
امريكا د افغانانو د اسلامي هويت د له منځه وړلو په هڅه كې
مولوي عبدالهادي مجاهد
امريكا ته په افغانستان كې د انګريزانو او روسانو له تجربو دا ورمعلومه وه چې افغانستان يوازې په زور او جګړى نه ايل كېږي او ترڅو چې د افغانانو په فکري او ټولنيز ژوند كې د افغانى هويت عناصر موجودوي تر هغه به دوئ د هر يرغلګر په خلاف د مقاومت توان لري، نو ځكه خو امريكا د افغانانو په ژوند كې د دوئ د اسلامي هويت عناصر تر بريد لاندې ونيول تر څو د تل لپاره په افغانانو كې د جهاد روحيه له منځه يوسي او پدې ترتيب افغان نوى نسل د غربي فرهنګ او نظرياتو پر اساس وروزي.
د افغاني ټولنې د اسلامي هويت اساسي عناصر
د افغاني ټولنې د اسلامي هويت اساسي عناصر ما ته تر ډېره ځايه په لاندې ټكو كې را ښکاري.
د ټينګ ايمان درلودل او د شريعت منل.
غيرت او همت.
عفت او شرف.
جهاد او سرښندنه.
د غرب د لويدلي فرهنګ له تاثيراتو لرې والى.
اول عنصرــ ټينګ ايمان:
افغانان چې له كومې ورځې مسلمانان شوي له هماغې ورځې تر اوسه اسلام د دوئ دين، شريعت يې قانون او اسلامي فرهنګ یې د ژوند بڼه ده.
دا رښتيا ده چې په عمومي ډول به په افغانانو کې شرعي علوم په پراخه ډول دومره ډېر نه وي خپاره شوي خو د اسلام په منلو کې په عملي ډول د سيمې تر نورو ولسونو غښتلي دي، او له دين څخه د دفاع په لار كې هم تر نورو څو ګامه مخکې دي، او دا هغه حقيقت دی چې د سيمې تاريخ يې تل شاهدي او مثالونه وړاندې کړي دي.
د روسانو او کمونیزم په مقابل کې د جهاد په وخت کې به چې دلته راغليو عربو مجاهدينو د افغانو د تدين او ښې مسلمانۍ ستاينه کوله نو ما چې لا هغه وخت د عربي نړۍ له اوسني وضعيته د عمر د کشروالي او د معلوماتو د نشتوالي له امله خبر نه درلود هغوئ ته به مې ويل چې زما په تصور کې خو تاسې عرب د ډېر قوي ايمان خاوندان ياست، ځکه چې تاسو د اصحابانو لمسيان ياست، د وحيې پر زمكه هستېږئ، قرآن ستاسى په ژبه نازل شوی او داسى نور، خو هغوئ به راته ويل: (ولكنّنا تلقّينا دروس الإيمان العملية منكم في هذا الزمن)، يعنې دا سمه ده چې موږ د دې امتيازاتو لرونکي يو، خو موږ د ايمان عملي درسونه پدې زمانه كې له تاسو افغانانو حاصل كړل.
همدغه د ايمان د قوت او له اسلام سره د وفادارۍ زور دی چې افغانان يې تل د مادي وسايلو له كموالي او يا نشتوالي سره سره د چنګېزيانو، انګرېزانو، روسانو او امريكايانو په مقابل كې درولي او تل يې يرغلکرو ځواكونو ته ماتې وركړې ده.
له افغانانو د ايمان د وسلې د اخيستلو په لاره كې هېڅ کفري قوت او ملګرو يې خپلې هڅې ندي سپمولې.
انګريزانو د خپل استعمار په وخت كې ورته خپل كفري كتابونه ژباړلي او راوړي دي، او روسانو او امريکايانو ورته خپل. له ما سره د تورات او انجيل (عهد قديم او عهد جديد) يوه پښتو نسخه موجوده ده چې د نولسمې ميلادي پېړۍ په آخر کې په لندن كې چاپ شوې او بيا دې سيمې ته راوړل شوې ده، او دا په داسې حال کې چې په هغه وخت کې د دې سيمې هېڅ پښتون مسيحيت ته ور مرتد شوی نه وو. انګريزانو په خپل وخت كې افغانستان ته د (قاديانيت) كفري عقيده هم راصادره كړې، يو څو کورنۍ قاديانيت ته هم ور اووښتې وې چې د مشرانو تر اعدامېدلو وروسته يې اولادونه پېښور ته وتښتېدل او د انګرېزانو تر تسلط لاندې د پېښور د (اچيني) په کلي کې ميشت شول چې تر نولس سوه نوي يمو کلونو پورې هماغلته پراته ول او په مهاجرو افغانانو کې يې خپل دين ته دعوت هم پيل کړی وو.
روسانو هم لا ډېر پخوا له افغانانو څخه دايمان د وسلې د اخيستلو په نيت خپله الحادي كمونستي نظريه افغانستان ته راصادره كړه، او بيا يې د همدغې الحادي نظريې د خپراوي او ټينګښت په خاطر افغانستان اشغال كړ، په سلګونو زره الحادي، ماركسيستي او لينني كتابونه يې د افغانانو ژبو ته وژباړل.
د فرهنګي فعاليت تر څنګ يې د افغانانو د اولادونو دكافر كولو لپاره د (پېش آهنګانو) لړۍ هم شروع كړه، او تر يوسل او شل زره زيات كمكي هلكان او نجونې يې شوروي اتحاد ته ولېږل، او هلته يې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د الحاد افكار د دوئ په ذهنونو كې ورځاى كړل، او دلته يې هم په هېواد كې په بېلابېلو نومونو د ځوانانو لپاره فكري او انقلابي سازمانونو جوړ كړل، او هم يې د كمونيزم نظريه او افكار په مستقيمه توګه په افغانى نصاب كې شامل كړل.
کمونست ببرك به په واز کومي هر وخت افغانو ځوانانوته تلقين وركاوه چې بايد له دوئ څخه (انسان نوين) جوړ شي، بايد د ماركس، انګلز او لينن فلسفه خپله کړى.
خو كله چې كمونيزم په افغانستان او نړۍ كې ماتې وخوړه نو د هغه د فکرې تشې د ډكولو لپاره د نصراني غرب يرغلګر په لاندې دريو جبهو كې رامنخته شول:
د نصراني غرب درې جبهې :
۱ – د سيكولريزم جبهه:
سيكولريزم په انګريزۍ كې (بې دينې) يا (په نظام او حكومت كې دين ته ځاى نه وركولو) ته وايي. غربي سيكولريزم كه څه هم په افغانستان كې لا د امان الله خان له وخته خپلې ريښتې غزولې او د ظاهر شاه او داود خان په وختونو كې ښه ډېره وده کړې وه. په تېره نيمه پېړۍ کې غرب پلوو اشخاصو، احزابو او مؤسساتو هم د سيکولريزم د خپراوي لپاره پراخ کار کړ،او خبره تر دې ځايهرا ورسېده چې د جهاد په دور كې يې د ځينې غرب پلوو تش په نامه جهادي ګوندونو له كړكۍ يې هم سر راوويست. دغه ګوندونه چې ځان يې (منځ لاری) يعنې نه كمونيستان او نه هم توندلاري مجاهدين بلل د غرب د اهدافو د پلي كولو لپاره د ډېرې كاريګرې وسيلې په حيث ثابت شول. هغوئ چې يو وخت يې د (پيرۍ) (حضرتۍ) او غولوونکي (روحانيت) په نامه افغانان له خالص عملي اسلامه ګرځول دا ځل يې سرونه د امريكا او غرب له ګرېوانه راووتل. سيکولريزم يوازې په غرب پلوو تنظيمونو، احزابو او اشخاصو کې منحصر پاتې نه شو، بلکې هغه اخواني مزاجه پخواني تنظيمونه او د هغو ډېره برخه اتباع يې هم تر خپل تأثير لاندې راوستل، او په يوه سيکولر ديموکرات حکومت کې يې د غربي ير غلکرو تر سيوري لاندې د نورو سيکولرو احزابو او اشخاصو تر څنګ د غرب په خدمت کې ودرول.
امريکايانو پر افغانستان له خپل پوځي يرغل وروسته دغو غرب پلوو (روحانيونو!!؟) او سيکولر ديموکرات مجاهدينو!!؟ ته د افغانستان د قيادت، اقتصاد، پوځ، عدلي سيستم، اجتماعي خدماتو، تعليم او فرهنګ چارې وروسپارلې. دغو ډلو ته يې مالي او اطلاعاتي وسايل په لاس وركړل تر څو د سيكولريزم د خپراوي لپاره په خلاص لاس كار وكولى شي.
د غرب دغو نويو او زړو ملګرو د هر ډول وارداتي افكارو پرمخ د هېواد دورازې ورخلاصې كړې، خو د هغو په مقابل كې چې هر څوك د سوچه اسلامي فكر پالنه او ساتنه كوي د دوئ لخوا د (القاعدې) په نامه وهل، تړل، شړل او وژل كېږي، او كټ مټ د تركيې د(كماليزم) په څېر خپل سيكولريزم د زور په وسيله او له خپل لوري د وضع شويو قوانينو له لارې پر خلكو عملي كوي.
د اسلامي نړۍ د ټولواسلامي مذاهبو علماء پدې متفق دي چې سيكولريزم ځکه كفر دی چې له الله تعالی څخه د حاكميت او تشريع حق اخلي، خو (سيکولر ديموکرات مجاهدين) او امريكا پلوي (روحانييين) يې ځكه پلى كوي چې په لكونو ډالره مياشتني معاشونه، شكرانې او نور سياسي او مادي امتيازات تر لاسه كوي.
سيكولريزم په يوه ورځ له خلكو څخه ايمان نه اخلي، بلكى په كراره كراره ايماني ارزښتونه د هغوئ له ژوند څخه باسي او د وخت په تېرېدلو يې داسې مرحلې ته رسوي چې دوئ به بيا په خپله اسلامي شريعت نه غواړي، خو سره له دې به بيا هم ځانونه مسلمانان بولي.
غربيانو په افغانستان كې پر سيكولريزم د (مدني ټولنې) (ديموكراسۍ) او د (نوي بهير) نومونه ايښي دي، ځكه چې دا هغه اصطلاحات دي چې عام وګړي يې په اصلي مقصد نه پوهېږي، او په اسانه يې په لومو کې ښكار كېږي.
۲ – د كليساجبهه:
كليسا لا له ډېر پخوا راهيسې د افغانانو د مسيحي كولو پروګرام تر لاس لاندې نيولى وو، پر (اسلامي نړۍ يرغل) نومی كتاب چې د مسيحي مبلغينو د هغو مقالو مجموعه ده چې په فرانسوي مجله د(مسلمانانو نړۍ) كې خپرې شوې او بيا د مصر ستر عالم (الشيخ محب الدين الخطيب) په عربي ژبه چاپ كړی دى، په دې کتاب کې مسيحي مبليغينو د افغانانو په هكله څه د پاسه سل كاله پخوا ليكلي چې (دهندوستان غربي پولو ته څېرمه پراته پښنتانه ډېر سخت خلك دي، هغوئ هېڅكله هم مسيحيت نه مني، مونږ بايد هڅه وكړو چې غربي او مسيحي ادبيات د دوئ په سيمه كې خپاره كړو چې لدې لارې به دوئ په تدريجي ډول له غربي كلتور او افكارو سره بلد شي).
د همدې او دېته ورته توصيو له مخې غربي كليسايي مؤسسو د افغانانو د هجرت په ورځو كې دغې سيمې ته مخه وكړه او د مرستو او صحي خدماتو په پلمه يې په لسګونو زره د انجيل نسخې او د مسيحيت كتابونه په پښتو او فارسي ژبې د مهاجرينو په منځ کې ووېشل.
ما په خپله ولېدل چې د خيبر درې د سړک پر غاړه په يو مسجد كې د انجيل نوې نسخه د قرآن كريم د نسخو د پاسه ايښودل شوې وه چې ښايي پر دغه لاره تېرېدونكيو د خارجي مؤسساتو صليبيانو به ايښې وه. بل ځل مې د پېښور د مهاجرينو د بورډ په بازار كې د سرك پر غاړه له يوه افغاني كتاب خرڅونكي سره د انجيل نسخه ولېده چې د كتابونو په منځ كې يې د خرڅلاو لپاره ايښې وه.
غربي كليسا ګانو د پاكستان په اسلام آباد كې د پاكستان دمسيحي ټولنې په چوكاټ كې د افغانانو لپاره یوه خاصه مسيحي راډيو جوړه کړه چې له دېرشو کلونو راهيسې په پښتو، فارسي او هزاره ګي ژبو د (صداى زنده ګي)،(صداى اميد)او (مسيحي بچې پروګرام) په نامه په ورځ كې څو څو ساعته پرله پسې خالصې مسيحي خپرونې كوي. او دا په داسې حال دي چې په افغانستان كې په ښكاره ډول نصرانيان نشته.
غربي كليسا ګانو د مهاجرينو په منځ او بيا وروسته په كابل كې افغانان مسيحيت ته وروبلل، او هغوئ ته يې د مسيحيت د ښوونې مركزونه جوړ کړل.
په افغانستان د امريكايانو له مسلط كېدلو سره سم تقريبا څلور زره غربي مؤسسې افغانستان ته راغلې، چې تقريبا نيمايي يې په كليساګانو پورې اړه لري او د امريکايي پلوي نظام تر سيوري لاندې اوس په بېلابېلو نومونو په كابل او نورو ولاياتو كې خپل فعاليتونه ترسره كوي.
د افغانستان په تاريخ كې په لومړي ځل په كابل، مزارشريف، قندهار، كندز، خوست، هرات او ځينې نورو ولاياتو كې د امريکايانو د اشغال په وخت کې د هغوئ په اډو او مراکزو کې كليساګانې جوړې شوې چې اوس خو راغلي يرغلګر وركې خپل دين پلى كوي، خو د دوئ پلان دا دی چې وروسته به بيا دلته د دوئ د پاتې کېدلو په صورت کې د بيان او عقيدې د ازادۍ د حق پر اساس چې اوسنی اساسي قانون يې هم تأييد کوي د ډيموكراسۍ په سيوري كې مسيحيت ته ور مرتد شوي افغانان هم په ازاده خپل عبادتونه وركې تر سره كوي چې د زمانى په تېرېدلو او د شرايطو په بدلېدلو به بيا دغه وړوكى مرتد شوی اقليت د مسيحي غرب تر پالنې او حمايې لاندې سياست او پارلمان ته هم لاره پيد اكوي، او كرار كرار به د قوانينو په رامنځته كولو او تصويب كې د خپل پارلماني حق په استعمال كفر ته په افغانستان كې رسمي او قانوني موجوديت وربښي چې د پنجشېري عبدالرحمن په ښکاره نصراني کېدل او د لاس پوڅي نظام د رئيس اشرف غني د نصرانۍ ښځې (رولا) په تاريخ کې د لومړنۍ افغانې نصرانۍ په حيث راجستر کېدل د همدې کار يو ډول پيل هم بلل کېدی شي.
د افغانانو ايماني ارزښتونه كله هم له دومره لوی ګواښ سره نه وو مخامخ شوي. امريكايان او غربيان غواړي چې لدې لارې د افغانانو ايمان ولوټي او بيا يې په خپل خدمت كې د مفتو مزدورانو په حيث په كار واچوي چې له يوې خوا به پدې کار محلي مزدوران په لاس ورشي، او له بلې خوا به افغانان د افغانو په لاس کفر ته ور وبولي.
۳ــ پوځي جبهه:
كله چې امريكا او غربي هېوادونو وليدل چې افغانان د رباني او كمونستانو له ايتلاف نه وروسته يو ځل بيا د اسلام تر بيرغ لاندې په اسلامي شريعت سره را ټول شول نو يې پر افغانستان د خپل پوځي بريد لپاره تياری پيل كړ، د شمال كمونيستي نيشنلستي ټلواله يې تأييد، تقويه او بيا استعمال كړه، او (بوش) د ټول غرب په يوځاى كولو او په شرق كې خپلو ملګرو ته د امر په وركولو خپله نړيواله صليبي جګړه اعلان كړه.
بوش په واز كومي دغه جګړه مقدسه صليبي جګړه و بلله، او په نتيجه كې يې د صليبي لښکرو په زور او د هغوئ تر څنګ د افغاني ملېشه يي ډلو د قومندانانو په استخدام افغانستان اشغال كړ.
بوش پوهېده چې په يوازې سر افغانستان نه تسخيرولى شي او نه يې ساتلى شي، نو ځكه يې د ټولې دنيا كافران په پرله پسې ننواتو له ځان سره ملګري كړل.
امريكا د خپل يرغل په كلونو كې د شمال له ځينې كمونيزم ځپلو سيمو پرته نور د يوه ولايت خلك هم له ځان سره ملګري نه كړاى شول،که څه هم چې ډېرې لويې غونډې، لويې جرګې او څو څوځله يې انتخابات په كار واچول خو هېڅ ګټه يې ورته ونه لرله. جهاد نور هم زور واخيست او پر افغانانو د امريكا د جنګي ټكنالوژۍ د غرور جادو هم بې تاثيره شوه، خلك پوه شول چې امريكايان هم وژل كېداى شي، او د دوئ له ډېرو پرمختللو وسايلو نه هم ځان په ډېرو ساده طريقو ساتلى شي.
امريكا به ارومرو دغه جګړه بايلي، ځكه چې روسان له افغانستان سره په پوله پراته ول خو بيا يې هم خپله جګړه اكمال نه كړاى شوه، نو امريكابه يې له شل زره كيلو متره ليري هېواده څنګه اكمال كړاى شي؟ خو امريكايان به كوښښ وكړي چې تر هغو په افغانستان كې خپل نظامي حضور ته دوام وركړي چې تر څو دلته يو غرب پلوی نسل تربيه كړي او بيا د خپلې ماتې په صورت كې دا هېواد خپلو دغو روزل شويو غلامانو ته د افغانانو په نامه ور وسپاري.
له همدې امله امريكايانو د افغانستان ټول پخواني پوځي تشكيلات لغوه او پخواني افسران يې له كاره ګوښه كړل، او دا ځكه چې هغوئ يو ځل د خپل ملت او هېود په خلاف د روسانو لپاره د جګړې ترخه تجربه ليدلې وه، او د دې ډېر احتمال وو چې د هغوئ يوه زياته برخه به بيا دخپل ملت په خلاف د امريكايانو لپاره نه وو جنګېدلي. امريکايانو د هغوئ پر ځاى داسې بېسواده، بې فرهنګه، بې احساسه او بې تجربې اوباشان د (ملي اردو) په نامه رامنځته كړل چې يوازې څو هفتې يې له امريكايانو پوځي روزنه تر لاسه كړې، خو د خپل ملت په خلاف د جګړې له ترخو عواقبو ناخبره دي.
دويم عنصرــ غيرت او همت:
امريكايانو او غربيانو ته دخپلو (استشراقي) معلوماتو په په رڼا كې ور معلومه وه چې ډېر افغانان لا تر اوسه د غرب له لوېدلي او بې غیرته فرهنګه ندي اغېزمن شوي او تر اوسه يې په معنوي ژوند او ټولنيزو ارزښتونو کې غيرت لوړ ځای لري، او ترڅو چې دغه شعور ورکې ژوندی وي د غرب په څېر بې حيا او د ښځو او نرو تر منځ مختلط او بې بندو باره ژوند نه مني، نو ځكه خو يې كوښښ وكړ چې د اسلامي غيرت احساس په خلګو كې له منځه يوسي. امريکايانو په افغاني ټولنه کې د دې ديني او معنوي ارزښت د له منځه وړلو لپاره له لاندې يادو شويو تدابيرو كار واخيست:
د ديني او معنوي ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره غربيانو تدابير
۱–د نشراتي وسائلو پراخه خپراوی:
د دې لپاره چې امريكايان د افغانانو له ذهن څخه د خپل پوځي يرغل تصور وباسي او په تفريحي او ترفيهي مصروفيتونو يې مشغول کړي نو په پراخه پيمانه یې په افغانستان کې نشراتي وسائل خپاره کړل، او د هغو له لارې يې خپل فرهنګ، اجتماعي او اخلاقي ارزښتونه او د غربي ډوله ژوند بڼه افغانانو ته ور تلقين کړه. يرغلګرو د دغو نويو وسائلو له لارې په ورځ کې په زرګونو ساعته راډيو يي او تلويزوني خپرونې پيل کړې او پراخه انټرنټي او مطبوعاتي تبليغات يې په كار واچول.
يوازې يوې امريكايې مؤسسې(USAID) تر سلو زياتې نادولتي محليFM راډيوګانې د افغانستان په ولسواليوكې فعالى كړې چې هره يوه يې په ورځ كې لږ تر لږه تر لسو ساعتونوپورې د دوئ په ګټه خپرونې كوي. د دې ترڅنګ د امريكا، بي بي سي او ازادۍ راډيوګانو خپلې يونيم او دوه ساعته خپرونې څلېريشت ساعته كړې، او له مركزي راډيوګانو علاوه په ولاياتو کې په محلي FM سټېشنونو هم خپروي.
ددغو راډيوګانو تر څنګ په ټول افغانستان کې تر اتياوو زيات تلويزوني او د هغو ترڅنګ په سلکونو كيبلي كانالونه هم د يرغلګرو لپاره خپرونې كوى.
په مطبوعاتي ډګر كې په افغانستان كې تر زرو زياتې ورځپاڼې، اونيزې، نيم مياشتنۍ او مياشتنۍ خپرونې د سيكولر او په غرب پورې د تړلو جهتونو له لوري د دوى په ګټه خپرونې كوي.
په دغو ټولو خپرونو كې مركزي ټكى دا دى چې امريكا او غربيان يرغلګر نه دي، هغوئ د افغانانو دنجات لپاره راغلي، او داسې نور.
دغه ټولې خپرونې چې د غرب لخوا تمويلېږي او اداره كېږي كوښښ كوي چې په افغانانو كې پر دين، ناموس او نورو معنوي ارزښتونو د غيرت احساس له منځه يوسي، دښمن ورته د دوست په شكل كې ښكاره كړي، او د غربيانو جنايات افغانانو ته د خدماتو په بڼه كې ور معرفي کړي.
دلته راغليو يرغلګرو که د افغانانو پر عزت، ناموس او معنوي ارزښتونو هر څومره تيري وكړل د اشغال د وخت نشراتو هغه توجيه كړل، او د هغو په اړه يې د خلكو دكركې او نفرت د سړولو لپاره د غيرت او حميت خلاف افكار خلكو ته ور تلقين کړل، تر څو مسلمان افغانان د امريكا په خلاف هم هغسې يوه ملي قيام ته چمتو نشي چې د روسانو او كمونستانو په خلاف د خپل ديني غيرت په نتيجه كې چمتو شوي ول.
۲– د ليكوالانو او مفكرينو خريداري:
په هر ملت كې مفكرين، ليكوالان، شاعران او پوهان د هغه ملت د فكري او معنوي ارزښتونو ساتنه، پالنه او له هغو څخه د فاع كوي. او كه چېرى دغه ډول خلك د دښمن په صف كې ودرېږي نو په ډېرې اسانۍ ملتونه ذلت او تسليمېدو ته غاړه ږدي او له جهاد او مبارزي څخه لاس اخلى.
همدغه خلك ول چې د کمونيزم په خلاف د جهاد په وخت کې يې په افغانانو كې ديني غيرت راوپاراوه او هغوئ يې د جهاد، دفاع، شهادت او مبارزى په مفاهيمو وپوهول، په سنګرونو كې يې كښېنول، او په نتيجه کې ټول ملت دروسانو او كمونستانو په خلاف راپورته شو.
خو دا ځل امريكا او غربيانو كوښښ وكړ چې تر هر څه دمخه دغه ډول خلك يا قتل، تبعيد او تجريد كړي، او يا يې هم يوه لويه برخه په خپلو ډالرو خريداري کړي او په خپل صف کې يې ودروي. ځكه خو اوس په سلګونو هغه مفكرين، ليكوالان او شاعران چې يو وخت يې د جهاد ملاتړ کاوه او په خلکو کې يې د دښمن په خلاف د ديني غيرت ولولې پارولې او پاللې دا ځل د څو ډالرو په بدل كې د يرغلګرو ترڅنګ ولاړ دي او مسلمان ملت ته د ډيموكراسۍاو ليبراليزم کفري نظريات د معاصرو او پرمختللو ارزښتوتو په نامه ور وړاندې کوي، او د جهاد او له وطن څخه د دفاع پرځای ځوانان د ترورزم په خلاف د مبارزې په نامه د مجاهدينو په خلاف جګړې ته هڅوي، او د ير غلګو لخوا په جوړو شويو نظامي تشکيلاتو کې د شموليت تر عنوان لاندې يې د يرغلګرو په صف کې دروي، او پدې ډول د امريکا په خدمت کې د ديني غيرت د وژونكو په حيث خپله ذليلانه وظيفه تر سره كوي.
۳– د لنډغرو او بې غيرته حاكمانو مسلطول:
امريكا په افغانستان كې په پرله پسې ډول له داسې سيکولرو، پردي پالو او غرب پلوو خلكو حكومتونه جوړ كړل چې يوه برخه يې عملا امريكايي او غربي تابعيتونه او لري، او يوه برخه نور يې غربيانو ته د ورنږدې کېدلو په مقصد د هر ذلت منلو او د هر جنايت ترسره کولو ته تيار دي.
دغه له امريکايانو او نورو غربيانو سره راغلي افغانان هلته په غرب کې پداسې يوې بې بندوباره او لنډغره ټولنه كې اوسېدلي چې په ټوله معنا له اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه پردي شوي دي. دوئ په پخپله او د دوئ ښځې، لوڼې او زامن له لسګونو (ګرل فرينډانو) او (بوای فرينډانو) سره اوسېدلي او د غرب اخلاق او بې معنويته حيواني فرهنګ ورته تمدن ښکاري. دغه خلک په خپلې ټولې توانايۍ هڅه کوي چې په خپل حاکميت کې دلته هم هماغه ډول يو اخلاقي او فرهنګي محيط ايجاد کړي.
په حکومت کې د دوئ د دې ځای شريکان بيادلته په افغانستان كې د بې غيرتۍ، لنډغرتوب، ټوپکسالارۍ او وحشتونو كرغېړنه مشهوره سابقه لري.
نو اوس كه د يرغلګرو په حكومت كې د دوئ ورسره راغلي (مسټران) او يا د دوئ د دې ځای ملېشه يي شريکباڼي د افغانانو پر ديني غيرت، معنوي ارزښتونو او ناموس تېرى كوي نو د دوئ په نزد څه بده خبره نه ده، بلکې دا د دوئ لپاره يو مطلوب کار دی، ځکه چې دوئ د همدغه ډول يوه وضعيت او ماحول د رامنځته کولو لپاره راغلي او توظيف شوي دي.
د دوئ چې خپلې ښځې په ارګ کې د سلګونو امريكايي (كاوبايانو) لخوا (وساتل) شوې نو د نورو خلكو د ناموس دساتلو به څه پرواوكړي؟ او يا به يې د ديني غيرت او معنوي ارزښتونو د ساتلو څه غم وکوي؟
درېيم عنصر ــ عفت او شرف:
افغاني ټولنه د مسلمانانو په منځ کې د عفت او شرف بهترين سمبول ګڼل كېده. په هره ټولنه كې چي حيا عفت او شرف وجود ولري په هغه ټولنه كې ځوانان او پيغلې د عزيمت خاوندان وى، او له دين څخه د دفاع او د هېواد د آزادۍ د ساتلو په لاره كې د قربانۍ لپاره هميشنۍ تيارى لري. د دغه ډول ټولنې ځوانان غواړي پلرونه شي، او نجونې يې غواړي ميندې شي، او پدې کار سره د يوې پاكې او سالمې ټولنې د تداوم داسې يوه سلسله تضمينوي چې د تل لپاره د يرغلګرو په مقابل كې د غيرتمنو او عزتمنو ځوانانو او مبارزينو شتون حتمي كوي.
په سپېڅلې او باعفته ټولنه كې ځوانان د كامل انسانيت روزنه تر لاسه كوي او له جنسي حيوانيت او بې لاريتوبه نجات مومي. همدغه وجه ده چې ټول اسماني دينونه په عفت او پاك لمنتوب باندې تأكيد كوى، له هر ډول اخلاقي بې لاريتوبه يې د ټولنې د ژغورلو لپاره بېلابېل وقايوي او جزائي قوانين رامنځته كړي دي. نه يوازې اسماني اديان بلکې ډېر د بشر په لاس جوړ شوي مذاهب لكه (زردشتي) (بودايي) (هندويزم) (سك مذهب) د چين د خلکو د(كنفوشيوس) مذهب او داسې نور هم د خپلو ټولنو له تباهۍ څخه د ژغورلو لپاره جزائي قوانين عملي كوي.
خو د غرب تر ډېره حده ماده پرسته او په الحاد ولاړه ټولنه چې له خپل اصلي (يهوديت) او (نصرانيت) څخه هم تېره شوې ده د نړى د خلكو د بې لاري كولو، په هغوئ كې د عزيمت د ختمولو او بيا پرهغوى د غلبې د حاصلولو لپاره يې د (جنس) او (بدلمنتوب) بازارونه په دنيا كې ګرم كړي او خپل ټول نشراتي وسايل يې د اخلاقي فساد د خپرولو په لاره كې په كار اچولي دي چې په دې لړ كې افغانستان هم د دوئ تر مسقيم تأثير لاندې راغلى دی.
ټول غرب او په سر کې يې امريكا د رو سانو په خلاف د افغانستان د جهاد په كلونو كې وليدل چې څنګه په لكونو ځوانان پرته له كومې مادي معاوضې د جهاد او قربانۍ ډګر ته راووتل، په لكونو شهيدان شول، د هېواد لويشت لويشت خاوره د هغوى په وينو سره شوه، خو د كمونيزم ټغر يې پدې خاوره كې غوړېدو ته پرې نښود.
همدا ډول په مليونونو پېغلې د خپل دين او عفت د ساتلو پخاطر د هېواد پرېښودلو او هجرت ته چمتو شوې، خو د الحاد په غېږ كې يې ژوند ونه مانه. هماغه و چې په شلمه ميلادي پېړۍ كې نړۍ د جهاد ستره معجزه وليدله، او د نړۍ ډېرو ملتونو د دغو باعفته ځوانانو د قربانيو په بركت د ازادۍ ژوند حاصل كړ.
اوس چې امريكا افغانستان اشغال كړى نو امريکايان لدې په وېره كې دي چې ښه ډېر افغان ځوانان به دا ځل د دوئ په خلاف هم د جهاد او قربانۍ ډګر ته راووځي، او د روسانو تجربه به دا ځل پر دوئ تكرار شي، نو ځکه خو يې تر هر څه زيات د ځوانانو په منځ كې د اخلاقي فساد د خپراوي كار په پراخه پيمانه پيل كړ چې په لاندې څو نقطو كې يې ځينې ډولونه او مثالونه يادوو:
د اخلاقي فساد د خپرولو ډولونه او مثالونه
۱ – د مېډيا له لارې د اخلاقي فساد خپرول:
امريكايانو د خپل اشغال په لومړۍ هفته کې هغه تر هر څه د مخه په كابل كې د (كابل نندارې) په تياتر كې پداسى حال كې د بې لارو ښځو يو تياتر وړاندې كړ چې لا د تياتر ځمكه له خاورو او ايرو پاكه شوي هم نه وه. دغه تياتر ته امريكائي پوځيان او افسران په پراخه پيمانه ورغلي وو. دغه ډول د تياتر افتتاح په هغه خاص وخت کې خپل يو اهم پيغام درلود، او هغه دا چې امريکا به دلته د خپل استقرار په صورت کې همدغه ډول فرهنګ ته رواج وروکوي.
د غربيانو او د هغوئ ددې ځای د ملګرو دغه ډول خپرونې دومره شرمېدلې او بربنډې دي چې د دوئ د ادارې مزدورو او دين پلورونكو تش په نامه ملايانو او روحانيونو ته هم د منلو وړ نه وې، او په پرله پسې ډول يې د کابل ادارې ته دا توصيې کولې چې بېلارې کوونکي او مبتذل نشريات دې بند کړي چې په خلاف به يې خلک را وپاريږي. خو حکومت کله هم پدې ونه توانېده چې دغه ډول خپرونې بندې کړي، او دا ځکه د دغه خپرونو تر شا پخپله امريکا ولاړه ده او کله به هم د کابل ادارې ته اجازه ورنه کړي چې د دوئ د پلانونو د عملي کېدلو په لاره کې دې خنډ شي.
۲– د ښځو د چارو عجيب او غريب وزارت :
غربيان پدې پوهېږي چې د ښځو فساد دټولې ټولنې فساد او اصلاح يې د ټولې ټولنې اصلاح ده، له همدې امله امريکايانو او نورو غربي اشغالګرو هم هڅه وکړه چې دلته په افغانستان کې هم بايد په پراخه پيمانه او مستقيما د چا له نګرانى پرته امريكايى مشاورين د افغانانو د (ژوندبڼې) او (فکر) د غربي کولو لپاره خلاص لاس او پراخ فرصتونه ولري، نو هماغه وو چې تر اشغال سمدستي وروسته يې د ښځو د چارو د وزارت په نامه د اشغال په حکومت کې يو رسمې ارګان جوړ كړ چې د افغانستان په تاريخ کې کله هم پدې نامه کوم وزارت وجود ندی لرلی.
دغه وزارت په منظم او سيستماتيك ډول ښځې د خپل دين، خپلو شرعي مکلفيتونو او د خپلې ټولنې د عنعناتو او اعتقاداتو په ضد راپاروي. وزارتونه خو په اصل کې د هېوادونو د چارو د چلولو او د ستونزو د حل لپاره منځ ته راځي، خو اوس پوښتنه دا ده چې آيا(ښځه توب) هم كومه داسې چاره او ياکومه ستونزه ده چې د يوه مستقل وزارت ضرورت ايجابوي؟ او که هغه هم د (نارينتوب) په څېر يو فطري امر دی چې د انسانيت په عمومي دائره کې راځي چې بايد ټول وزارتونه او ادارې يې پالنه وکړي؟
كه هدف دا وي چې ښځې د هېواد په چارو كې استخدام شي او د دوئ په اند د يوې سيكولر ټولنې د رامنځته كولو لپاره ترې كار واخيستل شي نو دا کار خو دوئ په نورو وزارتونو كې هم کړی دی. او كه هدف داوي چې ښځه توب هم يو خاصه چاره ده چې د امريكايى مشاورينو تر نظارت لاندې د وزارت ضرورت لري نو بيا خو ځينې افغانان ملامت ندي چې دغه وزارت ته (وزارت امور زنان) پر ځای (وزارت امور زنا) وايي. ځکه چې همدغه وزارت دی چې په زرګونو غربي مؤسسو ته ځوانې ښځينه ترجمانانې، سكرترانې او کار کوونکې برابروي. او همدغه وزارت دی چې امريكايى او غربي پوځيانو او چارواكو ته افغاني ترجمانانې او دايساف په دفترونو كې كار کووونکې برابروي چې د نه اورېدلو كيسې يې هره ورځ د كابل دخلكو په منځ كې خپرېږي. يو ځل خو لا همدغه وزارت اعلان وكړ چې د(تياتر) لپاره د نجونو د روزنې ضرورت هم پوره كوي.
حقيقت دا دی چې د ښځو د چارو وزارت هغه د (رنګينو لومو دام) دی چې غربيانو په افغانستان کې د افغانو ښځو د ښکار کولو او په هغوئ کې د غربي ډوله فرهنګ د رائجولو په مقصد جوړ کړی دی، او په هغه کې يې څو داسې له اسلامي او افغاني فرهنګه پردۍ شوې غرب پلوې ښځې توظيف کړې دي چې د هغوئ په وسيله په افغانستان کې د ښځو د فاسدولو لپاره د غرب پروګرامونه او پلانونه تطبيق کړي. له همدې امله خو دغه وزارت خپل کارونه هم په ښارونو او د غرب د (فکري تأثير قبلونې) په ساحو کې متمرکز کړي دي او اطرافي سيمو ته يې هېڅ پام ندی کړی، او دا ځکه چې هلته د غرب (فکري تأثير ګذاري) ډېره ممکنه نده.
۳– د هېواد په ښارونو كې د شرابخانو او فحشاوو د اډو جوړول:
په افغانستان کې د امريکايي اشغال له ټينګېدو سره سم يوازې دكابل په ښار كې د (ګېسټ هاوسونو) په نامه او په نورو بېلابېلو نومونو د خارجيانو او داخليانو تر سر پرستۍ لاندې په لسګونو (بارونه) او د فجشاء مراکز پرانستل شول، او په ازادانه ډول يې كار او فعاليت کاوه. جنسي بي لاريتوب كابل داسې په خپلې غېږ كې اخيتسى وو چې که جهاد زور نه وای اخيستی نو نږدې وو چې د اشغال په لومړيو کلونو کې کابل هم د تايلند د (بنکاک) په څېر د جنس د بزنس مرکز وګرځي.
په ۲۰۰۴م کال کې د كرزي د شرمېدلې ادارې د عامې روغتيا د وزارت د يوه چارواكى په استناد د ازادۍ راډيو وويل چې يوازې د كابل په ښار كې (۶۰۰۰۰ ) شپيته زره ښځې او ماشومان په بدلمنۍ اخته دي.
په يوه بل انكشاف كې په همدې کال کې په كابل كې د رابعه بلخي د ښځينه روغتون يوې كار كوونكې په ښكاره مېډيا ته وويل چې په دغه روغتون كې د ناواده شويو نجونو د (اسقاط حمل) پېښې سلګونو ته رسيدلې دي. او هغه ناواده شوې نجونې چې ژوندي اطفال زېږوي د هغوئ بچيان د روغتون لخوا هغو خلكو ته وركول كېږي چې اولادونه نه لري.
که د امريکا په خلاف جهادي مقاومت ډېر ژر په هېواد کې خپور شوی نه وای او حالات هماغسې روان واى نو په افغانستان كې به هم د امريكا په څېر د ښارواليو لخوا د بې پلاره (حراميانو) د پاللو كلتور هم دود شوی وای.
دغه ډول پيغلې ټولې هغه نجونې وې چې يا يې په غربې مؤسسو كې كار كاوه، او يا هغه بې بندوباره نجونې وې چې په مكتبونو، پوهنتونونو او دولتې ادارو كې يې له ځوانانو سره جنسي ازادانه اړيكي درلودې، ځكه چې د كورونو د نجونو په هلكه په افغاني ټولنه كې دغه ډول تصور هم نشي كېداى.
غرب او امريكا غواړي د دغه ډول اخلاقي فساد په خپرولو افغاني نجونې او ځوانان د انحلال او فساد خواته ورټېل وهي، تر څو د دوئ په مقابل كې د جهادي مقاومت زور وانخلي. خو د دې فساد په مقابل کې چې د هېواد هغه باضميره او مسلمانان ځوانان چې د هېواد په پوهنتونونو او تعليمي ادارو كې د دغه ډول فساد په خلاف خپله كركه او انزجار ښكاره كوي او غواړي خپله ټولنه د غرب د بېلارې فرهنګ په تېزابو کې له ويلې كېدو وژغوري هغوئ د حكومت لخوا د القاعده، تروريستو او بنسټ پالو په نومونو نومول کېږي، په ډول ډول نورو تورونو تورن كېږي، بنديان كېږي، تهديدېږي او يا د پوهنتونو پرېښودولو ته اړ ويستل كېږي.
څلورم عنصرــ د جهاد او سرښندنې فطري استعداد:
د افغانى هويت څلورم عنصر په افغانانو کې د جهاد او سرښندنې فطري استعداد او د يرغلګرو په خلاف د افغانستان د جغرافيې طبيعي موقعيت او جوړښت دی.
افغانان په فطرى ډول د جهاد لپاره جوړ دي. او دا ځکه چې په جهاد كې دوه عنصره ډېر مهم وي چې يو يې (ټينګه عقيده) او بل يې (پر مشكلاتو صبر او د ستونزو په سړه سينه ګالل دي). دغه دواړه عنصرونه د افغانانو د طبيعي ژوند بنسټونه تشكيلوي. د دې دواړو ترڅنګ بل شی دوسلې د استعمال دى چې اتيا فيصده افغان يې ښه په اسانۍ چلولی شي. د روسانو په مقابل كې زمونږ تر پنځو ميليونو زياتو خلكو پرمختللي جنګي تكتيكونه زده كړل، او د چريكي جنګ تر ټولو غوره تجربه يې حاصله كړې ده.
په جهاد او ازدۍ غوښتنه كې زمونږ ملت د استاذۍ هغې لوړې درجې ته رسېدلى چې د نړۍ د هر ځای مستضعفو مسلمانانو له دوئ څخه د زده كړې لپاره ديخوا ته مخه وكړه، لدې ځايه يې روحيه او تجربه واخيسته او بيا يې بېرته په خپلو هېوادونو كې د جهاد سنګرونه تاوده كړل، او له هغو خاورو يې هم د يرغلګرو د شړلو پلانونه طرح او عملى كړل، او پر مسلمانو د ورتپل شويو رژيمونو ستنې یې ور ولړزولې.
دغه ټول هغه عوامل دي چې زمونږ له ولس څخه يې يو مجاهد او باعزيمته ولس جوړ كړى دی.
امريكايان او نور غربيان په افغانانو کې د دغو عواملو د شتون پر اهميت پوهېږي، نو ځكه خو يې د جهاد، مجاهدينو او جهادى فرهنګ په خلاف نه ستړی كېدونكي تبليغات پيل كړي دي، او د مظلومو خلكو د آزادۍ سپيڅلې جګړې ته هم ترويزم وايي، او غواړي پدې ډول خلك له جهاده منصرف كړي، او د غلامۍ په بېلابېلو رنګينو ځنځيرونو يې وتړې، ترڅو د تل لپاره د افغانانو د اسلامي هويت دغه عنصر ته هم د پاى ټكى كېږدي. خو د روسانو او د امريکايانو په خلاف د افغانانو جهاد او له دين سره پر قوي تړاو ټينګار دا وښودله چې غربيان به هېڅكله هم پدې كې بريالي نشي چې مسلمان افغانان به له يوې مخې په فکري او فرهنګې لحاظ تسخير کړي. بلکې دغه پردي فکري او پوځي يرغلونه به د دوئ ذهنونو کې اسلامي مفاهيم نور هم پاخه کړي، او په ژوند کې به د هغو د عملي کولو لپاره د دوئ عزم نور هم ورکلک کړي، او د تل لپاره به د يرغلګرو په مقابل كې خپل مقدس جهاد ته ادامه وركوي، كه څه هم چې ځينې رهبران به يې لكه امير دوست محمدخان او د ځينې پخوانيو جهادي تنظيمونو اوسني مشران تر بري وروسته دښمن ته ورتسليم هم شي.
پنځم عنصرــ د غرب له لوېدلي او مبتذل فرهنګ او تمدن څخه د افغانانو لرې والی:
غربي هېوادونو په شملې پېړۍ کې د خپل عسكري استعمار په نتيجه كې ډېر اسلامي هېوادونه ايل او بيا سره بيل كړل، او هم يې هغوئ له خپل اصيل اسلامي فرهنګ څخه بې برخې كړل. خو افغانان د الله تعالی په فضل او بیا وروسته په خپلې ميړانې او له يرغلګرو سره د جكړو په بركت له دغې وبا تر ډېره حده ليرې پاتې ول، كه څه هم چې د شاه امان الله، ظاهرشاه او د داود مفسدو رژيمونو پر افغانانو د غربي فرهنګ د ورتپلو په لاره کې ډېرې هڅې كړې وې.
د غرب له مادې او الحادى تمدن څخه د ليرې والي تر ټولو لويه فايده دا وليدل شوه چې په ډېره لږه موده كې ټول ملت د روسانو په مقابل كې د جهاد په صف كې ودريد، او دروسانو مادياتو ته ورتسليم نه شو.
امريكا هم له همدغه ډول يوې نتيجې په وېره كې ده، نو ځكه خو غواړي چې د (ډرګ) او (سيكس) د فرهنګ په خپرولو زمونږ ټولنه او ځوانان هم د (بې غيرتۍ) او (ځان بايلودنې) په طاعون اخته كړي، او له همدې امله يې د مليونونو ډالرو په سرمايه بېلابېلې فکري او فرهنګي پروژې په کار اچولې دي، او په هغو کې يې ښه ډېر مزودر او وطن پلورونكي افغانان په كار ګومارلي دي چې په افغانانو کې د غرب فکر، فرهنګ او نظريات خپاره کړي. دغه خلک تر پرديو ډېر خطرناك دي ځکه چې دوئ پردي نظريات په ډېر منافقانه ډول په افغاني نومونو او اصطلاحاتو افغانانو ته وروړاندې کوي، او راتلونکي نسلونه مو په غرب پورې تړي. خو دا چې اسلامي معتقدات او اسلامي هويت زموږ په ژوندانه کې تر هر څه زيات حاكميت لري نو هېڅكله به امريكا او نور يرغلګر زموږ ولس له خپل اسلامي افغاني هويت څخه محروم نه كړاى شي، البته د دغه هويت په ساتنه او پالنه كې تر بل هر چا د قلم د خاوندانو رول زيات دى چې په تر سره كولو يې بايد خپل ملي او اسلامي مسؤوليت په غاړه واخلي.
جزاك الله احسن الجزاء… شكراً لك.