افغانستان

هرات کې دبهرنیو ځواکونو ۸ اکمالاتي ټانګر سوځول شوي

052011له هرات ولایت نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي تیره شپه دهرات په رباط سنګي ولسوالي دتورغنډۍ په سیمه کې دبهرنیو ځواکونو په اکمالاتي شرکت  وسلواله حمله وکړه ،چې له امله یې ۸ټانګر وسوځول شول. طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې دخالد بن ولید دتازه پيل شویو عملیاتو په لړ کې یې دبهرنیوځواکونو په اکمالاتي شرکت او دعسکرو په قرارګاه پراخ برید ترسره کړی

چې له امله یې ۸ټانګر په پشپړه توګه له منځه تللي او ۱۰ نور تخریب شوي. نوموړي زیاتوي په مخامخ وسلوال برید کې دشرکت شپږ و تنو ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې. دنوموړي په وینا دجګړې په جریان کې یو تن طالب هم زخمي شوی.

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x