
له خدای نه هيلې ـ مشفق حريتمل
مشفق حريت مل
ربه د غمو او اندېښنو کيسې نور ختمې کړه
دلته د اهو اوفريادو کيسې نور ختمې کړه
دلته ټول ولس په يو ټغر سره راټول کړې نور
دلته د هغو او ددغو کيسې نور ختمې کړه
دلته ټول خپلوان له يو او بل نه سپېلنې کړې خو
دلته د کافرو او پردو کيسې نور ختمې کړه
جنګ کړو زاره چاودي او له سولې پسې مړه يو مونږ
خدايه د بمبار او د بمو کيسې نور ختمې کړه
یو دم مې کړي هيښ د يتيمانو د فرياد کړيکه
بس ای لويه ربه! د سلګو کيسې نور ختمې کړه
پريږده چې افغان د ستړې ورځې دمه وباسي
دغه د غدۍ او د چاپو کيسې نور ختمې کړه
ربه يوه پريکړه اسماني پرې رانازله کړه
دا د واک په سر د جنجالو کيسې نور ختمې کړه
دا ويده ولس د مشفق خدايه ويښ له خوبه کړه
ته يې د غفلت او د تيارو کيسې نور ختمې کړه