pincle pak

له خپل قلمه ناهيلی يم

غواړم يوڅه وليکم ، يو موضوع راوسپړم ، ښه تفصيل ورکړم، مثبت اړخونه او جانبي عوارض يي په ګوته کړم ، ترڅو زما د ليکنې ليدونکي د هغه څه له اضرارو خبرسي چي په اړه يي ما ليکنه کړې ده، او که کوم ګټور کار وي؛ نو د مثبتو ټکو راسپړل به يي د دې لامل شي چي کتونکي يي خپل کړي، عمل ورباندي وکړي، خو ډير ځله د ليکنې په مينځ او يا اخير کي له يو داسي مشکل سره مخ شم چي تردې دمه مي نه کومه حل لاره  ورته ميندلي او نه مي يي په اړه څه ليکلي دي.

         زياتره وخت مي ليکنه هم د همدې مشکل په وجه له خپريدا پاتي وي ، خداي شته ملګري مي هڅوي چي يوڅه بايد وليکم ،خو… زه ناهيلی يم.

      شايد زما په څير نور هم داسي ډير ځوانان وي چي له خپل قلمه به ناهيلي وي ، د خپل قلم ليکنه به د نورو تر هغې ډيره ټيټه او بي ارزښته ګڼي، لکه زما غوندي په مجلس کي به يي خلګ له ډيرو خبرو ستړي وي، ولي د کاغذ پر مخ به دوې کرښي هم نه شي کښلاي

      د دې حل په تلاش کي يم ، هرکله چي له کوم ليکوال ملګري سره مخ شوی يم ؛ نو د همدې مشکل يادونه کوم، يو وخت مي يوه ماته ګوډه ليکنه خپل ليکوال ملګري ته د تصحيح لپاره وليږله ، هغه له څه لاسوهنې سره بيرته راوليږله ، او راته ليکلي يي وو، چي د ليکوالۍ لپاره رياضت ډير مهم دی.

        دې خبرې نور هم ښه مايوسه کړم، په سوچونو کي غرق وم چي که د ليکوالي له پاره د کوم پير لاس نيوی ، ډير لمونځونه ، روژې او نوافل مهم واي؛ نو بيا خو عصمت قانع بايد دوې کرښي ليکنه هم نه واي کړي ځکه هغه ظالم ته خو له ډيري بي دينۍ د قبلې لوري لا هم نه دی معلوم ، رياضت او … خو پرمخ پرېږده.

        ښه کافي موده وروسته له يو بل ليکوال ملګري سره مخ سوم ، خپل تشويش مي ورسره شريک کړ، او د دې ملګري سپارښتنه مي هم ورته ياده کړه ،نوموړي راته کړه چي تاسو رياضت په بله معنی اخيستی دی !  دلته رياضت د تفکر، تبحث او زحمت ايستلو په معنی دی ، نه د صوفيه کرامو رياضت؛ نو د ليکنې دليکلو په مهال که سړی له ډيرتفکر څخه کار واخلي ليکنه يي يقيناً ښه راځي  او دوهم علاج يي دا راته په ګوته کړ ، چي ته بايد لمړی ليکنه نشر کړي او بيا يي وګورې، پخپله به دي مقاله خوند درکړي ، او مايوسي به دي ورکه  او يا کمه شي.

نو ماته دلته هم هغه قصه راياده سوه چي واي يو قاضي وو، لمړی به يي فيصله کوله ، حکم به يي جاري کړ، څوک به يي اعدام او يا په بند محکوم کړ، وروسته به يي کتابونه پسي کتل …
چي دا مي سم او که بد کار کړی دی.

په هرحال تر اوسه پوري په همدې سوچ کي يم ، چي له خپل قلمه ولي ناهيلی يم؟

بلکي خپله ليکنه، په هيڅ صورت د نشر وړ نشم بللاي، علاج به يي څه وي؟!!!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د