fbpx

د هرات پخوانی والي په اسلام اباد کې لادرکه شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): راپورونه وايي، چې د هرات پخوانی والي سيد فضل الله وحيدي د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې لادرکه شوی دی.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارواکي او ځايي ژورنالېستان دپېښې پخلی کوي.

ويل کيږي، چې سيد فضل الله کوم بهرني هېواد ته د ويزې اخيستو په موخه اسلام اباد ته تللی و.

د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

سيد فضل الله وحيدي د پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د کونړ او بیا وروسته د هرات والي و او د ولسمشر غني د واکمنۍ په پيل کې د نورو واليانو په څېر سرپرست شو، چې وروسته د يو شمېر جنجالونو له امله له دندې ګوښه کړای شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د