افغانستان

شمالي کوريا ته د افغان حکومت ګواښ، خلک وخندول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د شمالي کوريا له لوري لرې واټن ویشتونکی توغندي و ازمویل شو، افغان حکومت هم د امریکا او ناټو غړو هیوادونو په څېر دا چاره وغندله، چې له امله یې د افغانانو په منځ کې خندوونکي غبرګونونه را وپارول.

شمالي کوريا د روانې ميلادي مياشتې په اوومه نېټه د لرې واټن ویشتونکو توغنديو بريالۍ ازموينه ترسره کړه چې له امله یې امریکا، جاپان، سویلي کوریا د امنیتي شورا څخه غوښتنه وکړه چې عاجله ناسته وکړي او د شمالي کوریا دغه تهدید باندي بحث وکړي.

له دې پيښي څو ورځي وروسته د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت له لوري د سلواغې پر يوویشتمه په خپره شوې خبرپاڼه کې د شمالي کوريا له لوري د دې ازمويښت غندنه شوي او پکې ویل شوي دي چې دا چاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه ليکونو خلاف ده.

په خواله رسنيو کې د افغان حکومت له لوري د شمالي کوريا په اړه دا ډول څرګندونې د یادو رسنیو د فعالانو له خوا تمسخر او ملنډې بلل شوې او ډیری افغانانو طنزي تبصرې پرې کړې دي.

د ډاکټر ولید یوسفزي په نوم یو تن پخپله فیسبوک پاڼه په طنزي ډول ليکلي، چې د شمالي کوريا مشر د دې خبر پر اورېدو دومره وخندل، چې نږدې و بې هوښه شي.

محمد صدیق نوري بیا حکومت ته پېغور ورکوي او ليکي: «پخپله خو تاسې خاينانو د دفاع وزارت ټول مهمات په پاکستان او ایران وپلورل، اوس یو اټومي هېواد لکه شمالي کوريا ته خبرداری ورکوئ! شرم او حيا نه لرئ!»

د اصف عبدالله په نوم بل تن بیا د افغان حکومت له لوري دا ډول څرګندونې د افغانانو د حیثیت په زيان بولي او وليکي: «بې کفایته او ریشخندي دولت د افغانستان زړور ملت نړۍ ته مسخره او شرمنده کړ، خدای دې يې دې ناکامو چارواکو ته سزا ورکړي. »

د خواله رسنیو بل فعال محمد عارف ناصري بيا وايي چې هغه پخپله هم د افغان حکومت دې ډول غندنې ته ډېر خندلي، ليکي: «ما خو ډېر ورته وخندل، یوازې د شمالي کوریا مشر نه؛ هر لوستونکی به له خندا ورته بډوډي ونیسي.»

افغان حکومت چې بنسټ يې د دواړو مشرانو پر شخصي توافق د امريکا په سفارت کې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له لوري اېښودل شوی، په نږدې هره برخه کې نړیوالو ته د مرستې په نوم لاس غځوي، چې د یو اټومي طاقت لرونکي هېواد په اړه يې غندنې خندوونکي غبرګونونه راپارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا بې ناموسه مذدوران که دا کار ونکړي نو بيا خو دالر پرې دريږي !
ددې فاسدینو غلامي هم دخندا وړ ده !
ژوندی دې وي سپين بيرغ

mha

It is worth of laughing, How could Salahudin Rabani give warning to a Nuclear power country on firing missile. Pakistan also launched long range missile recently and India launched two missiles I am wondering
What will be Salahudin Rabani reaction to Pakistan and India . and what will the Ata Mohammad noor reaction be, because they think they are important people. It is funny.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x