شعـــــرونه

غزل – ذبيح الله حسن

ډاکټر ذبيح الله حسن

غېږ کې مې نيولی وارمان دژوند
لرې له يو بل نه کړو توپان دژوند

پرې به په خوښۍ کړو مرګه!پوردتا
مونږ ته به چې څوک راکړي تاوان دژوند

زور دبوږنونکي يقين نه لرو
کړو چې په درزا دزړه ګمان دژوند

زه لکه خاموشه هديره درته
ته تندر پرخوله لکه اسمان دژوند

کرښې دلاسونو به لا څه ګورو
ليک مو دی پرمخ ګونځو داستان دژوند

خم وپپچ دژوند (حسنه) خم کړمه
اوږد ګنې زه هم وم لکه ځان دژوند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x