مدني فعالان د جګړو پر مخالفت ګواښل کېږي

مدني فعال او د پښتون خوځښت غړی؛ خيرالله شينواری

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): کابل مېشتي هغه مدني فعالان چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي له بېلابېلو لارو ګواښل کېږي.

دې فعالانو چې پر کابل سربېره یې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د جګړې ضد هڅې فعالې ساتلې په دې وروستيو کې په بغلان کې روانه ټول وژنه وغندله او پر دې اړوند يې خبري کنفرانس ورکړ.

دغه خبري کنفرانس په انټر کانینټل هوټل کې جوړ شوی و، د بغلان ولایت لسګونو مدني فعالانو او قومي مخورو پکې په دې ولایت کې روانه جګړه نسل وژنه وبلله او دا يې د دولت له لوري یو خاص قوم ته جوړه شوې توطیه ياده کړه.

له یاد کنفرانس وروسته په دې کنفرانس کې برخه وال ګډونوال د طالب د ملاتړي په تور ګواښل شوي او ویل شوي دي چې دوی د طالبانو په فرمایش او وړاندیز دا غونډه جوړه کړې ده.

د دې کنفرانس ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند د کنفرانس پر مهال هم یادونه وکړه، چې که نور قومونه د قومیت په نوم ګوندونه او فعالیتونه کوي پروا نه لري، خو که پښتون د خپل حق او مظلومیت غږ پورته کوي د طالب په تور يې خوله بندېږي.

دوی وويل چې په بغلان کې د پښتنو پر کورونو بريدونه روان دي او په وينا يې د نوييمې لسیزې «نسل کشان» بیا خپلې تجربې تکراروي.

کابل میشتی سیاسي مبصر انجنیر نظر محمد مطمئن پخپله فیسبوک پاڼه، د مدني فعالانو ګواښل غندي او ليکي: «مدني فعالان دي پوه شي که د حق اواز یې پورته کړ بیا نو دوی مدني فعالان نه دي دوی به خامخا بل څوک وي خو که د حکومت د ملاتړ ږغ یې وکړ بیا نو دوی په رښتیا سره مدنی فعالان دي.»

ځينو رسنیو خبر ورکړی چې د دې کنفرانس ګډونوال او کابل میشتی مدني فعال خیرالله شينواری د طالبانو ملاتړی دی او په بغلان کې هم د جګړې ضد لاريونونه د ده پر وسیله راتلونکي وخت کې چمتو کیږي.

داسي راپورونه و چې د بغلان اوسیدونکې غواړي چې د بې ګناه خلکو د وژني د مخنیوي په موخه په بغلان کې لاریون وکړي، حکومت وار له مخه لاریون کوونکي د طالبانو په نوم متهم او تهدید کړل.

خیرالله شينواری په کابل کې اوسېږي د پښتون خوځښت په نوم د یو حرکت فعال غړی او له هغو ځوانانو څخه دی چې د افغان سولي کلک پلوی بلل کېږي.

ياده دې وي په بغلان کې له طالبانو سره د جګړې پر پلمه د ۴۰ ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه تنه ولسي وګړي شهيدان شوي او زرګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

تبصرې (2)

  • زه نه وایم چه مدنی فعالان دی د حق له ویلو څخه هم منع شی لکه دا اوس چه د حق اظهار او یادونه کوی ، زه یی ستاینه او لمانځنه کوم ، مګر پرون یی د حجاب په ضد په ځانو بوقری اچولی وی چه له یوی خوا اسلامی تهذیب او فرهنګ توهین کړی او په څنګ کی ورسره افغانی کلچر او رواچونو ته هم سپکوالی کړی وی .
    زه دا وایم ، لکه اوس چه ښه شوی ، د دی په ځای چه مدنی او دموکراتیک فعالان کیږی ولی اسلامی فغالان له ځانه نه جوړوی افغانی فعاالان له ځانه نه جوړوی د مصر اخوان المسلمین اسلامی خوځښت د ویاړنی وړ دی ډیری قربانی یی ورکړی او ورکوی مګر په اواخرو کی یی په دموکراتیکو ټاکنو تکیه وکړه د څه برخه لیک سره مخ شول ، زه وایم دغه فعاالان او شغالان د لویدیز او استعماری قدرتونو ایزمی سمبولونه دی که مونږ غواړو وزن مو زیات او اسلامی او افغانی فرهنګ مو سوجه او سپیڅلی پاتی وی دغه د مدنی فعالانو ګروپ ته توصیه کوم ، چه دغه د وحشت مدنی نومونه ډیران ته ګذار کړی ، د دغه مدنیت ټیکه دارانو مونږ ته په یوه ارګ دوه جمهورریسان کینولی ، دا چه نور مو وژنی ،بی عزته کوی هیوادیی راته په کنډواله بدل کړو په مونږ یی نور مدنی فعالان چارواکی کړی هغه به یوی خواته پریږدو .

  • راځئ چې دالږراوسپړواودتېرتاريخ پاڼي ورسره وڅنډو:دسكندرمقدوني نه رانيولي تر٢٠٠١ع كال ديولسم دسيپتمبرد ډرامې پورې كومه قرباني چي دافغانستان مجاهداوباتورولس وركړې دهيرولونه ده خوهميشه په كې دپښتون قوم برخه غوښينه خوپه په امتيازكې ېې ډنگره برخه رسيدلي ده، د دې لپاره ډير دلايل وجودلري ځكه دپښتوهغه متل دى چې : سوزي هغه ځاى چې اورپرې بليږي .
    پښتنوهميشه نورلږميشت قومونه په غيږكې نيولي اودخپل پښتني دودله مخې يې په هرڅه كې ترځان زيات حقدارگڼلي دي مگرهغسې چې لازم ول دغه وروڼوقومونوهميشه ديرغلگروخواء نيولې اوويي نيوله .
    پښتون قوم دتل په شانه خپل ټټر ددښمن گوليوته سپركړى اوبې كچې قربانۍ يې وركړي اووركوي يې .اوس به اصلي مطلب ته راوگرزم .
    كله چي ٢٠٠١ ع كال دسيپتمبرديولسمې نيټې په ډرامه كې دصليبيانوپه كليساكې پريكړه وشوه چې په افغانستان يرغل اودافغانستان مشروع اسلامي امارت ړنگ اوپر ځاى يې دخپلې خوښې نظام روزل شوي اجنټان اوزرخريده غلامان په كې راټاله اويوگډوله دولت ېې ترې جوړكړاودغولاسپوڅوته لارښونه شوې وه هرهغه څوك چې دگران هېوادافغانستان دخپلواكۍ،دين،ناموس اوخاورې سره مينه لري دطالب په نوم ېې ووژنئ،زندانونوته ېې واچوئ،كورنه يي ړنگ كړئ اوآن په شخصيت يې دتيرې حكم صادركړى و نوسربيره دټولې ويرې ،وحشت اودهشت سره سره داسلامي امارت مشرتابه اوپه سركې دارواښاد اوديويشتمې پيړۍ دحربي قوماندان ملامحمدعمرمجاهدپه لارښوونه اودملت داصلي بچواووارثينولخواء ورته لبيك وويل شوواودصليبيانوپه مقابله كې جهادپيل شوو، الحمدالله چې دامقابله نژدې ده چي دبري پولې ته ورسيږي اوداوياړبه يوځل بيادافغانستان دمسلمان اومجاهدولس په برخه شي .