نړۍ

سعودي کې پر ښوونیز دفتر برید ۶ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): د سعودي عربستان په جازان ایالت کې یوه کس پر یوه ښوونیز دفتر برید کړی چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او خپله بریدګر ژوندی نیول شوی دی.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند منصور الترکي وایې چې برید پر ځایې وخت دوي بجې په سویلي ولایت جازان کې رامنځته شوی، نوموړي زیاته کړه چې تر پېښي وروسته یو بریدګر نیول شوی دی.

پېښه د یمن د پولو څخه په څو کلومتری کې رامنځته شوي، ځایې خلک وایې چې وژل شوي کسان په مرمیو ویشتل شوي دي.

د یادوني وړده چې د حوثي یاغیانو پر وړاندي د سعودي د هوایې بمبار د پيل څخه په سویلي ولایت جازان کې امنیتي پېښي ډیري شوي او همدارنګه حوثیان پر یاده سیمه توغنديز بریدونه کوي.

د حوثیانو په بریدونو کې تراوسه د سعودي ۹۰ تنه پوله ساتي عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x