افغانستان

مجددي: اشرف غني نه خدای راضي کړ، نه یې مخلوق – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي د اریانا تلویزن سره په مرکه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني ته مي په سختو ټکو ویلي که چیري په خپل حکومت کې بینادي اصلاحات را نه ولي ، نو د حکومت وضعیت به یې له ادارې او کنټروله ووزي.

نوموړی وویل چې اشرف غني ته مې په کلکو ټکو وویل چې «تاخو له ځانه نه خدای راضي کړ او نه دي د هغه مخلوق راضي کړل. یو څو کسان دي په څنګ کې نیولي، هر څه درته وايي، هغه کوې.»

نوموړي د ولسمشرۍ په تېرو جنجالي ټولټاکنو کې په دواړو پړاوونو کې د اشرف غني ملاتړ کړی وو، او ویلي وه چې په استخاره کې هم ورته الهام شوی چې د افغانستان ولس باید په ټول ټاکنو کې د اشرف غني ملاتړ وکړي.

نوموړی وایی «هغه وخت خو زه نه پوهیدم، تجربه نه وه راته شوې، خو اوس تجربې وښودل چې د اشرف غني څخه نه خدای راضي دی او نه ولس.» نوموړي وویل چې خدای نخواسته که دغه وضعیت خراب سي بیا به یې هر څه له ادارې ووزي.

نوموړی د اشرف غني پر هغه هڅو چې د پاکستان له لاري غواړي د طالبانو سره د سولي خبري وکړي، تر سخت نیوکو لاندي نیولي او ویلي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې دننه عملیات کوي.

هغه ګواښ وکړ که پاکستان له خپل دغه کاره لاس وانه خلي، نو لکه مخکې چې یې د روس په خلاف د جهاد فتوا ورکړې وه، دا ځل به د پاکستان په خلاف د جهاد فتوا ورکړي.

د مجددې په اړه په دې وروستیو کې داسي ګنګوسي خپرې شوي وې چې ګواکي نوموړی مړ شوی، خو ددې ګنګوسو وروسته یې په خپل لومړي رسنیز حضور کې پر اشرف غني سختي نیوکې وکړې.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادراې مشر جیمز کلیپر په واشنګټن کې د سنا جرګې غونډې ته ویلی چې د ملي یووالي حکومت له سختو امنیتي او اقتصادي چلینجونو سره مخ دی او ښايي د روان ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري سقوط وکړي .

رییس جمهور غنی تجربه حکومتداری را ندارد و به مشوره اوباشان درامر حکومت داری کار می کند.
صبغت الله مجددی از رهبران پیشین جهادی با ابراز این مطلب میگوید که، وی پیش از رسیدن آقای غنی به قدرت نمیدانست که، وی تجربه اداری ندارد.
آقای مجددی در گفتگوی ویژه با آریانا نیوز به پاکستان نیز هشدار میدهد و می گوید در صورتیکه دست از مداخلات در افغانستان بر ندارد در برابر آن اعلام جهاد خواهد کرد.

Posted by Ariana News on Thursday, February 11, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځد را ڼ

د حق ملا تړو او د ګران هیواد افغانستان د آزادۍ جنګیالیو ته اسلا م علیکم و ر حمت الله و بر کا ته
د لیدونکو ، لو ستو نک او رسانو څخه د بښنې په ترځ کې ښا غلي مجديدي ته ليکم.

چې د ا و د س ما تېد و څخه و رو سته پلا تۍ کینا ستل ګټه نلرۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x