نظــر

کارل مارکس خوب په لندن کې ولید، عملي مسکو کې شو او تباه پکې افغانستان شو!

د کاپیټالیزم ظلم او وحشت ټوله نړۍ را نیولي وه، همدې وخت کې کارل مارکس د سوشلیزم او کمیونیزم خوبونه په جرمني، فرانسې او لندن کې ولیدل، خو عملي بڼه یې مسکو کې واخیسته. کارل مارکس په داس کاپیتال او د کمونست منشور (د هغه دوه مشهور کتابونه) کې د ټولنې لپاره هغه حل لارې په ګوته کړي چې خلک د کاپیټالیزم د ظلم نه پرې وژغوري، که چیرته د مارکس خوبونو لپاره د عمل جامه په جرمني، یا فرانسې او یا برطانیا کې اغوستل شوي وه، نو شاید د نړیوالو جګړو تصویر  به بدل وو، او شاید سړې جګړې ته Cold War  به هیڅ چانس نه ؤ پیدا شوی. (جوسیف سټالین او اډولف هټلر دواړو تقریباً هر یو ۴۰ ۴۰ میلیونه خلک ووژل، او بیا دواړه د سولې نوبل جایزې ته کاندید ول)

خو، په غربي اوروپا کې د انقلاب حوصله نه وه، مسکو کې د سوشلیستانو اتحاد د لینن په رهبرۍ رامنځته شو، او د لومړي ځل لپاره یې د یو کمونست حکومت بنسټ کیښود، او د دې انقلاب نظریه نړیوالو ته یوه نجات ورکونکي نظریه ښکاره شوه، او د صنعتي انقلاب نه څو پیړۍ وروسته یو بل تصدیر الانقلاب یا Export of the Revolution پدیده راښکاره شوه، یعني هغه انقلاب چې پولې او سرحدونه ماتوي.

کله چې د سور سیلاب لښکرې په خوځښت راغلي، نو ورسره استخباراتي کړیو به مخکې له مخکې د هیواد د اشغال لپاره چمتوالی نیوه، د منځنۍ اسیا د لویو او وړو هیوادونو نه وروسته د افغانستان نوبت راورسید.

دلته هم د کمونیزم د نظریې منونکو د افغانستان په مختلفو برخو کې خپلې نظریې ته تبلیغ پیل کړ، کمونستانو ارګ ته لاره پیدا کړه او په داود خان یې کودتا وکړه، تر څو د کمونیزم د نظریې پلویان د حکومت واګي په لاس کې ونیسي او اخر کې د سور سیلاب لپاره د افغانستان دروازې پرانیزي.

سور سیلاب راننوت او په میلیونونو افغانان یې شهیدان کړل، معیوب یې کړل، یتیم یې کړل او بې کوره شول. د نړۍ مشرانو ته د شپې خوب نه ورته چې که نن یې او که سبا یې سور سیلاب به زمونږ د کورونو دروازې را ماتوي، د امریکا په مشرۍ د کاپیتالیزم ساتونکي مجبور شول چې د دې سیلاب مخه په یو نه یو شکل ونیسي.

طبیعي خبره ده چې نړیوالو یو ځل د کاپیټالیزم خوند لیدلی وو، کله چې کمونیزم رامنځته شو، هیلې را ویښې چې د کاپیټالیزم د عذاب نه به خلاص شو، خو کمونیزم خپله یو عذاب ثابت شو، د ډیرو وینې یې وبهولي، نو غربي کارپوهان پوهیدل چې  د کمونیزم د ماتې نه وروسته به نړیوال د یو بل حل Solution په لټه کې وي، او د مسلمانانو بریا په کمونیزم باندې او د اسلامي نظام پلي کول به هغه حل وي چې نړیوال ورپسې لالهانده دي.

نو د کاپیټالیزم د ساتونکو لپاره دوه ګواښونه موجود ول، یو موجوده سور سیلاب او بل راتلونکی اسلامي نظام، نو پلان یې داسې ونیوه چې باید په یو غشي دوه ښکاره وشي، او که په یو وخت دوه ښکاره ونه شول نو کاپیټالیزم به له نړۍ نه کوچ وکړي.

د سور سیلاب د لس کلن اشغال نه وروسته، داسې ماتې وخوړه چې د بیا را پورته کیدو توان پکې نه وو، او هماغه وه چې په ۱۹۹۲ کې پوره USSR له منځه ولاړ، خو کله چې د افغانستان ولس قربانۍ ورکړي، جهاد یې وکړ، او سور سیلاب یې مات کړ، په یو ناڅاپي ډول د کاپیټالیزم د علمبردارانو لاس ترې واخیستل شو، دا پدې خاطر چې کاپیټالیزم غوښتل د خپل پلان دوهمه برخه عملي کړي.

د افغانانو بله ستره بدبختي دا ده چې د مشرانو یې د مشرتوب احساس د لنډ وخت لپاره وي، د جهاد د مشرانو بې کیفاتي، عدم تدبر او خپل منځې جګړي هغه بدبختي وه چې د کاپیټالیزم د پلان په دوهمه برخه کې یې پوره مرسته وکړه.

کله چې کامیاب شوي مجاهدین یو بل سره لاس او ګریوان شول، هلته د کاپیټالیزم مشرانو ارامه ساه واخیسته او ویل یې چې اوس کار وشو، اوخپلې غښتلې میډیا ته یې زور ورکړ چې نړیوالو ته دا په ډاګه کړي چې که اسلام او اسلامي نظام داسې وي لکه دغه مجاهدین او یا طالبان یې ښکاره کوي، نو زمونږ ترې توبه ده.

د کاپیټالیزم مشرانو صحنه داسې اماده کړي وه چې د جهاد مشران باید خپلو کې سره ټکر وکړي، او د افغانستان د ولس هغه ارمانونه او هیلې پوره کیدو ته پرینږدي کله یې چې د خپلو ځوانانو جسمونه د سور سیلاب د مخنیوي لپاره قربان کړي وو.

د دې خبرې ښه ثبوت یو سوال کیدلای شي، او هغه سوال دا دی چې نړیوالو افغانستان د کمونیزم د ماتې نه وروسته ولي تنها پریښود؟

کله چې د سور سیلاب لښکرې له افغانستانه ووتي، نو نه چا افغانستان وستایه او نه چا ورسره مرسته وکړه ترڅو خپل تاسیسات او بنسټونه جوړ کړي؟ خپل تخریب شوي سرکونه او روغتونونه جوړ کړي؟

کله چې په ۱۹۸۹ کال کې ټول روسي پوځیان له افغانستانه ووتل، د نړۍ هیڅ هیواد افغانستان ته توجه ونه کړه، او تر ۲۰۰۲ کال پورې یې قابل ملاحظه فنډ یا مرسته افغانستان ته را ونه لیږله؟ افغانستان دومره ستره کارنامه وکړه او پایله یې دا شوه چې ټوله نړۍ دي ورته شا کړي، هغه هم دولس یا دیارلس کاله.

افغانستان ټولې نړۍ سره یو احسان وکړ، چې خپل ځان یې د وینه څښونکي سور سیلاب په مخکې ډب کړ، او خپل نسلونه یې قربان کړل، خو نه ملل متحد وستایه، نه امریکې وستایه او نه اوروپا وستایه، او نه کوم هیواد مداخله وکړه چې د افغانستان داخلي جګړه Civil War  دي زر تر زره پاي ته ورسیږي؟

په هاغه وخت کې نه کوم ډونر پیدا شو، نه چا زړه ښه کوه چې افغانستان ته راشي، فقر او بیکاري اوج ته رسیدلي وه، د دې یوازینی علت دا وو چې د هغه وخت مرسته د کاپیټالیزم د نظام سره موافقه نه وه، بلکې ګواښمنه وه. مرسته خو هغه وخت کیږي چې چاته یې ګټه ورسیږي، څوک بې ګټې مرسته چاسره نه کوي.

خو نن ورځ چې عملاً کاپیټالیزم په افغانستان کې حاکم دی، د ضرورت نه زیاته مرسته کیږي، بوجۍ بوجۍ ډالر راوړل کیږي او یوازې په هغه خلکو ویشل کیږي چې د کاپیټالیزم د نظام د ټینګښت سره وفادار او همکار دي.

هماغه جهادي رهبران، هماغه افغاني کمونستان اوس د کاپیټالیزم په خدمت کې لګیا دي او ښه یې مستحکم کوي. غریب نور هم غریب شو، فقیر نور هم فقیر شو، بې کوره تراوسه یا خیمې کې اوسیږي او یا خیمه هم نلري.

بیکاري او د ځوانانو اخلاقي بې لاره کیدلو ګراف په تیزۍ سره لوړیږي، ټول ولس په ناامنۍ کې ژوند کوي، راتلونکی یوازې د هغه چا روښانه دی چې یا یې پلار پوخ خلقي او پرچمي ؤ او اوس لوی بیروکرات دی، یا وزیر دی یا رئیس دی. او یا هغه څوک چې پلار یې قومندان وو او شل دیرش مجاهدین به ورسره ټولي کې وو، او اوس یا ولسي جرګه کې دی، یا یې کوم وزارت په ټیکه نیولی او یا یې کوم ولایت کې پاخه اړولي.

د افغانستان په څیر ټوله نړۍ د کاپیټالیزم د ظلم او امپریالیزم نه پوزې ته راغلي، نړۍ د حل په لټه کې ده، انسانان غواړي چې ارامه ژوند وکړي او غواړي چې عدالت په هر ځاي کې قایم وي. د کمونیزم د ماتي او د کاپیټالیزم د بریا سره سره، بیا هم اخرنی حل اسلام دی. نړیوال اسلامي نظام غواړي خو زورواکانو یې خولې بندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x