شعـــــرونه

وړه زڼه ـ منظوم نکل

احمدولي اڅکزی

 په زرو کلونه وړاندي

قهرجن آسمان نه لاندي

په سپېره يو ريګستان کي

له غمه ډک په يو جهان کي

سُرکی لمر اور د نمرود ؤ

هره خوا دوږخ موجود ؤ

راوړه باد يوه وړه زڼه

پر درنه د ستني سپمه

تر هوا په جسد سپکه

زڼه پرېوته پر مځکه

ورځ سوه شپه او شپه سبا سوه

د شبنم قطره پيدا سوه

زڼي ماته کړله تنده

سوه لنده په جسد پنډه

هره ورځ به غټېدله

زڼه نور پړسېدله

زڼه وچاوده نيالګی سوه

له خزانه پسرلی سوه

بيا نيالګي وکړه ګلونه

پرې راټول سول بلبلونه

بيا راشنې سوې ښکلي وني

هم محکمي او هم پلنې

ونې بيا ډکي له مېوو سوې

اوبه روانې له چينو سوې

صحرا بدله په چمن سوه

له ګلو ډکه سوه ګلشن سوه

د اُمېد زڼه وړه وه

پکښي پټه خزانه وه

کښته مځکه لوړ آسمان دی

په اُميد ولاړ جهان دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x