ټولنیزه برخه

د ریټالین Ritain تابلیتو په زړه پوري کیسه

حامد افغان

ښوونکي د خپل شاګرد پلار وروغوښت، څو یې د زوی جمال په اړه خبرې ورسره وکړي، پلار یې چې ورغی ښوونکي ورته وویل: ته باید پوه شې چې ستا زوی ریټالین Ritalin * تابلیتو ته اړتیا لري، هغه د درس په مهال توجه نشي برابرولی، اندیښمن ښکاري او پر موضوع د تمرکز وړتیا نه لري، نو نشي کولی درسونه زده کړي.

د جمال پلار په خوشالي موافقت وښود، خو جمال وویل: زه له خپلو ټولګيوالو ملګرو شرمیږم د هغوی مخکي دا تابلیت نشم خوړلی، استاد یې ورته وویل: ستونزه نشته، د تفریح په مهال چې ماته چای راتیاروې نو پخلنځای کې د ریټالین تابلیت خوره، او له هغه وروسته چای راوړه، جمال یې خبره ومنله او په دې توګه څو میاشتې تیري شوې.

یوه ورځ ښوونکي د جمال پلار راوغوښت، هغه ته یې د جمال ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د هغه حالت اوس بیخي بدل شوی او برابر شوی دی. د جمال پلار طبعاً د خپل زوی د استاد په خبرو ډاډه او خوشاله شو، وروسته یې په خوشالي د زوی په غاړه لاس واړوه او ورته کړه یې: زویه! په حالت برابریدلو دې خوشاله شوم او په دې چې د پخوا په نسبت دې فکري تمرکز سم او په زده کړه کې تکړه شوی یې، خو دا راته ووایه چې دا بدلون څنګه راغی او څنګه د بریالیتوب په لاره روان شوې.

جمال خپل پلار ته وویل: پلار جانه خبره بیخي ساده وه، کله به مې چې د استادانو پخلنځي کې خپل استاد ته چای تیاروه، نو هره ورځ به مې د هغه په ګيلاس کې یوه د ریټالین Ritalin تابلیت اچوله، له هغې سره مو استاد صحت پیدا کړ، دماغي تمرکز یې برابر شو او په ښه توګه یې درسونه راته تیارول او ویل.

ډېر ځله موږ خپلې ستونزي او خپلې کړمې په نورو تپو او خپلې وږې سپکوو، دا ځکه چې نورو ته ګوت نیونه تر ټولو اسانه او خپلو کږو او عیبونو ته پاملرنه له هره کاره سخته ده، خپلو کږو او نيمګړتياو ته په توجه هر سخت کار لویې برياوې په لاس راکوي، خو د خپلو وږو سپکولو په نیت نورو ته ګوت نیونه او له مسؤلیته منډه د بریا له لارې سترګې پټول دي، خپلو عیبونو ته نه پاملرنه ، او له نورو شکایتونه؛ تنبلي او اسانتیا خوښونه ده او پایله یې ناسمه ده.

* ریټالین یو ډول درمل دي چې د ناارامي او نه ذهني تمرکز له پاره کارول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیب

رېټالین يوه شدیده معتادوونکې دوا ده چې نشیي خواص لري او یوازې متځصص ډاکټران يې د لیکلو حق لري. د نشیی ځواصو سره سره نوموړې دوا د ADHD یا د توجه د کموالي په تکليف کې کارول کېږيو ځو يه ډېر احتیاط. ځکه چې هذیانات او د عمر تر پایه پاتې کېدونکي مشکلات لکه د نظر کموالی او بې خوبي پيدا کولای شي. د دواګانو د استعمال په اړه مضامین باید د احتیاط څخه ډکو الفاظو کې ولیکل شي. دا مضمون خو داسې ښکاري لکه د کومې بې ضرره دوا تجارتي اعلان. بله دا چې د ښوونځی داسې يو شاګرد… نور لوستل »

خادم الاسلام

حامد افغان صاحب له تا څخه مو داتوقع نه وه چي داسي یوه له مسیولته ډکه لیکنه به دومره بی مسولیته نشروی

حامدافغان

ما د ګولیو په اړه یوه کیسه لیکلې ده او یوه ټولنیزه پایله مې ترلاسه او لوستوالو ته وړاندې کړې ده او دا زما د تخصص اړوند موضوع ده د دې ګولیو په طبي اړخ نه یم غږیدلی ځکه زه د طب ډاکټر نه یم، بیا هم د حبیب ورور له وضاحت نه مننه.

الحاج استا ذ بیانزی

د افغان صاحب لیکنی ډیری اسلامی او اموزنده دی ، اموزنده په دی معنی چه زمونږ پوهه ورسره زیاتیږی او هغه خبری لیکی چه د عقلی او نقلی منطقی استدلال له مخی زړه ته لویږی ، نه یوآځی زه بلکه ټول پوه خلک یی ستاینه ، نمانځنه او مننه کوی . دا هم نه وایم چه پیغمبر دی ، کله به غطی هم کوی ، زه د ډیرو غلطیو سره مخ شوی او مخ کیږم ،د هغه غلطۍ نیوکی باید په عقلی اونقلی استدلال تکیه ولری ، داسی نه چه د بلی کومی ستونزی له امله ښه په بدو اړوی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx