fbpx
tayyab agha

آيا كيسه ريښتیا همداسې ده؟

 د مجاهد پښتون په نامه کوم لیکوال کله کله ځینې لیکنې کوي، چې زیاتره یې هغه د چا خبره د ګوړې اچارو ته ورته، او تر څنګ یې له تشاؤم او بدپالۍ نه ځورېږي، نوموړي څه وخت مخکې د اسلامي امارت د سیاسي هڅو په اړه یوه لیکنه کړې وه، او اوس یې بیا همغې لیکنې ته ورته له تشاؤم نه ډکه یوه بله لیکنه کړې چې مطلب او هدف یې تقریبا یو دی: په خپل ګومان د اسلامي امارت په لیکو کې اختلافات را پیدا کول!

 په تېره لیکنه کې د دلیکوال څېره په څو مختلفو بڼو ځلېدلې وه، له یوې خوا داسې برېښېده چې نوموړی هر څه په وچ زور کوي؛ ځکه خو په هېڅ صورت له هېچا سره دخبرو اترو، یا لیدو کتو طرفدار نه دی! بل لوري ته داسې بریښي چې له جهاد او مجاهدینو نه بد وړي،

ځکه په یو ځای کې یې استشهادي بریدونو ته دامریکا او دهغې دګوډاګۍ ادارې په ژبه ځانمرګي بریدونه ویلي وو ( … دوى هغه طالبان وو چې شپږ او اوه کاله وړاندې يې په کابل کې د ځانمرګو طالبانو مرسته کړې وه )

بل خوا داسې تر سترګو کېږي چې نوموړی دافغانانو له بې اتفاقۍ او اختلافاتو نه ډېر ځورېږي، او دا یې یو آرمان دی چې ای کاش افغانان سره یو لاس وای!

  لیکنې د خپل مخالفت زور د اسلامي امارت سیاسي هڅو ته تمبه کړی، دامارت د هغو استازو  په اړه چې قطر ته تللي دي داسې څرګندونې کړې چې ګواګي په خپل سر لګیا دي، نه یوازې دا بلکې ښاغلي په ټول امارت کې یوازې او یوازې یو امیر المومنین ريښتینی بللی دی او بس! خو که دقیق غور وشي د لیکنې مفهوم او مطلب یې  دا را وزي چې هغه هم ريښتینی نه دی! یوازې مجاهد پښتون ريښتینی مسلمان او اصیل پښتون دی!!!

په دې اړه څو ټکي د پام وړ دي:

   قطر ته د اسلامي امارت استازي په خپل سر تللي او که د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په امر؟  که د هغه په امر تللي وي نو بیا د انتقاد ځای چېرته دی؟ او د مجاهد پښتون صیب خوب ولې تښتېدلي؟ او که په خپل سر او خپله خوښه تللي وي، او هغه څه کوي چې امیر المومنین یې نه غواړي نو بیا مشر ملا صاحب ولې په دې اړه څه نه وايي؟ لکه د معتصم آغاجان په اړه یې چې ټولې نړۍ ته څرګنده کړه د دوی په اړه به یې هم خامخا ویلي وای چې دا خلک زما نماینده ګان نه دي، څه چې کوي په خپل سر یې کوي، لیکوال چې څه وايي کم تر کمه په اړه یې دې لږ فکر وکړي، د حقایقو او واقعیتونو په رڼا کې دې لیکل وکړي، ډېر لیرې نه، دا تېر کال امیر المومنین د اختر پیغام کې په واضحو ټکو دا خبره په رسا توګه کړې چې مونږ د خبرو اترو لپاره  د سیاسي دفتر په نامه مشخص جهت لرو.

   بله مبالغه آمېزه او تبلیغاتي ډنډوره یې دا ډنګولې ده چې قطر ته د طالبانو له پنځوسو زیاتې کورنۍ تللي دي، خو تر کوم ځایه چې زه خبر یم ددقیقو معلوماتو له مخې هغه کورنۍ چې قطر ته تللې دي تر پنځلسو پورې هم نه رسېږي، داسې بريښې چې د لیکوال استخباراتي معلومات د مبالغې او تبلیغاتو ښکار شوي، او یا هغه څوک چې د دا رنګه لیکنو تلقین ورته کوي د کره او سمو معلوماتو ورکولو له خوا مسکینان دي!

   لیکوال اندېښنه ښودلې چې قطر ته  د اسلامي امارت د استازو دکورنیو تګ د طالبانو د ویشلو په معنی دي، مګر دا یې نه ده واضحه کړې چې ولې او څه رنګه؟ د اسلامي امارت د غړیو کورنۍ یوازې په قطر کې نه دي، دسیمو په نورو هېوادونو کې هم شته دي، که له هېواد نه بهر ژوند کول د ویش په معنی وي نو بیا خو طالبان له ډېر پخوا نه ویشل شوي، اوس د سورڼي غږولو څه ضرورت دی!؟

    ښاغلي همدا ډول انګیرلې ده چې ددغو څو کسانو په تګ سره به امارت د تفرق ښکار شي! داسې بريښې لکه لیکوال چې د اسلامي امارت له حقیقت څخه نه وي خبر، داسلامي امارت چې فعلا کوم غړي په قطر کې دي له دوی نه څو چنده وتلي او مخکښ غړي او مشران یې له ډېر پخوا نه یا په شهادت رسېدلي او یا اسیران شوي، او یا ځینې په کورونو ناست دي، مګر تر ننه پورې یې د اسلامي امارت په عزم کومه د پام وړ اغېزه نه ده کړې،  د بېلګې په توګه، مرحوم ملا محمد رباني وفات شو، له دې وړاندې په لومړیو وختونو کې ملا محمد شهید شو، ملا مشر شهید شو، تر ټولو مهم دا چې ملا بورجان شهید شو، ملا یار محمد شهید شو، مولوي احسان الله شهید شو،  ملا محمد غوث کونج ته کړل شو، په لسهاوو نور دا رنګه مشران شهیدان شول، د امریکایانو له راتګ سره ملا فاضل، ملا نورالله نوري، ملا خیر الله خیر خواه، ملا وثیق  او … بندیان شول، وروسته پسې ملا داد الله شهید شو، ملا اختر محمد عثماني شهید شو، ملا عبید الله آخوند په خورا مظلومیت سره په شهادت ورسول شو، استاذ یاسر شهېد کړل شو، په سلهاوو نور لوړ پوړي او وتلي قهرمانان شهیدان شول، ملا برادر آخوند ونیول شو چې د ملا صاحب نایب و، ملا ترابې، جهانګیروال او همدوی ته ورته ډېر نور کسان زندان ته واچول شول، که څه هم چې اوس یې ځينې را خلاص شوي، وکیل احمد متوکل په کور کېناست، ملا مجاهد نظر بند شو، عبد الحکیم مجاهد، ارسلا رحماني او ددوی په څېر نور په لسهاوو په مخالف صف کې ودرېدل، د خدام الفرقان والا په بله شول، مګر له دې ټولو سره سره بیا هم اسلامي امارت له پخوا نه لا پسې پیاوړی شو!
  په نړیواله کچه د اسلامي امارت یوه ځانګړې ځانګړنه دا ده چې د اشخاصو او افرادو شتون او نه شتون کومه خاصه اغیزه نه پرې کوي، دا ځکه چې له یوې خوا اسلامي امارت د یوې عقیدوي او ملي انګېزې پر اساس را منځ ته شوی، او له بلې خوا په دې لاره کې د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله د نیکو او صالحو بندګانو ډېرې او پاکې وینې بهېدلي دي، که دلیکوال دې فرضي او خیالي اندیښنې ته هسې دده د خوشالۍ لپاره د واقعیت جامه ور واغوندو چې په قطر کې ځینې کسان له دې کبله چې اسلامي امارت ته تاوان ورسول شوي نظر بند شوي، نو دغه تاوان به څومره وي؟ دا تاوان به د مرحوم ملا محمد رباني له مرګ نه هم زیات وي؟ دمرحوم ملا داد الله، اختر محمد عثماني ملا عبید الله او استاذ یاسر له شهادت، او د ملا برادر له بندي کېدو نه به هم زیات د اندېښنې وړ وي؟

   باید په یاد ولرو چې هر څوک چې دشهیدانو له وینو سره خیانت وکړي، دمظلوم ولس په برخلیک سودا وکړي، د ځورېدلو کونډو، او ببرسرو یتیمانو سلګیو او اوښکو ته په درنه سترګه ونه ګوري، نو له آخرت نه مخکې به په دنیا کې له لویې شرمنده ګۍ او ذلت سره خامخا مخ کېږي، کوم څه چې دسر په سترګو مو ولیدل، دتېر جهاد ځینې هغه مشران چې یو وخت به ټوله نړۍ لاس په نامه ورته ولاړه وه، هر مسلمان به دحجر الاسود په څېر په دوی باندې لاس لګېدل د ځان لپاره ددنیا ویاړ او د آخرت سعادت ګڼلو، خو کله یې چې د شهیدانو په وینو لوبې پیل کړي الله جل جلاله څه ور سره وکړل؟!  

لیکوال دې خبرې هم ځورولی چې د خبرو اترو لپاره قطر ولې انتخاب شو! او نیمه خوا آرمان یې دا کړی چې ای کاش! افغانستان دخبرو اترو لپاره انتخاب شوی وای! داسې برېښي لکه لیکوال چې د نړۍ او افغانستان له حالاتو نه له یوې مخې بې خبره وي، امریکایان یوازې په افغانستان کې کولی شي چې هر څوک، هر وخت او په هر ګوټ کې ونیسي یا یې ووژني، او یا یې زندان ته واچوي؛ ځکه چې د کابل ادارې اصلي لوبغاړي خپله امریکایان دي، د هېواد فضا او ښارونه ددوی تر اداره لاندې دي، په نورو هېوادونو کې داسې نه شي کولی، هو په پاکستان کې د پاکستان په خوښه چې دا دي اوس اوس پرویز مشرف پرده ترې پورته کړه، هم کله کله په ځینو ځایونو کې همداسې کوي، مګر په نوره نړۍ کې بیا کیسه داسې نه ده.

   په قطر، جاپان، فرانسه او یا نورو هېوادونو کې امریکا داسې نشي کولی لکه په افغانستان کې یې چې کوي، دا سمه ده چې په نورو هېوادونو به هم د امریکې اغیزه وي، خو هغه د افغانستان په څېر مطلقه نه ده، هر هېواد چې طالبان ور غوښتي نو مخکې له مخکې به یې خامخا د امنیت تضمین ورته کړی وي، که نه طالبان هم دومره ساده نه دي چې دهر چا په خوله هر ځای ته ولاړ شي.

په افغانستان کې کرزی شپه او ورځ ژاړي چې زه واک نه لرم، زما خارجي دوستان زما خبره نه مني، زه ورته وایم دشپې عملیات مه کوئ، دوی یې کوي، زه ورته وایم څوک مه نیسئ دوی یې نیسي، زه ورته وایم بمبار مه کوئ دوی یې نر غوندې کوي! نو په داسې یو ځای کې په داسې یو چا باور کول څه معنی ور کولی شي؟

  هسې د یادونې لپاره د طالبانو له خوا د قطر انتخاب د څو لاملونو له مخې کړی یو پر ځای او وړ ګام و: قطر یو اسلامي هېواد دی، مګر ګاونډی نه دی، که کوم ګاونډی هېواد انتخاب شوی وای نو بل به بیا د پښتون صیب په څېر اندیښنو ځورولو! قطر د اشغال په پیل او دوران کې د اسلامي امارت پر ضد کوم داسې مباشر مضر ګام نه دی پورته کړی لکه نورو چې وکول، قطر هېواد په افغانستان کې نظامي شتون نه لري، قطر هېواد په داسې حال کې اسلامي امارت ته د ورورولۍ او خواخوږۍ غېږ خلاصه کړه چې نورو زندانونو ته اچول، په داسې حالاتو کې هېڅ هېواد دېته نه و تیار، یوازې قطر دا کار وکړ، دا خبره چې قطر له امریکې سره اړیکې لري نو بیا کوم یې نه ور سره لري؟ پاکستان؟ سعودي؟ ترکیه؟ د افغانستان د قضيې په اړه همدا درې هېوادونه یادېږي چې د ځینو په ګومان ګواکي ښه کردار به یې ادا کړی وای!

  قطر که له امریکې سره اړیکې لري هم، داسې یې نه دي کړې چې د امریکې د خوشحالولو لپاره یې د اسلامي امارت کوم استازی شړلی وي! او یا یې لاس تړلی امریکایانو ته ور کړی وي! او یا یې خپل سرتېري د افغان ولس د وژلو لپاره لېږلي وي! او نه به په راتلونکي کې داسې کار وکړي.

  ډېر خلک په دې تېروزي چې د طالبانو په اړه ټوله نړۍ دامریکې په څېر نظر لري، مګر په حقیقت کې کیسه داسې نه ده، دا سمه ده چې ډېرو هېوادونو د امریکې ملګرتیا وکړه، مګر اوس یې زیاتره پېښمانه دي، د ځینو خبرونو له مخې دوی وايي چې مونږ ته حقایق نه وو ویل شي، مونږ ته درواغ ویل شوي وو، مونږ اوس پوه شو ځکه خو له امریکې نه خپله لاره بیلوو، او دا دي عملا ټولو ولیدل چې ورو ورو  دامریکې ملګري ترېنه بیزاره کېږي، چې تر ټولو واضحه بیلګه یې دفرانسې هېواد د عسکرو ایستل و، سره له دې چې امریکې ډېرې هڅې وکړي چې په پاتې کېدو یې قانع کړي مګر هغوی ور سره ونه منله.

یوه خبره شته، هغه دا چې په سیاسي ډګر کې د اسلامي امارت ځلیدل د ډېرو د سترګو بار او دستوني خار دی، ځینو داسې خیال پلو پوخ کړی و چې دا ځل به هم د روس په مقابل کې د تنظیمونو د برخلیک په څېر د امارت په برخلیک د لوبو کولو فرصت ور ته مساعد وي، خو کله یې چې کیسه بل ډول ولیده نو یې تبلیغاتو ته زور ور کړ، او له ګڼو لارو یې ځینو ځینو قلمونو ته رنګونه واچول،  مګر نه بیا هم نه، د مېړنیو ولسونو په برخلیک لوبې کول له اور سره لوبې دي:

                   ټیټ مې مه بوله! غورځنګ راباندې مه کړه!   زه په دې افتاده ګۍ کې لوی کړنګ یم

  دا چې د اسلامي امارت سیاسي هڅو ګټه کړې که تاوان که خیر و په یوه بله لیکنه کې به سره پرې وګړېږو.

ایمل نوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د