سعودي: د بشار الاسد لیري کول زموږ هدف دی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې چې نن پیل شو او تر درو ورځو به دوام کوي، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي چې دوی به تر هغو د ارام ساه وانه خلي، تر څو چې د سوریې څخه د بشار الاسد واک ته د پای ټکی نه وي ایښودل شوی.

د مونیخ په ۵۲م کانفرانس کې دا ځل د سوریې او اسلامي دولت ډلي پر خلاف عملیاتو باندي د نړۍ مختلف هیوادونه خپل اندونه او مشورې شریکوي.

نوموړي وویل چې تر هغو به نړیوال د اسلامي دولت ډلي په خلاف بریالي نه سي، تر څو یې د بشار الاسد د واک لمن نه وي ور ټوله کړې.

نوموړي وویل چې د بشار الاسد نظام له منځه وړل زمونږ هدف دی، او دا هدف به مونږ تر لاسه کوو. او زیاته یې کړه، بشار الاسد په سیمه کې یوازینی لامل دی چې له امله یې تروریزم او تروریستان مخ پر زیاتېدو روان دي.

هغه بیا ټینګار وکړ چې تر هغو د بشار الاسد د لیري کیدو هدف نه وي پوره شوی، تر هغو به په سوریه کې د اسلامي دولت ډلي (داعش) په خلاف جګړه کې پرمختګ ناممکن دی.

باید وویل شي چې د امریکا په مشري د سعودي او ګڼو عربي هیوادونو په شمول نړیوال ایتلاف له تیر کال راهیسي پر عراق او سوریه بمبارۍ کوي، خو تر اوسه یې د اسلامي دولت ډلي په خلاف د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې، خو بل لوري ته د اسلامي دولت ډلي پر خلاف نوري اسلامي جهادي ډلي ځپل شوي دي.

روسیه، ایران او د لبنان، عراق او نوري نړۍ شیعه ډلي په سوریه کې د بشار الاسد تر څنګ دریدلي ، د اسلامي دولت ډلي پر خلاف د عملیاتو په پلمه د سوریې د مسلمان ولس پر ضد لوی جنګي جرمونه کوي، خو د بشار الاسد او متحدینو په خلاف یې پاڅون کونکي سوریايي ولسي او اسلامي ډلي د جګړې د ټولو اړخونو له لوري ځپل کیږي، چې له امله یې په هیواد کې بشار الاسد او اسلامي دولت ډلي ته د پرمختګ لاره هواریږي.

د وروستیو شمېرو له مخي د بشار الاسد نظامي ځواک، ایران او روسیه د داعش په خلاف دومره عملیات نه کوي لکه ولسي اهداف او د ولسي مقاومت ملیشې چې په نښه کوي.

سعودي ددې تر مخه اعلان کړی وو، که امریکا د ځمکني جګړې مشرتوب په غاړه واخلي، دوی تیار دي چې سوریې ته خپل پوځونه ولیږي. متحده عرب امارات او ځینو نورو عربي هیوادونو هم ورته اعلان کړی وو.

بل خوا بشار الاسد د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د سعودي او ترکیې له لوري د ځمکنۍ جګړې پيل لپاره خپل چمتوالی ښودلی، او ویلي، «لیري نه بولم چې دغه دوه هیوادونه پر سوریه ځمکنی یرغل وکړي» او زیاته کړې «دا به ددوی په تاوان وي، مونږ ورته تیار یو».

تبصرې (1)

  • د كوهات حادثي زيات غمجن كرم زه افغان مجاهدينو ته دا فيغام ليكم سي ددي انتقام دي ضرور وأخلي