د حضرت خالد پیاوړي دریځ د فتوحاتو دروازه پرانسته

دنبوي صلی الله علیه وسلم دهجرت نه وروسته ( ۱۵) او (۱۶) کلونو ترمنځ دحضرت امیر المؤمنین عمر فاروق رضی الله عنه دخلافت لومړی سر وو د ( روم ) له عیسانو سره دمسلمانانو له لوري دستر فاتح لښکر د پراخي وسلوالي غزا ډګر او سنګر په ډېر جوش اوخروش ګرم وو د اسلام په تاریخ کې دکمیت اوکیفیت په لحاظ ډېره لویه او درنده غزا وه چې دډېروکفري هیوادودفتح او دعیسايي امپراطوری د دړي وړي کیدو سبب وګرځېده ، ټول مؤرخین په دې متفق دي چې همدې غزا دمسلمانانو لپاره دفتوح البلدان دروازه پرانستله .

د (قنسرین ) مشهور ښار عیسایي حکمران له اصحابو رضی الله عنهم سره یې د صلح تړون کړی ؤ ، وروسته دده دمنافقت څرک اصحابو ته ولګیده ، نوحضرت خالد خپل مشر امیر حضرت ابوعبیده ابن جراح ته وویل : ځما مخکي هم دا اټکل ؤ چې دغه منافق دسولي غوښتني دفرصت دتر لاسه کیدو لپاره کوي ، که اجازه راکړې زه به يي انشآء الله دخپل لښکر په منځ کې ووژنم ؟ .

ملګروته د حضرت خالد توصیه

حضرت ابوعبیده رضی الله عنه اجازه ورکړه ، حضرت خالد رضی الله په خپل محاذ کې یولس ( ۱۱) تنه نوموتي زړورکسان (حضرت عیاض بن غنم ، حضرت عمرو بن سعد ، حضرت سهیل بن عامر ، حضرت رافع بن عمیر ، حضرت سعید بن عامر انصاری ، حضرت عمرو بن معدیکرب ، حضرت عبدالرحمن بن ابوبکر ، حضرت ضرار بن آزور ، حضرت قیس بن هبیر ، حضرت ربیع بن عامر ، دحضرت خالد غلام حضرت همام رضی الله عنهم ) له ځان سره د ملګرتیا لپاره وټاکل ، هغوی ته وویل : چې نن د یومهم کس د وژلولپاره ځو داسي وګنئ خپل سرونه مو په لاس کې اخیستي دي ګواکي بیرته راتګ نشته .

په همدې وخت کې د روم پاچا ” هرقل ” دقنسرین حکمران ته د وسلو اومهماتوکومک لیږلی چې ګڼ شمیر جنګیالی ورسره دي ، حضرت خالد رضی الله عنه له موقع نه په استفاده دناپېژاندوکسانو په بڼه کې د ( روم ) له کومکي کاروان سره ملګری شو، هغوی ته یې داسي وښودله چې ګواکي مونږ هم دقنسرین دواکمنو دمرستي لپاره روان یو .

دحضرت خالد رضی الله عنه جګړییز تکتیکي پلانونه

حضرت خالد رضی الله عنه په ډیره ځیرکتیا سره یوپلان جوړ کړ خپلوملګروته یې وویل : چې کله دقنسرین ښارګوټي ته نژدې شوو نو له دوی به جلاشو مخ په وړاندي به ولاړ شو ، دکومکي ډلي د مقدمة الجیش په بڼه کې به د قنسرین باچاته ځانونه ښکاره کړو له فرصت نه په استفاده به له رسېدو سره سم به په باچا حمله وکړو او له منځه به یي یوسو .

دقنسرین باچا هم دکومکي فوځ د استقبال لپاره له خپل ښارګوټي راوتلی ؤ ، حضرت خالد رضی الله عنه خپلو ملګروته وویل : دغه موفرصت دی چې له لاس څخه مو ونوځي ځانونه بیدار کړﺉ خپل هدف ته ځانونه ورسوئ د اسلام یوولس تنو فدايي اتلانو همداسي وکړل کله چې د حضرت خالد رضی الله عنه له نژدې سترګې د قنسرین په پاچا ولګېدې چې له یوې وړې ټولګۍ سره راوتلی دی .

دحضرت خالد رضی الله عنه زړورتیا

حضرت خالد رضی الله عنه له خپلو ملګرو سره یوځای خطرناک میدان ته ور ودانګل . حضرت خالد رضی الله عنه دقنسرین پاچا ته په هیبتناکه وویل : زه خالد یم ددې لپاره راغلی یم چې تا ووژنم دحضرت خالد ملګرو دتکبیر په لړزوونکو نارو سره محاصره کړ باچا هکپک شو په زاریویې ورته وویل : مه مي وژنئ دبندي په توګه مي له ځان سره يوسئ کیدای شي ستاسو لپاره ګټور ثابت شم دوی پاچا ټینګ وتاړه سمدلاسه لښکر پسې راور سېده حضرت خالد یې له ملګرو سره محاصره کړ .

دلښکر جنرال ورته راوړاندي شو پوښتنه یې وکړه څوک یاست ،په کوم نیت راغلې یاست ؟ حضرت خالد ورته وویل : زه خالد بن ولید یم مونږ ټول د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سر ښندونکي ملګري یو مونږ مسلمانانوتل د اسلام ددین دسرلوړۍ لپاره سرونه په لاس ایښې فدایان یو .

اوس ته راته ووایه ته څوک یې له کوم ځایه دڅه لپاره راغلی یې ؟ جنرال وویل : ځما نوم ( جبلة ) دغسان نومي ښار پاچا او ددې فوځ اعلی سر قمندان یم ، ځما په اشاره تاسو ټول یوځای وژل کېدای شی .

حضرت خالد وویل : ښه ته هغه سړی یې چې یوځل الله جل جلاله په اسلام کړې ، بیا خپل نفس ته بیرته مرتدکړې ؟ بې شکه مونږ دوولس تنه ستا د زرګونو فوځونو په منځ کې حصار یو، خو مونږ هغه خلګ یوچې د اسلام په لاره کې هیڅکله له مرګ څخه نه ډارېږو که تاسي زمونږ د وژلو هڅه وکړی نو مونږ به ستاسو دبندي پاچا سر غوڅ کړو، او ستاسو په مقابل کې به تر اخېري سلګۍ وجنګیږو ، که تاسي غواړی چې خپل بندي له مونږ څخه وژغوری نو په دې توګه کیدای شي ، لکه څنګه چې د توریالیو دود دی یوتن ستاسي او یوتن زمونږ به په میدان کې تن په تن تراخیری سلګۍ پوری جګړه وکړو که د الله جل جلاله فیصله وه مونږ ټول به یو په بل پسې شهیدان شو، تاسوته به خپل بندي ژوندی په لاس درشي ، که ریښتیا دجګړې اتلان یاست په دې توګه له مونږ سره مقابله وکړﺉ .

اصحاب هریو شهادت ته لیوال دي

جبله له خپلو افسرانو سره مشوره وکړه هغوی هم د حضرت خالد دغوښتني هرکلی وکړ تر ټولو له مخه حضرت خالد رضی الله عنه دمقابلې لپاره ور وړاندي شو ، حضرت عبدالرحمن بن ابوبکر رضی الله عنه هغه ایسار کړ ورته وېویل چې ته زمونږ مشر یې ستا په شهادت مونږ ټول بې سر پرسته کېږو او د چا په دود ( په ما نه ورکه ده نه ودانه ) لومړی جګړه زه کوم ، حضرت خالد رضی الله عنه ورته د څښتن تعالی په دربارکې د بري دعاوکړه حضرت عبدالرحمن دیو زړور دلاور اتل په بڼه کې میدان ته وروړاندي شو ، ددښمن له لوري هم یو زړور جنګیالی را وړاندي شو حضرت عبدالرحمن لومړی ګوزار پرې وکړ په لومړي ځل یې دمرګ په خوب وېده کړی ، په همدې توګه یې پنځه تنه یې یو په بل پسې ووژل ، د دښمن مشر جنرال ( جبلة ) له ډېري غصې نه په خپله میدان ته را وړاندي شو .

دکافرانو غوښتنه دعبدالرحمن رضی الله عنه ځواب

حضرت عبدالرحمن رضی الله عنه ته یې وویل : په ریښتیا ډېر زړور توریالی ځلمی یې، که ته اسلام پرېږدې زمونږ لوري ته راشې زه به تاته خپله لور در وبخښم او د روم پاچا ته به ستا سپارښت وکړم چې تا دیوې ابادي سیمې پاچا کړي حضرت عبدالرحمن رضی الله عنه په ځواب کې ورته وویل : چې زه د الله جل جلاله د سپېڅلې دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرتابه غوندي نعمت په بدل کې په همدغه راز دنیایې نعمتونو لعنت وایم ، اي جبله زمونږ د اسلام ډله خپل دین ته وفاداره ده ته ستا په دې اوتو بوتو ، غوړو خبرو اترو هیڅکله یو ریښتونی مسلمان نشې تیر ایستلای که د مقابلی هوډ لري نو د یو مېړني جنګیالي په څیر راوړاندي شه اوکه نه نو کوم بل سپاهي دې را وړاندي کړه ته ژر له میدان څخه ووزه .

دکافر جنګیالي او دعبدالرحمن رضی الله عنه مقابله

جبله چې دا خبره واورېده له ډېرې غصې نه یې په حضرت عبدالرحمن دنېزې ګوزار وکړ ، حضرت عبدالرحمن چې د ډېري ستړیا په حال کې ؤ سره له دې یې هم دهغه له ګذار څخه ځان وژغوره سمدلاسه یې په جبله دنېزې ګوزار وکړ خو جبله هم دډال په وسیله ځان وژغوره، خو د حضرت عبدالرحمن ګذار دومره پیا وړی ؤ چې نېزه یې ماته شوه ، له دې وروسته یې توري ته لاس کړ ، جبله هم خپله توره را وایسته دواړو یو په بل د تورو ګذارونه وکړل په پای کې دحضرت عبدالرحمن دتوري پیاوړي ګذار دجبله دسر خول مات کړ دتوري مخه خول ډېره ډب کړې وه نو ځکه ونه وژل شو خو سخت زخمي شو ، په همدغه زخمي حال کې يي په حضرت عبدالرحمن ګوزار وکړ ، دحضرت عبدالرحمن اوږه ولګېده اوسخت ټپې شو.

حضرت خالد رضی الله عنه چې حضرت عبدالرحمن په زخمي حال کې ولیدی له ډېري غصې نه یې په بندي پاچا باندي دتوري ګذار وکړ ځای په ځای یې وواژه .

د رومیانو ډلیزه حمله او خالد رضی الله عنه تکتیک

د روم لښکریانو چې دا حال ولیدی نو د یو لوی سیلاب په څیر یې په دوولس تنو مجاهدینو هجوم ورووړ ، حضرت خالد رضی الله عنه خپلو ملګروته قمنده ورکړه چې وارخطا نشئ سمدلاسه دیوې کړۍ په شان په زخمي حضرت عبدالرحمن باندي راتاوشئ اوحضرت عبد الرحمن دکړۍ په منځ کې خوندي کړﺉ مخونه د دښمن لوري ته وګرځوﺉ چې هرڅوک درته را وړاندي کېږي په لومړي ګذار یې دمرګ په خوب وېده وﺉ او تکړه شئ چې کړۍ مو دښمن ماته نه کړي ، په همدې توګه د اسلام توریالي ځلمیان د دښمن د بې شمیرو فوځیانو په مقابله کې په خطرناکه جګړه کې را ښکېل شول دښمن چې هرڅومره په ډېر لوی ځواک سره تر بریدلاندي ونیول نو د هغوی کړۍ یې ماته نکړه ، له غرمې څخه بیا د مازدیګر دسیورو ترماتېدو پوري یې سخته جګړه وکړه تر همدې وخته د دوی هر یوه ډېر شمیر کافران ووژل خو دوی هم زخمونه ټپونه په تن وخوړل د ډېري سختي او ستړیا له امله تر پوزي رسېدلي ؤ .

دلوی خدای دنصرت سوغات

د الله جل جلاله له لوري دغیبي نصرت په توګه حضرت ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه له لوی شمیر مجاهدینو سره یو‎ځای دخپلوملګرو په پلټنه پسې راغلل او وې ليدل چې ددوی ملګري دکافرانو په منځ کې محاصره دي نو دشا له لوري یې په ناڅاپي توګه په دښمن باندي سخته حمله وکړه دتکبیر په نارو یې دښمن ولړزاوه او دوستانوته یې د فتح او خیر زېری ورکړ ، حضرت خالد چې د حضرت ابوعبیده د تکبیر واورېدې او په مجاهدینو یې سترګې ولګېدې له ډېرې خوشالۍ نه یې په سترګوکې اوښکي وغړېدې ويي ویل : دغه ده د الله غیبي نصرت را ورسېده دښمن یوې او بلي خوا ته په ماتي او منډو سر شوو د مسلمانانو دبیدرېغه حملې له امله ددښمن فوځ څپڅپانی شو، ګڼ شمیر خلګ يي وژل شول ، په یوڅو شېبو کې دګرمي جګړې میدان ددښمن له فوځیانو خالي او له مړیو ډک پاتي شو .

د قنسرین ښار فتح

دستومانه خالدبن ولیدرضی الله عنه په مشوره یې د دښمن په مرکز قنسرین برید وکړ دڅو ساعتونو په تېریدویې دمورال بایللي دښمن بې شمیره جنګیالي داسیرانو په توګه ونیول او دقنسرین ښاریان په تور سر او لوڅو پښو دحضرت ابوعبیده رضی الله عنه حضورته دبخښني غوښتلو په نیت راغلل دسر د خوندي کیدوغوښتنه یې وکړه .

هغو دوولس تنومجاهدینوته الله جل جلاله ددوی دمېړاني اوپه سخته جګړه کې د صبر ، زغم او ثبات قدمي په بدل کې دقنسرین ښار فتح کړ او د تحفې په ډول یې په ولکه کې ورکړ .

حضرت ابوعبیده رضی الله عنه چې دلوړو اخلاقو څښتن ؤ نو له دې سره سره چې دښمن دسولې په تړون کې غدر کړی ؤ او دده له ملګرو سره یې سخته جګړه هم کړې وه د امان غوښتونکوغوښتنه یې ومنله او ویې بخښل .

لوی خدای ته هیله

دلوی خدای دربارته هیله لرو چې دحضرت خالد رضی الله عنه په برکت به داسلامي امارت له لوري دخالد رضی الله په نوم اعلان شوي عملیات به هم د بې شمیره فتوحاتو پیلامه شي ، او عیسوي امپراطوری به هماغسي دړي وړي کړي لکه چې دده او نورو اصحابو رضی الله عنهم په لاس په هماغه وخت کې الله تیت او پرک کړل ، ومن الله التوفیق .

مولوي محمد اویس ( عباس)