fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۷۶مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د اسلامي دعوت برى او اغيزې يې

مخكې لدينه چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ژوند د وروستنيو ورځو څيړنې او مطالعې ته يو ګام نور هم ورلنډ شو، غواړو په هغې وياړمنې، عظيمې او بې ساري كارنامې څه نا څه رڼا واچوو كومه چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په لاس تر سره شوې. هغه يې د ژوند ثمره ده او په همغې سره يې له نورو رسولانو (عليهم السلام) نه امتياز او برتري موندلې ده. او د همغې عظيمې كارنامې په وجه الله تعالى د دواړو كونينو سردار بللى، او د ړومبنيو او وروستنيو د سيادت تاج يې ور په سر  كړى دى.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته د الله تعالى له لوري امر وشو:

((يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ (1) قُمْ اللَّيْلَ إِلاَّ قَلِيلاً)) (المزمل: 1- 2) [اې نغښتونكيه د ځان په جامه كي! ودريږه لمانځه ته په شپه كې مګر خو په لږه شپه كې.]

((يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (1) قُمْ فَأَنذِرْ)) (المدثر: 1-2) [ترجمه: اې جامه كې نغښتونكيه! دريږه پورته شه او وويروه.]

د همدې الهي حكم د تعميل لپاره رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) كلكه ملاوتړله، او له 20 كلونو نه زياته موده يې د ځمكې په مخ ددې عظيم امانت د ادا كولو په لار كې  نه ستړې كيدونكې هلې ځلې وكړې. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په غاړه د ټول بشريت مسؤوليت پروت ؤ، د عقيدې او په بيلابيلو ډګرونو كې د جهاد دروند مسؤوليت يې درلود.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وظيفه درلوده د هغه ويده ضميرونو په خلاف جهاد وكړي چې د جاهليت په خرافاتو او باطلو تصوراتو كې ډوب شوي وو، د مادي شهواتو، هوسونو او غوښتنو په ځنځيرونو تړل شوي وو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې پدې وتوانيد د څو غوره اشخاصو ضميرونه د جاهليت له ډنډ او ځنځيرونو نه آزاد كړي، په خپل صف كې يې ودروي، او د اصحابو مقام ته يې ورسوي، نو د بل ډول جهاد ډګر ته داخل شو. دا داسې جهاد ؤ چې يو په بل پسې يې مختلفې مرحلې درلودې. دا جهاد د بې شميره او سوګند خوړلو دښمنانو په خلاف جهاد او مبارزه وه، هغه دښمنان چې په پوره توان سره يې ددې هڅه كوله د خير، راحت، هدايت او بركت دغه نوې ونه له بيخه وباسي او پرينږدي په ځمكه كې ريښې وغزوي او سيوري يې هرې خوا ته خواره شي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لا په عربي جزيره كې له جګړې نه بې غمه شوى نه و چې روميانو يې په خلاف د جګړې اور بل كړ، او د مقابلې لپاره ېې تياري ونيوله.

دا بايد له ياده و نه باسو چې د جهاد او مبارزې پدې ټولو مراحلو كې د ويده ضمير په خلاف جګړه روانه وه. له ويده ضمير سره جګړه پاى نلري، دا طولاني او هميشنۍ جګړه ده، ځكه د دې جګړې مقابل لورى شيطان دى. شيطان هيڅكله هم د انسان له اغوا، منحرف كولو څخه لاس نه اخلي، هغه تل هڅه كوي په انساني ضمير خپل واك قايم وساتي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د الهي دعوت په ميدان كې د غره په شان ثابت ولاړ ؤ، د جهاد او مقاومت لاره يې نيولې وه، د ژوند سختيو ته يې اوږه وركړې وه. د مادي امكاناتو د شتون او موجوديت په صورت كې يې هم د زهد او تقوى لاره خپله كړې وه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپلو اصحابو (رضي الله عنهم) او نورو انسانانو د رحمت، امن، بركت، او سكون سيوره غوړولې وه. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لاره د زحمت، كړاو، تكليف، صبر او مقاومت لار وه. هغه به د شپې د خپل رب عبادت كاوه  د قرآنكريم تلاوت به يې كاوه، او د خپل رب په وړاندې به يې د عجز او تسليمۍ سر په سجده ايښود.(1) او د همدې عظيم عمل، صبر، ستړيا له بركته يې نور خلك له امن او سوكالۍ نه برخمن كړي وو.

پدې ترتيب سره  رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له شل كاله نه زياته موده جهاد او جګړه وكړه. هيڅ ډول خنډ يې مخه ډب نه شواى كړى، په پاى كې دعوت بريالى شو. دا يو بې ساري برياليتوب ؤ، خلك ورته حيران شول. ټوله عربي جزيره د محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ترواك لاندې راغله، د جاهليت جرړې له بيخه ووتلې، رنځور عقلونه روغ شول د بتانو عبادت يې پريښود. هرې خوا ته د توحيد نور خور شو په هره سيمه  او هره دښته كې د توحيد او آذان انګازې پورته شوې، د قرآن داعيان او قاريان شمال او جنوب ته لاړل  قران به يې لوست او الهي احكام به يې پلي كول او پدې توګه هر چيرته د توحيد مدرسې جوړې شوې.

بيلابيلې او ګډې وډې قبيلې سره يو شوې، انسان د انسان له بندګۍ نه آزاد شو، ټول د الله بندګان وګرزيدل. طبقاتي نظام ختم شو، هلته نور بادار او غلام، ظالم  او مظلوم، حاكم او محكوم نه و، ټول خلك برابر او د يوه الله بندګان وو، ټول سره ورورڼه وو، د جاهليت ټولې نښانې له مينځه لاړې. داسې يوه ټولنه جوړه شوه چي پكې عربي په عجمي، عجمي په عربي، تور په سره، سور په تور برتري نه درلوده، د برترۍ معيار تقوى او دينداري وه ځكه انسانان  ټول د آدم (عليه السلام) اولاده ده او آدم له خاورو نه پيدا شوى .

د اسلامي دعوت له بركته بې ساري عربي او انساني يووالى مينځته راغى، اجتماعي عدالت حاكم شو. بشريت نيكمرغه او سوكاله شو، د تاريخ مسير بدل شو، د ځمكې مخ بدلون وموند، فكر او افكار نوي شول. د اسلامي دعوت له پيل نه مخكې هر چيرته جاهليت حاكم ؤ، ضميرونه ويده وو، آرزوګانې ملوثې شوې وې، معيارونه لويدلي وو، د ظلم او جبر بازار ګرم ؤ. په ځينې ځايونو كې به عياشي او اسراف و، بل ځاى به خلك له محروميت، فقر او لوږې نه ځوريدل. د كفر، طاغوت، او ګمراهۍ پاچايي وه. كه څه هم د آسماني اديانو ځينې نښانې وې، خو هر څه تحريف شوي وو او دينداري ډيره كمزورې او له زړونو نه وتلې وه. كله چې د اسلامي بلنې رول پيل شو، اسلام د ژوند په ډګر كې خپل ځاى ونيو، بشريت او بشري دماغ له وهم، خرافاتو، بندګۍ، غلامۍ، فساد، انحلال، ګمراهۍ او بې لارۍ نه پاك شو، ظلم، سركشي، بې نظمي، استبداد او طبقاتي نظام پاى ته ورسيد، د عفت، پاكۍ، آزادۍ، ابتكار، نوښت، پوهې، يقين، باور، اعتماد عدالت، كرامت دايمي او مخلصانه كار، ترقۍ او ايمان نوې دنيا آباده شوه.(1)

د همدې لوى او ژور بدلون له بركته په عربي جزيره كې د تاريخ او انساني ژوند نوى باب پرانيستل شو، او دا د جزيرې په تاريخ كې زرين باب او داسې خوځښت و چې تاريخ يې مثال نلري.

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د