نظــر

بغلان کی پراخه بیا نړونه او بیا وژنه

سید شریف – 

له تیرو دروو او نیو راهیسي ګډ حکومت بغلان کي عملیات پیل کړي، د عملیاتو په لومړیو کي ولسي خلګو شکایت وکړ چي د اردو او پولیسو له لوري په لوی لاس ولس میشتي سیمي په نښه کیږي چي له امله یې ولس ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوړي.

ددې زیانونو په لړ کي د ازبکستان څخه کابل ته د راغلي بریښنا یوه لویه پایه هم چپه شوه چي کابل کي یې د ډيرو هیوادوالو کورونه تیاره کړل.که څّه هم ګډ حکومت د بریښنا د ستني د چپه کیدو ګوته طالبانو ته ونیوله خو ولسي خلګو په ډاګه کړه چي همدغه د بریښنا لویه پایه د حکومتي ځواکونو د لویو وسلو په بریدونو کي ویجاړه شوه.

نن کابل کي د بغلان قومي مشرانو،مدني فعالانو او لیکوالو په یوه غونډه کي بغلان کي د روانو عملیاتو له امله ولس ته د ور اوښتو بشري او مالي زیانونو څخه پرده پورته کړه ،دوی وویل چي : « د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کي۱۲۵تنه ولسي وګړي شهیدان شوي چي ۴۰ تنه یې صرف ښځي او ماشومان دي او ۶۵۰ کسه ملکي هیوادوال ژوبل شوي دي ».

د قومي مخورو د وینا په اساس حکومتي عسکر په لوی لاس د خلګو باغونه او فصلونه په دې بهانه ورانوي چي دلته بیا مخالفین پټیږي.

د بغلان د اوسیدونکو په ینا په دغو عملیاتوکي تر دې دمه  ۱۷زره کورنۍ د سیمي پریښودلو ته مجبوري شوي اود ژمي په ساړه موسم کي یوه خوا او بله خوا منډي وهي.

دوی په خورا صراحت سره وویل چي: بغلان کي پراخه انساني او مالي ویجاړي د حکومتي ځواکونو دلویو او وړو وسلو او هوایې بریدونو له لوري رامنځته شوې ده.

قومي مشرانو د غونډي ګډونووالو ته د ورانو شوو کورنو، جوماتونو او د هستوګني د سیمو د پراخي ویجاړۍ انځورونه و ښودل.

د غونډي برخوالو په پآی کي له ګډ حکومت څخه غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره عملیات ودروي، تر څو خلګ له روان ناورین او کشتار څخه وژغورل شي.

اشرف غني ولس ته وعدې ورکولې چي په خپله کاري موده کي به د بیارغوني په برخه کي دومره کار وکړي چي تیر او راتلونکي ته یو مثال وي،د هیواد په مختلفو ښارونو کي به صنعتي پارکونه جوړ کړي،داوبو او بریښنا بندونه به ورغوي، زراعت ته به انکشاف ورکړي او پراخي اقتصادي پروژي به پیل او  پلي کړي، د خلګو هم څه تمه وه چي کیداي شي دا سړی چي په اقتصاد کي د مفکر پوړی ته  پورته شوی د تیر حکومت په پرتله دافغانستان او افغان ولس دخورا ټیټي کچي اقتصاد لوړ او پیاوړی کړي،او دولس د ژوند په مختلفو برخو کي بهتري او ښیرازي رامنځته کړي،خو اوس چي دمفکر دواکمنۍ قریب دوه کاله کیږي نه یوزاي داچي په هیڅ یوه برخه کي د بهترۍ څرک نشته ، بلکي ولس په اقتصادي، سیاسي،امنیتي او معاشرتي برخو کي د بلا ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د غني د بیارغوني او ښې حکومتولۍ د ژمنو سره سره چي د یوې په پوره کولو یې هم ونه توانید،برعلاوه دنوموړی په راتګ سره دهیواد په لر او برکي دیرغلګرو له خوا شپنیو وحشیانه چاپو زور واخیست، د ثقیله وسلو استعمال زیات او پراخ شو،د اسلامي شعایرو او ملي ارزښتونو سپکاوی تکرار شو، افغانستان په نړیواله سطحه فساد کي دوهم نمبر شو، ټوپکسالاران بیا مسلح او واکمن شول.

خلاصه داچي ارګ ته د اشرف غني له ننوتلو سره افغان ولس د ډیرو ناخوالو او ناتراشو سره مخ شو او دهیواد په بیلابیلو سیمو او سمتونو کي د بیانړوني او بیا وژني پروژې پیل شوې، چي همدغه د بغلان اوسنی قتل عام او ناورین یې نغد او عیني مثال دی.

د خپلو وګړو د امنيت تامين, د دولتونو اساسي دنده وي. زمونږ حکومت د خلکو کورونه داسې وران کړي دي.
دا ويډيو د بغلان د شهاب الدين د ډند ده چې دا مهال په کې د طالب ضد جګړه روانه ده. حکومت, کليو ته درنې وسلې درولي او د خلکو جونګړې يې په دې ساړه ژمي کې ورړنګې کړې.
خدای ج دې وکړي چې په ماڼيو کې ناست چارواکي يې وويني او د دې ناورين د درولو همت وکړي.

Posted by ‎Abdull Satar Saadat عبدالستار سعادت‎ on Saturday, February 6, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x