه او په کومه طریقه کولی شی په نورو حکومتونو خپلی خبری او سیاست ومني ، که چېرته په نورو هیوادونو كې د امریکا په باره كې دا تأثر وی چې امریکا مغروره ، ظالمه او دوکه کونكې ده نو په دغه ملکونو كې به بیا یوه ورځ د امریکا ځواک ختم او ورک شی.

هغه ویلی:

د اسلامي هیوادونو وګړي چې د امریکا سره کومه کرکه لری په هغی مونږ او د امریکا حکومت ښه خبره ده خو د خواشینی ځای دا دی چې د امریکا حکومت د دغه کركې  لپاره د اعتماد وړ کارونه نه دی کړی ، که امریکا غواړی چې اعتماد تر لاسه کړی نو هغه دی د نړی د نورو خلکو خبری هم واوری تر څو د امریکا په ضد چې کوم نفرت زیږیږی د هغه مخه ونیسی.

د امریکا سره د نړیوال نفرت د درلودلو په باره كې د امریکا د یوه لوړ چارواکي دغه خبره ډير زیات ارزښت لری .

په اروپا كې چې خلک د امریکا سره څومره نفرت لری هغه د اسیا او افریقا څخه کم نه دی. د امریکا سره د اروپا ښکاره نفرت په اروپا كې د امریکا د اقتصاد په ضد د اروپایی اتحاديي جوړیدل او د یورو رامنځ ته كېدل دی ، لږه موده مخكې روس او چين هم یو تجارتی تړون لاسیک کړی دی چې د هغی له امله به روس او چين دواړه د ډالر پر ځايي په خپلو پیسو (روبل او ین) باندی تجارت کوی د روس باچا په دغه تړون كې ویلی ول چې:

روس غواړی د ډالر حاکمیت را کم کړی، څو کاله وړاندی د مالیزیا پخوانی وزیر اعظم مهاتیر محمد په اسلامي کنفرانس كې هم دغسی یوه غوښتنه د اسلامی ملکونو  د مشرانو څخه کړی وه خو متاسفانه چې د هغه خبره همغسی خبره پاتی شوه.

اوس اصلي خبره دا ده چې داسې افسوسناک او دکركې  څخه ډک حال د کوم بل هیواد سره ولی نه كېږی او ولی د نړی به هر ځایی كې خلک د امریکا د حکومت څخه کرکه کوی.

د امریکا مشهور لیکوال او د سیاسی چارو کار پوه مائیکل مور د امریکا رئیس جمهور بارک اوباما ته یو اوږد خط ور لیږلی وه چې هغه په دغه خط كې اوباما ته لیکلی ول:

نن ورځ زمونږ اقتصاد د زوال په لور روان دی او زمونږ نني ځوانه طبقه د چل، فریب او ضد ښکار شوی او قربانی ورکوی، که څه هم ته یو جنګي رئیس جمهور یی او نن ورځ چې زمونږ اقتصاد د زوال په لور دی نو هغه ورځ لری نه ده چې زمونږ د اقتصاد سره به ډير زر زمونږه تهذیب هم زوال ومومي ، او هغه ورځ را روانه ده چې مونږ به د تاریخ په پاڼو كې د وخت د ګردنو لاندی د الماری په کوم کونج كې پراته یو .

مائیکل مور په خپل دغه خط كې لیکلی:

ته دیته زړه مه خوشحالوه چې افغانستان ته د نورو فوځیانو په لیږلو به ته کامیابه شی او هغه خلک چې ستا ، ستا له قوم او هیواد څخه نفرت کوی ستا د دغه لیږل شوی فوځ له امله به ستا او ستا د هیواد عزت وکړی او یا به هغوی له تا څخه وډار شی ، افغانان به تر هغی ستا او ستا له هیواد څخه نفرت کوی چې تر کومه امریکا ټوټه ، ټوټه شوی نه وی او تر کومه چې د یو غریب امریکایی د جب څخه اخرنی ډالر نه وی اخیستل شوی او امریکا په اقتصادی او فوځي لحاظ په ګونډو شوی نه وی  تر هغی به هغوی د امریکا څخه نفرت کوی.

مهربانی وکړه هغه عام افغانان چې ستا او ستا د وطن لپاره خطر نه دی د هغوی د وژلو او ولچک کولو لپاره نوره اردو مه لیږه او په بلیونونو او ټریلینونو ډالر په دغه جوړه شوي لوبه مه مصرفوه ، د هغي ورځي څخه و ډار شه چې امریکايي ماشومان به  په کوڅو كې اوده كېږی او د یوی ډوډي د اخستلو لپاره په قطار كې انتظار ولاړ وی .
www:Michaelmoore.com/words/mikes.letter.

دنړي په هر هیواد او قوم كې د امریکا سره داسې کرکه درلودل د تل لپاره یو سوال دی چې د دغه له امله د امریکا خوندی پآتی كېدل ناشونی خبره ده په را روانو پنځه لس یا شلو کالو كې د امریکا د زوال یو لوی او مهم سبب همدا نړیوال نفرت هم كېدلی شی .

مشهور امریکایی لیکوال جان ټیرمین په خپل کتاب كې لیکلی:

د امریکا متحده ایالات چې د نړی د هغه غریبو هیوادونو سره چې د هغوی سره د امریکا ګټي تړل شوی دی څه ډول او تر کومه حده کرکه لری په هغی د پوهیدلو لپاره دمره بس ده چې امریکا داسې هیوادونو ته خپل فوځونه ورلیږی او بي ځایه او هسی کومک ورسره کوی ، که چېرته یی په کوم هیواد كې ګټه هم وی هغه له خپل نظره غورځوی او په هغه ملک كې ګډ وډی رامنځ ته کوی په لنډو ټکو ویلی شو چې :

امریکا کمزوری او غریب ملکونه د خپلو ګټو د لاسته راوړلو په خاطر لکه د ټاپو او مهرونو استعمالوی.
100 Ways American Is Screwing The World   دجان ټرمین کتاب  ۱۴۱ مخ.

مشهوره عیسوی لیکواله سټیوین سالایتا په خپل کتاب كې لیکلی:

په ماشومتوب كې چې ماته زما مور کوم خدای را ښودلی وه هغه خدای د هندوانو ، مسلمانانو ، یهودانو ، بودایانو ، تورو ، سپینو ، او ټولو مخلوقاتو سره یو رنګ او یو شی محبت او مینه کوله ، مګر نني امریکا زما د مور خدای نه منی  نن ورځ چې امریکا د کوم خدای خبره کوی هغه په انتقام او بدل یقین لری ، د نني امریکا خدای د جنګ سره ډيره مینه لری او د امریکا دغه خدای چې دوی وایی : ان ګاډ وی ټرسټ ، د جنګ سره تر دی حده مینه لری چې څه وخت یو یهودی د څو میاشتنی فلسطینی ماشوم په شهیدلو بوخت وی نو په هغه وخت كې بیا هم د دوی خدای دوی سره مینه لری ، د امریکا خدای په هغه حال كې هم د جنګ سره مینه لری چې یوه کمزوری بوډي ښځه د یهودانو په منځ كې راګیره وی او هغوی یی کله څادر کش کاږی او کله کمیس او یا یی هم په سپیو داړی ، ننی امریکا او د دوی په لاس او خوښه جوړ شوی خدای زما سره نفرت لری ځکه زه د خپلی مور د خدای سره مینه لرم ، د امریکا خدای ځکه زما څخه نفرت کوی چې زما په نزد د اسلام او مسلمانانو هماغه رب دی کوم چې د یهودانو ، بودایانو او هندوانو دی ، د امریکایانو جوړ شوی خدای ځکه زما سره نفرت لری چې زه ولی مسلمان یا یو عرب یم .
Steven Salaita Anti-Arab Racism In The USA  د سټیون سالایټا کتاب ۱۶۶ او ۱۶۷ مخونه.

نور بیا…

یادونه: پورته لیکنه – امریکا د زوال په لور – په اصل کې د رضي الدین سید په نامه لیکوال د کتاب ژباړه ده، نوموړي دغه کتاب په ۲۰۱۱ کې لیکلی وو، په کتاب کې ورکړل شوي حوالې او معلومات د هغه وخت دي، چې اوس تر پخوا ښه روښانه او ډیر شوي دي. په کتاب کې د امریکا د زوال ټول اوه لوی لاملونه لیکل شوي، چې هره ورځ به یې یو نشر ته سپارل کیږي خو که دا لیکني ولوستل شي، کیدای شي لوستونکي د امریکا د زول ډیرو نورو لاملونو ته هم متوجي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د