افغانستان

ولسي خلک : دولتی ځواکونو په بغلان کی ۷۵۰کسانو ته مرګ ژوبله اړه ولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): له تېرو درې اوونيو راهيسې د بغلان ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې د امنيتي ځواکونو له لوري روانو عملياتو کې زرګونو کورنۍ بې ځايه شوي او له سلو زيات ولسي وګړي په کې وژل شوي دي.

د دغې جګړې ولسي قربانيانو او قومي مشرانو نن په کابل کې د مدني فعالانو په مرسته جوړې شوې خبري غونډې ته وويل، چې امنيتي ځواکونه په لوی لاس د ولسي خلکو پر کورونه د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي، چې له امله يې تر اوسه شاوخوا دېرش زره کورنۍ بې ځايه شوي، يوسل پنځه ويشت تنه وژل شوي او شاوخوا شپږ سوه نور ټپيان دي.

د دغې غونډې يو ويناوال او د بغلان اوسېدونکي خيرالله شينواري وويل، چې امنيتي ځواکونه له درې خواوو نياز الله، قرغان تپې او سمنټ خانې څخه پر ولسي خلکو د سپکو او درنو وسلو او ديسي توپونو بريدونه کوي او ترڅنګ يې هوايي بريدونه هم روان وي.

د خيرالله شنيواري په وينا په د دغې جګړې ډېری قربانيان ولسي وګړي دي او امنيتي ځواکونه په لوی لاس دغسې کارونه کوي او يوازېنۍ بهانه يې دا ده، چې دلته مخالفين پټ دي.

امنيتي ځواکونه ادعا کوي، چې دغه عمليات يې وروسته له هغې پيل کړي، چې ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې طالبانو د بريښنا پايې نسکورې کړې، چې له امله يې پلازمېنه کابل کې هم برېښنا پرچاو شوې ده، مګر طالبان د حکومت له لوري لګېدلي تورونه په کلکه ردوي او وايي، چې دوی هېڅکله عام المنفعه تاسيسات نه ورانوي او د برېښنا وزارت له کارکوونکو يې غوښتنه کړې، چې د برېښنا پايو د بيا رغونې لپاره ورسره هر ډول مرستې ته تيار دي.

د غونډې يو بل ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل، چې دغه جګړه داسې ترتيب شوې، چې قربانيان يې عام عسکر، ولسي وګړي او مخالفين دي او په دغه جګړه کې لوړپوړي نظامي افسران نه وژل کيږي.

د ډاکټر ځلاند په وينا دفاع وزارت کې هغه افسران راټول شوي، چې نظامي وړتيا نه لري او يوازې متعصب او د قتلونو خوښوونکي د دفاع وزارت چارې په لاس کې لري، چې په لوی لاس پښتانه وژني او د غه عمليات يې د پښتنو نسل وژنه وبلله.

د يادې خبري غونډې په پای کې د غونډې جوړوونکو او مدني فعالانو د يو پرېکړه ليک په ترڅ کې له حکومت غوښتنه وکړه، چې سمدستي دې جګړه ودروي او د جګړې له امله بې ځايه شوو ولسي وګړو ته دې د کورونو تاوان ورکړي.

له دې وړاندې وړمه ورځ د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين اوسېدونکي د بغلان مرکز ته راغلي وو او له ولايتي چارواکو يې د جګړې بندېدو غوښتنه کوله.

د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين اوسېدونکو بغلان کې رسنيو ته ويلي و، له تېرو لسو ورځو غوښتنه کوي، چې ولايتي چارواکي دې د جګړو په ترڅ کې د ولسي خلکو کورونه نه په نښه کوي او د څو ساعتونو لپاره دې جګړه ودروي، چې دوی خپل مړي او ټپيان راوباسي، مګر هېڅوک د دوی خبره نه اوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

نالت په فاسد مذدور رژيم !!!!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x