fbpx
ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله - د جان کیري سره

د کیري په لاس جوړ شوی حکومت د جیمز کلیپر لخوا په سقوط ګواښل کیږي – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): په یوه تازه انکشاف کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادراې مشر جیمز کلیپر په واشنګټن کې د سنا جرګې غونډې ته ویلی چې د ملي یووالي حکومت له سختو امنیتي او اقتصادي چلینجونو سره مخ دی او ښايي د روان ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري سقوط وکړي .

د ولسمشر اشرف غني تر مشرۍ لاندې د ملي یووالي حکومت چې یونیم کال وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر وصایت لاندې جوړ شو له لومړۍ ورځې یې د سقوط نښې ښکاره وي ، خو امریکایانو یې د خپلو ځینو مصالحو د تحفظ او تحقق لپاره د برحاله پاتې کیدو هڅې کولې .

له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاس لیک کول ، د هغوي تر تبیلغاتي او پوځي حمایت لاندې د داعش اونورو وسله والو مرګ ډلو را پیدا کول ، د ملي یووالي حکومت په دستور قومي او لساني اختلافاتو ته لمن وهل ، د ملي دفاع وزارت او نورو پوځي چارواکو لخوا د هیواد په ځینو سیمو کې د ځینو خاصو قومونو په خلاف پوځي عملیات تر سره کول او … هغه امریکايي مصالح دي چې د ملي یووالي حکومت په تیره یوه نیم کلنه دوره کې تر سره شوي دي .

د ملي یووالي حکومت په خپل یو نیم کلن بهیر کې د افغانانو لپاره هم یو شمیر لاسته راوړنې لرلې چې مهمې هغه یې له هیواده د سلګو نوزره ځوانانو دسته جمعي مهاجرت ، په اداري فساد کې نړیوال ریکارډ ، د ولایتونو د مرکزونو سقوط ، نیمګړې کابینه او تر وخت تیر پرلمان یې د بیلګې په توګه یادول کیږي .

جیمز کلیپر په داسې حال کې د ګډ حکومت د سقوط ګواښ کوې چې امریکایانو په افغانستان کې د سولې د تأمین په پلمه په کابل سربیره اسلام اباد او پیکینګ هم له ځان سره مصروف کړي او په دې اړه مسلسلې غونډې دائروي.

څوک نشته چې له ښاغلي جیمز نه دا پوښتنه وکړي چې ستاسي د تخمین له مخې چې د کابل حکومت په روان کال کې سقوط کوي نو د سولې په اړه ستاسي

د حکومت تر اشراف لاندې د څلور اړخیزو مسلسلو غونډو پریکړې به چیرته او پر چا عملي کیږي؟

امریکایان له ابتداء څخه نه د څلور اړخیزو غونډو په پریکړو باور لري او نه يي هم د پلي کیدو اراده ؛ ځکه خو په ښې حکومت ولۍ کې د ولس مشر ځانګړي سلاکار ښاغلي ضیاء مسعود د شمالې ټلوالې جګړه مارو ته د جګړې لپاره د تیارسۍ احکام صادروي او د سولې په نوم روانې هلې ځلې د وخت ضیاع بولي.

د ا د ملي یووالي حکومت له هغو ضد او نقیضو کړنو څخه دی چې ولس مشر يي د هرې د قیقې لپاره ځان سولې ته ژمن بولي او ځانګړی سلاکار یې دعملې جګړې لپاره فوق العاده احضارات اعلانوي .

د ولسمشر د سوله ییزو هلو ځلو او د هغه د ځانګړي سلاکار د پوځي احضاراتو ترشا اصلي محرک د امریکایانو دستور دی ، هغه امریکایان چې خارجه وزیرجان کیري یې د ملي یووالي په نوم یو بیواکه حکومت پر افغانانو تحمیلوي او د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر جمیز کلیپر يې بیا د هغه د عنقریب سقوط پیغام اعلانوي .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی
میلمه
عبدالولی

دا د شر او فساد حکومت چی همدانن سقوط وکړی مونږ پی خوښ یو ځکه چی دا یو ګوډاګی حکومت دی او ټول دامریکا غلامان پک واکداران دی یاالله ته دا غملړلی حکومت نیست و نابود کړی له خیره سره.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ع او غ اداره د ابلهانو ، ، ناوړه او فاسدو غلامانو اداره ده ، دی ته حکومت ویل د حکومت سپیڅلتیا ته توهین او سپکوالی دی ، دا چه ستا ټاټوبی د وحشیانو او بین المللی مافیه له خوا اشغال شی او په هغه کور کی د هغه کور مافیه چارواکی کړی ، هلته حکومتی قدرت نه مافیاوی قدرت وی ، یعنی بین المللی مافیه د ملی مافیه سره په ګډه د هغه ټاټوبی د زمکی الاندی او باندی زیرمی لوټ کوی ، داسی غلو ته د حکومت نوم یادول ناروا او د ملت سره جفا ده ،… نور لوستل »