شعـــــرونه

غزل ـ هاشم سادات

هاشم سادات

اوسې مې د زړه کور کې جانان مې یې
ښکلی لکه ګل یې طالب جان مې یې

څنګه درته خپله مینه وښا یم
داسې راته ګران یې لکه ځان مې یې

شه درنه قربان د جهان ټول ښکلي
ای اشنا ته خوښ د ټول جهان مې یې

ته مې یې د سترګو تور زړګی مې یې
وه یاره قرار مې یې ارمان مې یې

خیر دی که دنیا درته سم نه ګوري
ماته خو ډېر دروند ښکاري درمان مې یې

ته مې یې ساتونکی د عزت حیا
شال مې یې پرده مي یی ګریوان مې یی

زه په تا سينګار پـه تا ښایـسته ښکارم
سترګو ته رانجه مي یی پیزوان مې یې

ګورم چې ” هاشم” درته شاعر شمه
شعر تـه ښکلا مې یې عنوان مې یې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x