نړۍ

د مکسیکو په یوه زندان کې د تاوتریخوالي له امله ۵۲ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): د مکسیکو د نویو لیون ایالت په یوه زندان کې د دوو سیالو ډلو ترمنځ اخ وډب کې لږ ترلږه ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

پېښه د شپې په نیمایې کې د نویو لیون ایالت په ټوپوچېکو زندان کې د سیالو ډلو ترمنځ رامنځته شوي، په وژل شویو کسانو کې زندانیان او د زندان ساتونکي شامل دي.

ویل کیږي چې د تاوتریخوالي اصلي لامل د بندیانو د تېښتي پلان وو خو دا چې د زندان امنیت ډیر ټینګ او په سمه توګه تنظیم شوی نو ځکه د بندیانو څخه یو تن هم په تېښته نه دی بریالی شوی.

د اخ و ډب په دوران کې ځینو کسانو ته اور هم اچول شوی چې له امله یې د ۱۲ ژوبل شویو کسانو څخه د پنځو تنو روغتیایې حالت خطرناک ښودل شوی او روغتون ته وړل شوي دي.

مکسیکو په نړۍ کې د «وژنو» په پلازمېنه سره یادیږي ځکه چې په ټوله نړۍ کې دلته تر هر ځای ډیر مړي کیږي او د نشیو توکو ګرم بازارونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x