fbpx

د ليونيو په روغتون كې

لیکوال : دکتور محمد عبدالرحمن العریفي

ژباړه :  میوند محمد جمال

زه يوه هیواد ته په دعوت تللى وم. هغه هیواد ،د ذهني (دماغي) مرضونو په لويو، لويو روغتونونو ډېر مشهور دى. سهار مې په يوه ځاى كې دوه درسه (ليكچره) وركړل د ماسپښين مانځه ته وخت پاتې و. زه او عبدالعزيز چې ستر داعي دى په موټر كې ناست وو. ما عبدالعزيز ته وويل:

عبدالعزيزه! مونږ سره وخت شته او غواړم يوځاى ته لاړ شم.

هغه وويل: شيخ عبدالله په سفر تللى ډاكټر احمد ته مې زنګ وهلى و. هغه ځواب رانه كړ. دلته يو لرغونى كتابتون دى هلته به لاړ شو.

ما ورته وويل: نه! غواړم د ليونيانو روغتون ته لاړ شم.

هغه وخندل او په ټوکه یې راته وويل: ولې؟ غواړي د خپلو مغزو ( دماغ) معاينه وكړې؟

ما ورته وويل: نه ، زه غواړم چې د هغوى نه څه زده كړم. عبرت واخلم او د الله جل جلاله په نعمتونو باندې شكر وباسم.

عبدالعزيز چوپ پاتې شو او د هغه په مخ د غم او فكر نښانې ښكارېدلې اخر مونږ د اعصابو يوه روغتون  ته لاړو، چې  ګير چاپیره، ونو په خپلو غېږو كې نيولى و.

هلته يو ډاكټر زمونږ ښه راغلاست ته راغى او په روغتون كې یې په مريضانو وګرځولو. هغه مونږ ته د دغه ناروغانو په باره كې معلومات راكول او د هغوى حال يې بيانوه او بیا یې مونږ ته و ویل :

د اورېدلو او ليدلو ترمنځ ډېر فرق دى

ما هلته ډېر عجيبه غږونه واورېدل، هلته د دهلیز دواړو خواو ته په قطار کوټي وی د راسته لاس یوی خوني ته می ور  وکتل هلته د لسو نه ډیر کټونه خالي ول خو هلته می يو كس وليده چې لاسونه او پښې يې پرې تړلې وې. ما د ډاكټر نه د هغه په باره كې پوښتنه وكړه. هغه راته وويل:

دا د مرګي په مرض اخته دى په هرو څلورو ساعتونو كې پرې يو وار دوره راځي.

ما وويل: لاحول ولا قوة الا باالله. د كوم وخت نه هغه په داسې حال كې ده؟

ډاكټر راته وويل: هغه د لسو كالو راهيسې په دې حال كې دى.

لږ وړاندې مو يو داسې ځاى وليده، چې د هغه ټوله دروازه بنده وه او په هغه دروازه كې يو سورى و، چې د هغې نه يو مريض مونږ ته په داسې اشارو څه ويل، چې مونږ پرې نه پوهېدو. ما كوښښ وكړ چې  کوټه (اطاق) ته يې دننه ور ورګورم ما دهغه کوټه وليده، چې ټول ديوالونه او فرش يې نصواري رنګ درلود. د ډاكټر نه مې د هغه په باره پوښتنه وكړه. ډاكټر راته وويل: دا ليونى دى.

ما داسی ګمان کوه چی هغه زما د دغه سوال په کولو پوری خندا وکړه ما ورته وويل: دا خو زه هم وينم چې هغه ليونى دى که په حال ( روغ) وه نو دلته به یې څه کول د هغه قیصه څه ده؟

ډاكټر راته وويل: دا مريض چې كله هم دېوال وويني غصه ورځي او بيا په پښو او لاسونو دېوالونه وهي او کله نا کله خو سر هم د دیوال سره جنګوی ، چې د دغه وهلو له امله كله د هغه لاس مات وي كله پښه او يا هم كله يې خپل سر مات كړى وي. مونږ د هغه د علاج نه نا اميده شوي يو، نو اوس مو په دې كوټه كې چې دېوالونه او فرش يې په سفنج پوښل شوي دي اچولى دى.

ډاكټر دا وويل او روان شو، خو ما او عبدالعزیز دا دوعا وويله، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم راښودلې:

«الحمد لله الذى عافانى مماابتلاک به وفضلني علی کثیر ممن خلق تفضیلا»

ژباړه: «د الله عزوجل ډير شکر دی چی زه یی د هغه مرض نه وساتلم په کوم یی چی ته مبتلاء کړی یي او داسی الله عزوجل د خپل ډير مخلوق نه فضیلت را عطاء کړ»

بيا مونږ د ډاكټر پسې روان شو، مخكې مو داسې يو اطاق وليده، چې په هغې كې كټ نه و او تقريباً دېرش مريضان په كې ول هركس په خپل حال مست و، چا بدلې ويلې، څوك ګډېدل، چا ګوتې شمارلې او څوك بيا له ځانه سره غږېدل په دوى كې درې كسان داسې وو، چې هغوى يې په چوكيو پورې د لاسونو او پښو نه تړلی وو.

ما چې دا حالت وليده حيران شوم او د ډاكټر نه مې  دهغوى په باره كې پوښتنه وكړه، چې هغوى مو ولې تړلي؟

ډاكټر وويل:دا درې واړه چې ته يې ويني دوى چي هر حه وینی په هغه باندې وار كوي، كله  پکی او ګروپونه ماتوي، كله كړكۍ او دروازې په لغته وهي او كله په انسان وار كوي، نو ځكه مونږ هغوى د سهار نه تر ماښامه همداسې په رسيو تړلي وي.

ما ورته وويل: د څومره مودې نه هغوى په دې حال دي؟

ډاكټر وويل: هريو ته يې اشاره وكړه او ويې وويل: هغه د لسو كالو راهيسې په دې حال دى، دا بل د اوو كالو راهيسې او هغه بل د پنځو كالو او دا يو نوى دى.

ما چې د هغوى حال وليد شكر مې وويست او د هغه ځاى نه مې د وتلو كوښښ وكړ. ډاكټر ته مې وويل:

د بيرون وتلو لاره كومه ده؟

هغه راته وويل: راځه يوبل او آخري ځاى ته دې بوځم. هغه زه د لاسه ونیولم او مونږ يوې لويې كوټې ته لاړو، کله چې يې دوازه خلاصه كړه او مونږ ورننوتلو. ما هلته لكه د مخكني اطاق داسې څه ونه ليدل، هلته ما تقريباً يو پنځوس كلن سړى وليد، چې د سر وېښتان يې سپين شوي وو. په ځمكه ناست و دلته د حیرانیدو خبره دا وه چی د هغه ټول بدن لوڅ او لغړ و هغه مونږ ته په ډېره حيرانتيا سره راكتل ما چې د هغه دا حالت وليده ډاكټر صاحب ته مې په حيرانتيا وكتل هغه راته وويل:

مونږ چې دې كس ته كله هم كالي ور اغوندو دى يې په خپلو غاښونو او لاسونو شكوي او داسې هم شوي دي، چې مونږ دې ده  ته په يوه ورځ كې لس جوړې جامې ور اغوستی دی، خو دى يې شكوي. مونږ مجبوره شوی يو چې په اوړى او ژمى کی مونږ هغه په همدې حالت پرېږدو. د ده ترڅنګ چې دلته څومره نور مريضان وينې هغوى د ده په حال نه پوهېږي.

زه د هغې كوټې څخه ووتلم او نور مې د دې وس نه درلود، چې هلته پاتې شم. ډاكټر ته مې وويل: مونږ ته اجازت راكړه.

هغه وويل: ډېر ځايونه لا پاتې دي ، ما ورته وويل:

څه چې مو وليدل دا بس دى.

ډاکټر مخکی او مونږ ورپسی روان و ، مونږ په لاره روان و ترڅو بيرون لاړ شو. ډاكټر راته وكتل او د هغه د كتلو څخه داسې برېښېده چې څه يې هير كړي وي راته يې وويل:

دلته مونږ سره يو بليونر تجار دى، د هغه په دماغو كې خلل واقع شوى دى د هغه ځامنو هغه دلته راوستى او رښتيا دلته يوبل دى، چې هغه په يو لوى شركت كې انجنير و او همداسی درېم….. .

ډاكټر ديوه يوه يادونه كوله، چې څنګه د عزت او ارام ژوند څخه وروسته اوس په ډېر ذلت او تكليف كې ژوند كوي او څومره مالداره دي چې اوس د فقر ژوند كوي. زه فكرونو يوړم، چې سبحان الله، الله جل جلاله په خپلو بنده ګانو رزق تقسيموي، چاته رزق وركوي او چاته چې يې وركړى وي څنګه يې ترينه اخلي.

الله جل جلاله انسان ته عزت، دولت، حسب او لوړه څوكۍ وركوي، خو كله چې الله جل جلاله د دغه انسان نه عقل واخلي نو بيا يې د ليونيانو روغتون ځاى كړي.

ډېر مو داسې ليدلي او كېدای شي، تاسو يې هم پېژنى، چې هغوى ډېر مالداره او په وجود ډېر قوي وي، خو اوس هغوی د ليونيانو په روغتون كې بستر دي.

او داسې مو هم ليدلي چې الله جل جلاله هغه ته ډېر مال، اولاد ، لوړ نسب ،ډيره پوهه او عقل  وركړى وي، خو هغه يې د صحت څخه محروم كړى وي، چې د مال او اولاد په درلودلو سره بيا هم هغه شل ، دیرش کاله او یو یا هم پاتي تول عمر په كټ پروت وي، نه خو  ددغه انسان مال څه کولي شی نه نسب او پوهه او نه هم اولاد ، ډیر اولادونه خو لا داسی هم وی چی هغوی بیا د خپل پلار د خدمت نه په تنګ راغلی وی او د هغه د مرګ په انتظار ورځي او شپی تیروی .

الله جل جلاله چې چاته خوښه وي هغه ته رزق او صحت وركوي او چې چاته يې خوښه وي د هغه څخه يې اخلي.

هر انسان چې هغه الله جل جلاله په كوم مصيبت اخته كړي هغه ته پكار دى، چې د الله جل جلاله نعمتونه را ياد كړي او په خپل حال شكر وباسي.

كه چېرته الله جل جلاله تاته مال نه وي دركړى، په دې شكر وباسه چې صحت يې دركړى او كه چېرته ناجوړه يې، نو په دې شكر وباسه چې عقل دې سالم دى او كه چېرته مرګ ته نزدی یې، نو شكر وباسه چې مسلمان يې پيدا كړې. د ټولو نه د خوشحالى خبره داده، چې ته مسلمان پيدا او مسلمان مړ شې.

وروره، خورې! دا په ياد ولره چې: هروخت په هر حال كې د الله جل جلاله شكر وباسه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د