افغانستان

ولسمشر په امنیتي کانفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): ولسمشر اشرف غني د جرمني هیواد په مونیخ ښار کې د مونیخ امنیتي کانفرانس په غونډه کې د ګډون لپاره جرمني ته ورسید.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي سره یو لوړ رتبه هیئت هم تللی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي ته د هرکلي په موخه میدان ته په جرمني کې د افغانستان سفیر او د سفارت یو شمېر نور کارکونکي راغلي وه، خو دا یې نه ده واضحه کړې چې د جرمني هیواد کوم چارواکي ورته راغلي وه کنه.

د مونیخ امنیتي کانفرانس ددې لپاره دایریږي چې هلته د مختلفو هیوادونو ګډونوال په نړۍ کې د امنیتي ستونزو او مسایلو په اړه خپل اندونه او نظرونه شریک کړي.
په دغه غونډه کې کومه رسمي پریکړه نه کیږي.

په دې غونډه کې د ګډون لپاره زیاتره هیوادونه خپل د بهرنیو چارو وزیران لیږي، خو د ګډحکومت د تشکېل وروسته ولسمشر اشرف غني تېر کال هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره تللی وو، او سږ کال یو وار بیا د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ملتیا مونیخ ته ورسید.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر به په دغه غونډه کې ګډونوالو ته د افغانستان دامنیت په اړه تازه معلومات ورکړي.

باید وویل شي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د اشرف غني سفر ته د افغانستان رسنیو هم خاص انعکاس ورنه کړ، خو تېرکال د اشرف غني سفر ډیر مهم بلل سوی وو او زیات تبلیغات ورته سوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x