افغانستان

دطالبانو په برید کې دغزني ولایت دامنیت آمر ووژل شو

zakhmiله  غزني ولایت نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي نن سهار وختی شپږ بجي  دغزني ولایت په مربوطاتو کې دطالبانو په وسلوال برید کې دغزني ولایت دامنیت آمر محمد حسین له خپلو ساتونکو سره یو ځاي ووژل شو. خبر زیاتوي پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې دامنیت امر دزنخان ولسوالۍ ته په لار وو ،تیره شپه طالبانو دزنخان ولسوالۍ په مرکز پراخ ترسره کړ ،دامنیت امر غوښتل چې دپیښې ځاي ته له خپلو نورو عسکرو سره یوځاي ولاړ شي چې په لار کې له پیښې سره مخ شو.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې دخالد بن ولید دنویو پیل شویو عملیات په لړ کې یې دامنیت امر محمدحسین له خپلو پنځو ملګرو سره دکمین په ترځ کې وژلي او یو رینجر موټر یې په ماین ویجاړ کړی

ذبیح الله مجاهد وایي دغزني په مرکز کج قلعه سیمه کې یې هم په پلي امریکايی عسکرو برید کړی دوه تنه عسکر یې وژلي.

طالبانو تیره ورځ دیوې رسمي اعلامیې لمخې په خپرولو سره خپل نوي پسرلني عملیات دخالد بن ولید په نوم اعلان کړل چې نن دثور میاشتې ۸نیټه یې دعملیاتو لومړي ورځ ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x