نظــر

ملا محمد حسن رحماني چا وواژه!

بخت الرحمن بخت-

هغه دښمن چاچې رحماني صاحب وواژه دهغه ناوړه څیره به وروسته بربنډه کړم، په پیل کي غواړم دغه ټکي باندي رڼا واچوم چې د رحماني صاحب ملګرو ترکومه حده پوري هلي ځلي وکړي ترڅو رحماني صاحب وژغوري.

ملا محمد حسن رحماني صاحب، څه دپاسه درو میاشتو څخه دسیني په چپ لوري کي له معمولي درد څخه شکایت کاوو او ټوخي یی کیدی.

څرنګه چې رحماني صاحب همیشه د ډاکټرانو په مقابل کي دطبیبانو درملني ته ترجیح ورکوله او هرکله چي به کومه ناروغه ورته پیښه شوه طبیب ته به یی مراجعه کوله، نویې دتیر په شان اوس هم د ناروغۍ په ابتدا کي دسیني د معمولي درد د خیټي د دروندوالي او ټوخي دوا له خپل همیشني طبیب څخه پیل کړه.

څرنګه چې ورځ تربلي د رحماني صاحب ناروغي پرځای ددي چې کمه شي زیاتیدله، نو ځکه یی دطبیب د دوا په څنګ کي دملګرو له زیات اسرار څخه وروسته ډاکټرانو ته هم مراجعه وکړه.

په لومړي ځل کي یی (جنرل چیک آپ) چې دسیني دایکسري، (ET) دویني، وړو او غټو بولو په شمول ځیني معایناتو باندي مشتمل دي دغه چیک آپ وکړ.

له چیک آپ څخه وروسته چې کله اړوند ډاکټر دمعایناتو راپورونه وکتل د رحماني صاحب په ینه (جیګر) کي ناروغي په ګوته شوه، کله چې په ینه کي مشکل په ګوته شو دغه ډاکټر چې داخله عمومي ډاکټر وو، رحماني صاحب د یني (جیګر) د درملني لپاره د یني متخصص ډاکټر ته ولیږی.

د یني ډاکټر رحماني صاحب ته د ناروغۍ د لاښه تشخیص او څرنګوالي لپاره نور زیات معاینات ورکړو، کله چې د معدي او یني متخصص ډاکټر د رحماني صاحب د تفصیلي معایناتو راپور وکتی، معلومه شوه چې رحماني صاحب د یني (جیګر) په وژونکي ناروغي (Hepatocellular carcinoma) باندي اخته دي.

دغه وژونکي کینسر نه یواځي دا چې د رحماني صاحب ینه (جیګر) باندي حمله کړي وه، بلکي دومره پرمختګ یی کړی وو، چې سږي ته هم رسیدلي وه دغه وجه وه چې رحماني صاحب به ډیر زیات ټوخې ده.

له یني (جیګر) او سږو څخه علاوه دغي ناروغۍ د رحماني صاحب تر غددو او ویني پوري هم لاره پیداکړي وه.

څرنګه چې په ینه کي ددغه ډول کینسر صرف ظاهریدل ډاکټرانو لا علاجه او وژونکی بللی دي، داچې له یني څخه سږو ته او له سږو څخه ټول بدن ته پرمختګ وکړي دغه صورت کي ډاکټران وايی ناروغ نور په ډاکټرانو مه ګرځوۍ کوریي ښه روغتون دي کورکي یی وساتي اود ښه عافیت دعا ورته کوي.

دغه وجه وه چې ډاکټر دغه کس ته چاچې رحماني صاحب روغتون ته وړی وو وویل او دغه کس درحماني صاحب ۲۵ کلن ملګری وو چې همیشه يي د رحماني صاحب دکشر ورور او حتي دزوي په څیر خدمت کړی الله جل جلاله دي ځیني قبول کړ، چې دطبابت او ډاکټرۍ له نظره د رحماني د ژوند ورځي دګوتو په شماردي، رحماني صاحب په داسي ناروغۍ اخته شوی او ناروغي هغي مرحلي ته رسیدلي چې نور د رحماني صاحب په جسم کي داسي ځاي نه دي پاتي چې دغي ناروغي دي نه وي متاثره کړی.

نور ناروغ بي ځایه په روغتونو او ډاکټرانو مه ګرځوۍ، ددغي ناروغۍ په دغه مرحله کي دناروغ لپاره ښه ډاکټر دهغه کوروالا، ښه روغتون یی خپل کور، او د روغتون ښه عمله د نوموړي بچیان دي.

کله چې دغه کس چاچې رحماني صاحب ډاکټرانو ته وړی وو، دډاکټر نظر واوریدي او دناروغۍ په شدت باندي خبرشو، رحماني صاحب یی کورته را ورساوو، او سمدستي یی دامارت نور مشران ملګري درحماني صاحب د ناروغۍ او دډاکټر دنظر په اړه په جریان کي واچول.

دغه وو، چې یو په بل پسي د رحماني صاحب کورته د اسلامي امارت مشرانو ملګرو ځانونه ورسول، سمدستي یی یو ټيم تشکیل کړ، دغه ټیم یی له داسي کسانو څخه تشکیل کړ، چې په تیرو ۲۵ کلونو کي دامارت دروغتیا په چارو کي مختلفو دندو باندي پا ته شوي وو، په مختلفو روغتونونو کي یی له ډاکټرانو سره ښه شناخت درلود.

د رحماني صاحب دتشخیص شوي ناروغۍ دمعایناتو له راپورونو څخه ډیري کاپياني واخیستل شوي، هریوه ته یوه یوه کاپي په لاس کي ورکول شوه ترڅو ددغي ناروغۍ د لا تشخیص او ممکنه درملني او علاج لپاره دنورو ډاکټرانو نظرهم واخیستل شي، په دغه ټیم کي د رحماني صاحب مشر زوي حاجي عبدالله چې خپله له ډيرو ډاکټرانو سره ښه راشه درشه او علاقه لري هم شامل وو.

د رحماني صاحب د معایناتو له راپورونه څخه عکسونه هم واخیستل شوو، د واتسآپ او نورو الیکترونیکي لارو څخه له هغه ښارڅخه دباندي چیري چې راحماني صاحب اوسیدی نورو ښارونو ته هم مختلفو ملګرو ته ولیږل شوو ترڅو هلته هم دډاکټرانو نظر واخیستل شي.

دغه ټيم دومره تیز او ګړندی کار وکړ چې راتلونکي اته څلویښتو (۴۸) ساعتونوکي دټیم هر غړي د دوو درو ډاکټرانو نظر واخیست.

حتی ددغه ټیم یو غړی هغه ډاکټرته کوم چې رحماني صاحب یی لومړی ځل ور وستلی وو، ددوهم ځل لپاره د معایناتو راپورونه ور وړو، دغه ډاکټرچې ډیر زیات ناروغان لري او ترمیاشتو مخکي یې نوبت اخیستل کیږي.

دغه کس ته يي په انتظار کي دمعایناتو دکتلو وعده ورکړه، دغه کس اته ساعته د ډاکټر د کلینیک په دروازه کي ورته انتظار وکړ، اته ساعته وروسته په دي وتوانیدی ترڅو ډاکټر د رحماني صاحب معاینات ددوهم ځل لپاره وګوري.

داکټر دغه کس ته د اول کس په څیر ځواب ورکړ ورته یی وویل چې ما مخکي کي هم تاسو ته ویلي وو، چې نور مه مریض ستړی کوي او مه ځانونه، ناروغ کورته یو سي او دعا ورته کوۍ، زمونږ د طبابت له مخي ددغه ناروغ د ژوند ورځي دګوتو په شماردي او ناروغي یی لا علاجه ده.

همدارنګه په راتلونکو اته څلویښتو ساعتونوکي دټیم ټولو غړو دمختفلو ډاکټرانو نظرونه راوړو، متآسفانه چې دټولو ډاکټرانو نظرونه د لومړي ډاکټرپه شان وو چې دغه ناروغ هیڅ درملنه نه لري ورته دښه او نیکي خاتمې دعا کوۍ.

اوس غواړم دهغه دښمن ناوړه څیره رابربنډه کړم چاچې رحماني صاحب وواژه!

دغه دښمن چې یواځي ډاکټران یی ښه پیژني ورته (دیني کینسر یا (Hepatocellular carcinoma) ویل کیږي، او ډاکټران ورته پټ وژونکی دښمن هم وايې.

که څه هم د انسان ینه باندي دناروغیو او کینسر په شکل نور دښمنان هم بریدونه کوي خو ټر ټولو وژونکی او خطرناکه کینسر چې پټ مرګونی وارکوي (Hepatocellular carcinoma) کینسر دي.

دیني کینسر یا ( هیپاټوما) دکینسر یو ډول خطرناکه او وژونکي ناروغي ده، کوم څوک چې په دغه پټه او وژونکي ناروغي باندي اخته کیږي بیا یی روغتیا ډیره ناشوني وي او ډیر ژر انسان له منځه وړي.

۱: ددغي ناروغۍ ترټولو خطرناک اړخ دغه دي چې دا ناروغي کومي ښکاره او څرګندي نښي او علائم نه لري، کله چې دانسان په ینه کي ښه سرایت وکړي او ینه له کاره وغورځوي بیا ناروغه له روغتیایی کړاوونو سره لاس او ګریوان کیږي، خو متاسفانه چې کله دغي مرحلي ته ورسیږي او تشخیص يې هم و شي دناروغ درملنه خو لري خبره ده، ډاکټر وایی چې کله دغه وخت کي ناروغي تشخیص شې ځیني ناروغان تر ۳ او ځیني نوربیا تر شپږو میاشتو پوري ژوندي پاته کیدای شي، چې له دي څخه وروسته د ژوندي پاته کیدو مقاومت له لاسه ورکوي.

۲: کوم انسانان چې دیني په کینسر ( سرطان) باندي اخته کیږي دهغو له جملي څخه هرو پنځو کسانو کي څلور کسان په دغه ډول (Hepatocellular carcinoma) سرطان باندي اخته کیږی.

۳: دیني یا جیګر په دغه ډول سرطان باندي په اول قدم کي د افریقا او دوهم قدم کي دسویلي اسیا وګړي ډیر اخته کیږي.

۴: په ینه (جیګر) کي ددغه ډول سرطان عمده لاملونه (B) ډوله او (C) ډوله تور ژړی دي، نو ددي لپاره چې خپل ماشومان په لویوالي کي له دغي وژونکي او قاتلي ناروغۍ څخه وژغورو باید په وړوکوالي کي لا ټولو ماشومانوته د (B) ډوله ژړي واکسین ور ولګوو، چې نن صبا دغه واکسین هر ځای کي په پریمانه توګه موندل کیږي او دغه واکسین نه یواځي ماشومانوته لګول کیږي بلکي هرڅوک او دهر عمرلرونکي کسان باید لومړي ددغو دواړو ډولونو ناروغیو دتشخیص اړوند معاینات وکړي، او وروسته د (B) ډوله ژړي واکسین وکړي.

۵: دجیګر سرطان (Hepatocellular carcinoma) ډیر وخت د ۳۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ انسانانو باندي حمله کوي، په امریکا کي خلګ په ۴۰ کلني کي ضرور د یني (جیګر) تفصیلي معاینه کوي، دامریکا دسرطان دمخنیوي اداره وايی دا ناروغي مخکي امریکا کي هم ډیره وه، خو کله چې ددغي ناروغۍ یوډول (B) واکسین جوړ شو او تطبیقول یی لازمي وګرځول شو، اوس دغه ناروغي امریکا کي ډیره راکمه شوي ده.

۶: دټولي نړۍ په کچه هرکال (۶۶۲۰۰۰) شپږ سوه دوه شپیته زره کسان ددغي ناروغۍ له کبله مړه کیږي چې دپورته شمیري نیمايي کسان یواځي په چین کي هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي. یعني په چین کي هرکال (۳۳۱۰۰۰) دري سوه یو دیرش زره کسان د (Hepatocellular carcinoma) کینسر له کبله مړه کیږي، او په دغه ناروغي باندي دښځو په پرتله نارینه زیات اخته کیږي.

۷: په (B) ډوله یا (C) ډوله تور ژړي باندي اخته کسانو ناروغي کله په کال یا دوه کي د یني په (Hepatocellular carcinoma) ډول سرطان باندي بدلیږي خو د ځیني کسانو (B) ډوله یا (C) ډوله تور ژړی په لسهاوو کلونو وروسته د یني د سرطان (Hepatocellular carcinoma) شکل اختیاره وي.

۸: کله چې تور ژړی په (Hepatocellular carcinoma) بدله شي بیا په دغه ناورغي باندي اخته کسان صرف ۵ پنځه یا شپږو میاشتوپوري ژوندي پاته کیدلای شي، په چین کي له ۱۹۷۰ زدیږ کال څخه بیا تر ۱۹۸۰ زدیږ کال پوري په (HCC) اخته کسان صرف تر ۳ میاشتو پوري ژوندي پاته شوي.

په چین کي ۹۰ سلنه کسان د (B) ډوله تور ژړي له امله په (Hepatocellular carcinoma) کینسر باندي اخته شوي او په جاپان کي بیا ۹۰ سلنه د (C) ډوله تور ژړي لرونکي کسان په (Hepatocellular carcinoma) کینسر باندي اخته شوي دي.

هغه خراب شوي خواړه چې د یني (جیګر) د (Hepatocellular carcinoma) ډول سرطان لامل ګرځي.

ټول هغه خواړه چې فنګس یی کړی وي خوړل یې د یني (جیګر) د (Hepatocellular carcinoma) ډول کینسر چې لا علاجه او ډیر ژر وژونکی کینسر دي لامل ګرځي، خو په خاصه توګه له غلو دانو او وچي میوي سره په تیره بیا له ممپليو سره باید ډیر احتیاط وشي.

هغه سیمي چې ګرمه او مرطوبه هوا ولري باید د ډیر وخت پاته شوي غلي داني او وچي میوي له خوړلو سره احتیاط وشي په خاصه توګه ممپلي.

او کچیري دفنګس علائم او نښي ورباندي ښکاره وي په دغه وخت کي یې له خوړلو څخه په هرصورت کي ډډه وکړۍ.

په ۱۹۶۰ زدیږ کال کي په برتانیه کي ۱۰۰۰۰۰ دیو پولټري فارم یا مرغۍ خاني (۱۰۰۰۰۰) پیلمرغان هغه وخت مړه شو، کله چې یې خورک کي فنګس زده ممپلۍ ورکړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد یوسف

رحماني صاحب ته د الله (ج) جنت فردوس نصيب كړی او لیکوال ته دې هم الله (ج) نیک اجر ورکړی چې ډیر مفید معلومات یې له مونږ سره شریک کړل.

محمدربی اماج

و اذا مرضت فهو یشفین.ط، و اذا جاُ اجلهم لایستخرون و لایستقدمون.ط چی الله در سره مل نه وی رحمانه ««»» که لښکری درسره وی یک تنها یی! الله (ج) د ټولو مسلمانانو ته بښنه وکړی.آمین یارب العالمین

عبدالقدیر مهمند

انالله و اناالیه راجعون

من به نوبه خود وفات ### برادر مجاهد محمد حسن رحمانی صاحب را به فامیل محترم شان و مجاهدین سربکف نظامی طالبان که شاگردان حقیقی محمد صلی الله وسلم تعزیت تسلیت میگویم.
بعقیده من بهترین دفاع در مقابل آی اس آی پنجابی های منافق حرامی های انگلیس حمله بالای شان است بکشید تا کشته نشوید!؟#####

Hyatullah

د ټولو وروڼو څخه مي هیله ده چي د عنوان په انتخاب کي لږ دقت وکړي دا مضمون یو ډیر ګټور تحقیقي مظمون دی خو عنوان يي په دفعتا لیدلو سره ویونکي ته بده انګیزه په زهن کي ور اجوي تر څو ټوله مْمون تر پایه ونه وايي ویونکی داسي فکر کوي رحماني صاب به چا وژلی وی او یابي دا مکروب ورته په قصدي توکه د سؤ قصد او ترور په نیت په خوراک یا بله زریعه ورکړی وي… ښه به دا وای چي د مضمون عنوان داسي انتخاب سوی وای : رحماني صاحب دکومي ناروغۍ څخه وفان سو؟… نور لوستل »

عثمان

قدرمنده ليكواله!!!!!!!!!! لكه سنگه چي يو بل ورور هم ورته اشاره كريده مضمون دي دير شه ليكلي خو عنوان كاملا نادرست او ستا له ليكلي مضمون سره هيس سمون نه خوري او يوازي د عنوان په ليدلو د خلكو په ذهن داسي خبري او انگيزي پيدا كيژي چي خداي مه كره ملا محمد حسن صاحب د كوم چا له خوا قصدا وژل شوي ده او همدغه كمي اشتباه گاني بيا كفري رسنيو او ميدياگانو ته شه د پروپاگند زمينه برابروي نو زموژ هيله دا ده چي د دغه مضمون عنوان ژرترژره بدل او په راتلونكي كي بيا داسي تيروتنه وشي.… نور لوستل »

pattang

دغه ورور ډېر واقېعي مالومات راټول کړی او دطبي له نظره بالکل درست دي ! زه يو دوه جملې اضافه کوم ! د هېپاټيټس B ويروس په ينه liver کې ځای نیسي او لکه مړ خيګلن پروت وي او دوخت په تېرېدو يو دم راتازه شي اوکه معاينه او تداوي يې ونشي نو انسان له منځه وړي ! / چې وېروس غیرې فعا وساتل شي باید دوا وخوري اوښه دوا يې Entecavir) Baraclude) دي چې ۱۰۰ داني ګولۍ يې ۲۰۰۰ دوه زره ایرو يا ۲۲۰۰ دالره قيمت لري ! دا نو غریب خلک په اسياکې کله دومره قدرت لري چې… نور لوستل »

Shuaib

د حیات الله او عثمان وروڼو خبره ډېره معقوله ده ، ډېره ښه مشوره ده ، لیکوال باید دې ته متوجه شي چې لیکنه او عنوان دی د ځمکي او آسمان هومره سره لیري دي . دا ډول اشتباه ګاني د لیکوال او هیئت تحریر وړتیا او استعداد تر سوال لاندي راولي ، نو پکار ده چې د دې مضمون سرلیک همدا اوس بدل شي او په آینده کې له دا ډول اشتباه څخه اداره ، لیکوال او موږ او تاسو ټول ځان وساتو .
مننه

الحاج استاذ بیانزی

عثمان صاحب الله ج دی احرونه درکړی زما ذهن کی همداسی تیریدله عنوان داسی معنی لری چه ګوندی هغه چا وژلی به هره ناروغی چه څوک مړ شی هغی ته وژل نه ویل کیږی ، زه نه پوهیږم چه دغه ورور به دغه عنوان ولی په دی دول غوره کړی وی معلومات ښه مګر عنوان یی ناسمه دی ، دا خو د نن ټکی اسیا د پاڼی چلونکو مسولیت وو چه د خلکو لیکنی په پټو سترګو خپری نه کړی او ځانونه بی مسولیته جوړ نه کړی حتی د هر چا لیکنه تر اخره ولوستل شی چه د نشر وړتیا… نور لوستل »

غوربندی

د لیکنې سرلیک ټوله معلوماتي لیکنه تر پوښتنې لاندې راولي، مرض ته څوک یا چا نشي ویل کیدای بلکه هغه څه یا څه شی دی هغه چا وواژه – فاحشه غلطي ده هغه څه شي وواژه – غلطي ده هغه له څه شي مړ شو – د مرحوم له حال سره سمه کارونه ده. ځنې لیکوالان متاسفانه لوستونکو ته داسی خیال کوي چی ګواکي واښه به خوري. اوس نو تر لیکوال پوری اړه لري تر څو ددی خبرې سپیناوی وکړي چې له پورته سرلیک یی هدف د طالبانو ویرول دي او که د لیکنی تر پایه د لوستلو په جذب… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx