نړۍ

نایجیریا: د دوو ښځو سرتیري برید ۶۰ تنه وژلي او ۷۸ نور ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): په افریقایې هیواد نایجیریا کې دوو ښځو په ځان پوري تړلي چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی چې له امله یې ۶۰ تنه وژل شوي او ۷۸ نور ټپيان دي.

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې لیکلي چې پېښه د میډوګوری ښار د کډوالو په یوه کمپ کې رامنځته شوي، پوځي چارواکو ویلي چې دوو ښځو د میډوګوري ښار په شمال ختیځ ډیکوا بازار کې د کډوالو د کمپ په منځ کې خپلو ځانو ته چاودنه ورکړي او درنه مرګ – ژوبله یې رامنځته کړي.

د ژغورني د عملې مشر وایې چې په پېښه کې ۷۸ تنه ټپيان شوي هم دي چې د درملني په موخه روغتون ته لیږدول شوي دي.

د برید پړه تراوسه کومي ډلي نه ده منلي خو داسي معلومیږي چې په برید کې به د بوکوحرام اسلامپالي ډلي لاس وي ځکه چې تر دې وړاندي هم په ځینو بریدونو کې دغه ډلي د ښځو څخه کار اخیستی.

د یادوني وړ ده چې په روان کال کې د بوکوحرام په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، تر دې وړاندي د جنوري پر ۱۱مه نېټه هم په میډوګوري ښار کې د بریدونو له امله ۶۸ تنه وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x