fbpx
د ايران دفاع وزير حسين دهقان

د ايران دفاع وزير: سعودي سيمه کې د امريکا ګټو لپاره جګړه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ايران دفاع وزير حسين دهقان پر سعودي عربستان نيوکې کړي، چې سوريې او سيمه کې د امريکا اجنډا پر مخ بيايي او سوريې ته يې د سعودي له لوري د ځمکنيو پوځونو لېږل يوه «خندوونکې ډرامه» بللې ده.

ايراني رسنۍ د ايران دفاع وزير له قوله وايي، چې سعوديان دې ورځو کې سوريې ته د ځمکنيو پوځونو د لېږلو خبرې کوي او د حسين دهقان په وينا دا ډول پرېکړه يوازې «د اسراييلو خدمت کېدای شي، بل څه نه.»

د دهققان په وينا سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر خپل قوت او پوځونه سوريه کې د امريکا د خدمت لپاره وقف کړي او هره پرېکړه د امريکا په سلامشوره کوي.

د ايران دفاع وزير پر امريکا هم تور ولګاو، چې سيمه کې د خپلو نيابتي جګړو لپاره يې ټوله سيمه کې جګړې پيل کړي او د دې جګړې پايلې ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

سوريې ته د سعودي ځمکني پوځيانو د لېږلو په اړه د ايران دفاع وزير وويل، چې پردي هېواد ته د خپلو عسکرو پرېکړه يوازې هغه مهال شونې ده، چې د کوربه هېواد له لوري اجازه ورکړل شي، لکه څنګه چې د ايران پوځيان او سلاکاران د سوريې حکومت په سلامشوره دغه هېواد ته تللي دي.

د وارخطايي حالت

بل پلو د عربي او نړيوالو چارو څېړونکی دکتور حمدان الشهري ويلي، چې د ايران دفاع وزير دا ډول څرګندونې په دې معنا دي، چې ايران د سعودي عربستان پرېکړې وارخطا کړی او په ځانګړې توګه يمن کې دعاصفة الحزم له عملياتو وروسته ايراني چارواکي له وارخطايي سره مخ دي.

د دکتور شهري په وينا سعودي سوريې ته د دې لپاره خپل ځمکني پوځونه لېږي، چې د دغه هېواد بحران ته د پای ټکی کېږدي.

دکتور حمدان شهري الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې د ايران دفاع وزير هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې سعودي عربستان سيمه کې د امريکا ستراتيژي پر مخ بيايي.

«موږ پوهېږو، چې سيمه کې د امريکا ملاتړي او خادمان څوک دي، ټولې نړۍ ته څرګنده ده، چې عراق او سوريه چا امريکا ته وسپارل، موږ اسلامي امت يو او دوی ډلې ټپلې دي او دا طبعي خبره ده، چې نړيوال قوتونه سيمه کې د ډلو ټپلو ملاتړ کوي او د ايران ګټه په همدې کې ده، چې له خپلو ټولو ډلو او پلويانو سره د امريکا خدمت وکړي.»

دکتور شهري د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې ايران د بشارالاسد ظالم رژيم د ژغورنې لپاره سوريې ته تللی او سعودي عربستان د سوريې ولس د مرستې لپاره هلته ځي او همدغه توپير دی، د سعودي او ايران ترمنځ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

ایران او سعودی دواړه د یوی سکی دوه مخه دی هر یو یی تر ډیره امریکایی برنامه او پلان مخته وړی ولی سعودی ددی باوجود چی د اسلامی امت او اسلامیت او عقیدی ډیره غټه ادعا لری او ځان ترټولو ښه مسلمان ګڼی په دی کار کی له ایرانه یو څو ګامه مخته ده