افغانستان

خوست کې بمي برید دوه سرتیري وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د خوست ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د ماین چاودني د دوو سرتیرو ژوند اخیستی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د سړک غاړي ماین چاودنه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې رامنځته شوي، په پېښه کې یو سرحدي او بل ملي سرتیری وژل شوي دي.

خوست په دې وروستیو کې نسبتاً ارام ولایت ښودل شوی او هلته امنیتي پېښي د نورو ولایتونو په پرتله کمي تر سترګو کیږي خو کله ناکله د سړک غاړي ماینونه د سرتیرو ژوند له خطر سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x