الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۷۷مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

حجة الوداع

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وروستى حج

د اسلامي بلنې كارونه پاى ته ورسيدل، رسالت ادا شو، د الهي دين په اساس او د قرآنكريم د هداياتو په رڼا كې نوې ټولنه جوړه شوه. په عملي توګه عبادت يوازې د الله حق جوړ شو، د دروغجنو، بې وسه، او بې روحه خدايانو پاچايي ړنګه شوه، اسلام حاكميت وموند. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپله دنده په پوره توګه ادا كړه. په همدې وخت كې د غيبي خبر په اساس د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په زړه كې دې خبرې ځاې ونيو لكه چې نور يې په دنيا كې وخت مخ په پوره كيدو دى.

په لسم هجري كال يې چې معاذ (رضي الله عنه) يمن ته استوه ورته ويې فرمايل: ‏(‏يا معاذ، إنك عسى ألا تلقاني بعد عامي هذا، ولعلك أن تمر بمسجدي هذا وقبري‏). اې معاذه! كيداى شي راتلونكى كال ما و نه وينې، ښايي ته به راتلونكى كال زما په جومات او زما په قبر تير شې! ددې خبرې په اوريدو سره د معاذ (رضي الله عنه) اوښكې روانې شوې، او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په فراق كې يې په زار زار وژړل.

د الله تعالى اراده داسې وه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د خپل 23 كلن دعوت، نه ستړي كيدونكو هلو ځلو، كړاوونو او زحمتونو ميوه وخوري.

هغه ونې بار راوړ چې له 20 كلونو زياته موده په وينو، اوښكو او خولو خړوبه شوې وه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپل هدف ته ورسيد، د مكې په څنډو كې د عربي قبايلو له نمايندګانو او مشرانو سره ګوري، هغوى ټول ورته راغلي الهي احكام او لارښوونې ورنه زده كوي، په مقابل كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له هغوى نه دا اعتراف اخلي چې ده ورته دين او رسالت رسولى، الهي امانت يې په مكمله توګه دوى ته سپارلى، او امت ته يې نصيحت كړى او د ټولو خير يې غوښتى دى.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د حج اراده وفرمايله. اعلان وشو، بې شميره خلك مدينې ته راغلل. ټولو دا تمه درلوده چې په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پسې اقتدا وكړي، او يو ځاى حج ورسره ادا كړي.(1)

همدا وه چې د شنبې په ورځ چې دذي القعدې مياشتې څلور ورځې لا پاتې وې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د سفر تياري ونيوله.(2) خپل مبارك ويښتان يې ږومنځ كړل، تيل يې ووهل، لنګ او څادر يې واغوستل، د قربانۍ څاروي ته يې قلاده (غاړه كۍ) واچاوله، او له ماسپښېن نه وروسته يې حركت وكړ، چې له لمازديګر نه مخكې ذي الحليفه ته ورسيد، هلته يې د لمازديګر لمونځ قصر(دوه ركعته) وكړ.  شپه يې هملته تيره كړه سهار يې اصحابو (رضي الله عنهم)  ته وفرمايل: ‏(‏أتاني الليلة آت من ربي فقال‏:‏ صَلِّ في هذا الوادي المبارك وقل‏:‏ عمرة في حجة‏)‏‏.‏  د شپې د الله له لوري راتلونكى راته راغى او راته ويې ويل چې پدې مباركه دره كې لمونځ وكړه او ووايه: حج او عمره.(3)

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له ماسپښين لمانځه نه مخكې غسل وكړ، بيا عائشې (رضي الله عنها) پخپل لاس خوشبويي ورباندې ووهله په مبارك بدن او سر يې داسې خوشبويې ور ووهله چې ذريره او مشك پكې ګډ و. په مباركه ږيره يې د خوشبويۍ آثار له ورايه ښكاريدل چې ويې هم  نه مينځل، بيا يې خپل لنګ او چادر واغوست بيا يې د ماسپښين لمونځ وكړ ورپسې يې د لمانځه په ځاى د حج او عمرې دواړو په نيت احرام وتاړه تلبيه يې وويله. بيا د باندې ووت په قصوا نومې اوښه سپور شو تلبيه يې وويله، روان شو چې آزاد ميدان ته ورسيد هلته يې هم تلبيه وويله.

روان ؤ تر څو مكې ته ورلنډ شو، شپه يې په ذي طوى كې وكړه د سهار له لمانځه نه وروسته يې غسل وكړ او مكې ته داخل شو. دا د لسم كال د ذي الحجې څلورمه د يكشنبې ورځ وه.  په لارو كې يې اته ورځې تيرې شوې وي.

كله چې مسجد حرام ته داخل شو د بيت الله شريف طواف يې وكړ، د صفا او مروه تر مينځ يې سعي وكړه، احرام يې خلاص نكړ ځكه چې د حج قران نيت يې كړې ؤ او د قربانۍ څاروي يې ورسره راوستلى و. له سعي نه وروسته يې د مكې په پورتنۍ سيمه (حجون) كې واړول، او بيا يې د حج له طواف نه پرته د بيت الله بل طواف  ونكړ. او له كومو كسانو سره چې د قربانۍ څاروي نه وو، هغوى ته يې امر وكړ چې لومړنى احرام يې يوازې د عمرې لپاره وګرزوي، يعنې له طواف او سعې نه وروسته بايد احرام خلاص كړي، ځانونه له احرام نه وباسي، خو څرنګه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپله احرام نه ؤ خلاص كړى، نو اصحاب (رضي الله عنهم) په شك كې ولويدل متردد شول. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏لو استقبلت من أمري ما استدبرت ما أهديت، ولولا أن معي الهدي لأحللت‏)‏.كه زه د خپلې معاملې په رابطه په هغه څه چې اوس ورباندې پوه يم مخكې پوه شوى واى، نو د قربانۍ څاروى به مې نه ؤ راسره راوستلى، كه دا څاروى نه واى راسره، نو له احرام نه به مې ځان حلالاوه. په همدې امر سره هغو اصحابو (رضي الله عنهم) چې د قربانۍ څاروي نه وو ورسره ټولو اطاعت وكړ او احرام يې خلاص كړ.

د ترويه يعنې د ذي الحجې په اتمه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د منى په طرف روان شو، هلته يې د ماسپښېن، لمازديګر، ماښام، لماخستن او سهار لمونځونه ادا كړل. د سهار له لمانځه وروسته يې لږ ځنډ وكړ تر څو لمر څوك وواهه بيا د عرفات په لور روان شو، هلته ورته خيمه وهل شوې وه، نو هملته يې تشريف يووړ، تر څو زوال وشو. امر يې وفرمايه چې او ښه يې (قصواء) آماده كړاى شي، د ميدان منځ ته راغى، شا و خوا ته يې يو لك څلويښت يا يو لك څلور څلويښت زره خلك را غونډ شوي وو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پدې وخت كې دا خطبه ولوستله:

(‏أيها الناس، اسمعوا قولي، فإني لا أدري لعلى لا ألقاكم بعد عامي هذا بهذا الموقف أبداً‏)١‏‏.‏ ‏(‏إن دماءكم وأموالكم حرام عليكم كحرمة يومكم هذا، في شهركم هذا، في بلدكم هذا‏.‏ ألا كل شيء من أمر الجاهلية تحت قدمي موضوع، ودماء الجاهلية موضوعة، وإن أول دم أضع من دمائنا دم ابن ربيعة بن الحارث ـ وكان مسترضعاً في بني سعد فقتلته هُذَيْل ـ وربا الجاهلية موضوع، وأول ربا أضع من ربانا ربا عباس بن عبد المطلب، فإنه موضوع كله‏)‏‏.‏‏(‏فاتقوا اللّه في النساء، فإنكم أخذتموهن بأمانة اللّه، واستحللتم فروجهن بكلمة اللّه، ولكم عليهن ألا يوطئن فرشكم أحداً تكرهونه، فإن فعلن ذلك فاضربوهن ضرباً غير مُبَرِّح، ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف‏)‏‏.
‏‏

(‏وقد تركت فيكم ما لن تضلوا بعده إن اعتصمتم به، كتاب اللّه‏١)‏‏.‏

(‏أيها الناس، إنه لا نبي بعدي، ولا أمة بعدكم، ألا فاعبدوا ربكم، وصلوا خمسكم، وصوموا شهركم، وأدوا زكاة أموالكم، طيبة بها أنفسكم، وتحجون بيت ربكم، وأطيعوا أولات أمركم، تدخلوا جنة ربكم٢‏)‏‏.‏ ‏(‏وأنتم تسألون عني، فما أنتم قائلون‏؟‏‏)‏ قالوا‏:‏ نشهد أنك قد بلغت وأديت ونصحت‏.‏ فقال بأصبعه السبابة يرفعها إلى السماء، وينكتها إلى الناس‏:‏ ‏(‏اللهم اشهد‏)‏ ثلاث مرات‏٣.‏ وكان الذي يصرخ في الناس بقول رسول اللّه صلى الله عليه وسلم ـ وهو بعرفة ـ ربيعة بن أمية ابن خَلَف‏٤.‏

اې خلكو! زما خبره واورئ، نه پوهيږم، ښايي له سږ كال نه وروسته نور تاسې پدې ځاى كې د تل لپاره و نه وينم. ستاسې وينې او مالونه په تاسې باندې د تاسې پدې ښار كې د تاسې ددې مياشتې ددې ورځې د حرمت په شان حرام دي. خبر اوسئ چې د جاهليت ټول امور او شيان زما تر پښو لاندې ايښودل شوي، د جاهليت د زمانې وينې هدر او لغوه دي. لومړنۍ وينې چې زه يې له خپلو وينو نه هدر اعلانوم هغه د ابن ربيعه بن حارث وينې دي. (ابن ربيعه په بني سعد قبيله كې يوې دايې ته د شيدو خوړلو لپاره وركړل شوى ؤ او د هذيل قبيلې له لاسه په قتل رسيدلى ؤ). د جاهليت د زمانې د سود معاملې هم لغوه دي، او لومړنۍ د سود معامله چې زه يې ملغى اعلانوم هغه د عباس د سود معامله ده، هغه معامله ټوله لغوه او بې اعتباره ده. د ښځو په حق كې له الله نه وويريږئ، ځكه تاسې هغوى د الهي امانت په اساس خپلې كړيدي، او د خداى په امر او كلمې سره مو د جنسي استفادې لپاره حلال ګرزولې دي، پر هغوى ستاسې حق دا دى چې ستاسې په كور او فرش كې داسې چا ته اجازه ورنكړي چې ستاسې نه خوښيږي، كه دا كار يې وكړ، نو تاديبا يې ووهئ داسې وهل چې كلك او  ډير دردوونكي نه وي. او پر تاسې باندي د هغوى حق دا دى چې په ښه او مناسبه طريقه ورته خوراك او لباس برابر كړئ. ما تاسې ته داسې څه پرې ايښې دي چې كه منګولې پرې ونښلوئ نو كله به هم ګمراه او بې لارې نه شئ، او هغه قرآنكريم دى.

اې خلكو! له ما نه وروسته نبي نشته، او له تاسې نه وروسته بل امت  نشته. خبردار اوسئ، د خپل رب عبادت كوئ، پنځه وخته لمونځ ادا كوئ، د رمضان مياشت روژه نيسئ، پخپله خوښه د خپلو مالونو زكات وركوئ. د بيت الله حج كوئ، د خپلو آمرينو اطاعت كوئ نو د خپل رب جنت ته به داخل شئ.

له تاسې نه زما په هكله پوښتنه كيږي، تاسې به څه وايئ؟ حاضرينو وويل: مونږ شاهدي وايو چې تا د الله دين مونږ ته رارسولى دى، خپل رسالت دې ادا كړيدى، نصيحت دې كړى او خير دې غوښتى دى. بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپله بټه يعنې د شهادت ګوته چې د آسمان لوري ته يې نيولې وه او د خلكو خوا ته يې كږوله اشاره وكړه، او ويې فرمايل: اې خدايه! شاهد اوسه، اې خدايه شاهد اوسه! اې خدايه شاهد اوسه! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې دا خبرې كولې، ربيعه بن اميه بن خلف هغه په لوړ آواز نورو خلكو ته رسولې.

د الله رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې خطبه  ولوستله، دا آيت شريف نازل شو: ‏{‏الْيَؤمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا‏}. (المائده: 3)

[ما خپل دين ستاسې لپاره بشپړ كړ، او خپل نعمت مې درباندې تمام كړ او اسلام مې ددين په حيث درته غوره كړ.] عمر (رضي الله عنه) چې دا آيت شريف واوريد ويې ژړل، رسول (عليله السلام) پوښتنه ترې وکړه ولې ژاړې؟ ده وويل: په كمال پسې نقصان وي. ورته ويې فرمايل: (صدقت) رښتيا دې وويل.(١)

له خطبې وروسته بلال (رضي الله عنه) آذان او اقامت ووايه، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په امامت د ماسپښېن لمونځ ادا شو، ورپسې اقامت وويل شو او د لمازديګر لمونځ ادا شو. ددې دواړو لمونځونو تر منځ يې بل هيڅ لمونځ ونكړ. بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپله اوښه سپور شو او موقف (په عرفات د دريدو ځاى) ته راغى د اوښې (قصواء) خيټه يې د پرښو (تيږو) خوا ته كړه، حبل مشاه (د پليو لارې) ته مخامخ داسې ودريد چې مخ يې قبلې ته ؤ او تر لمر پريوتو پورې لاس په دعا ولاړ ؤ.  له لمر لويدو وروسته د مزدلفې په لور روان شو، اسامه (رضي الله عنه) يې له ځان سره سپور كړې ؤ، په مزدلفه كې يې د ماښام او لماسختن لمونځونه په يوه آذان او دوو اقامتونو ادا كړل، او د دواړو تر منځ يې بل لمونځ ونكړ. بيايې استراحت وكړ او تر سهاره ويده ؤ. د سهار لمونځ يې ښه په رڼا كې له آذان او اقامت وروسته ادا كړ، بيا پخپله اوښه سپور شو او مشعر الحرام ته يې تشريف يووړ، هلته مخ په قبله ودريد، د الله ذكر يې كاوه (( الله اكبر، لا اله الا الله وحده لا شريك له)) كلمه يې ويله، تر څو ښه رڼا شوه. بيايې له لمر ختو نه مخكې د منى په طرف حركت وكړ، فضل بن عباس (رضي الله عنه) يې له ځان سره په اوښه سپور كړى ؤ. د محسر درې ته چې ورسيدل، اوښه يې  لږ تيږه کړه، لږ مخكې لاړ، بيا يې لويې جمري ته وتلې منځنۍ لاره ونيوله او جمره الاولى يا جمره العقبه ته  چې هغه وخت يوه ونه هم ورسره وه  ورسيد. جمره يې په اوو وړو شګو وويشتله هر ځل به يې تكبير وايه، او د درې له منځ نه به يې داسې ويشتله لكه څوك چې نښه ولي. بيا د ذبحې ځاى ته راغى 63 اوښان يې پخپل مبارك لاس ذبح كړل، نور يې علي (رضي الله عنه) ته وسپارل چې دده په نمايندګۍ يې ذبح او حلال كړي. پدې ترتيب سره علي (رضي الله عنه) 37 اوښان حلال كړل او ټول 100 اوښان برابر شول. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپله قربانۍ كې علي (رضي الله عنه) هم ورسره شريك كړ، بيا يې امر وكړ چې له هر اوښ نه يوه يوه ټوټه غوښه واخيستل شي، يو ځاى پخه شي. همداسې وشول غوښه پخه شوه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او علي (رضي الله عنه) غوښه وخوړله او شوربا يې وڅښله. ورپسې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپله اوښه سپور شو او د طواف افاضه (د حج د ورورستي طواف) پخاطر مكې ته روان شو. د بيت الله شريف طواف يې وركړ د ماسپښېن لمونځ يې وكړ. بيا د زمزم اوبو ته ورغى، هلته يې وليدل چې د عبدالمطلب اولاده خلكو ته اوبه وركوي، ده ورته وفرمايل: ‏(‏انزعوا بني عبد المطلب، فلولا أن يغلبكم الناس على سقايتكم لنزعت معكم‏)‏. اې د عبدالمطلب زامنو او اولادې! اوبه راوكاږئ، كه ددې ويره نه وئ چې خلك به را ډير شي ټول به اوبه راوباسي نو ما به هم اوبه درسره را ايستلې واى! يعنې كه زه اوبه را ايستل پيل كړم، نو اصحاب (رضي الله عنهم) به ټول همدې كار ته را وړاندې شي، بنو عبدالمطلب به نظم و نه شي ساتلئ او حاجيانو ته د اوبو وركولو په شرف ګټلو كې به خلل واقع شي. هغوى يوه ډولچه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته هم وركړه چې اوبه يې ورنه وڅښلې.(١)

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د عيد يعنې د ذي الحجې په لسمه ورځ له لمر ختلو نه وروسته پداسې حال كې چې پخپله شهباء نومې كچره سپور ؤ خطبه وويله، علي (رضي الله عنه) يې خبرې په لوړ آواز تكرارولې او خلكو ته يې رسولې خلك څوك ناست او څوك ولاړ وو.(٢)

پدې خطبه كې يې هم د عرفات د خطبې ځنې مطالب بيان كړل.

بخاري او مسلم له ابوبكر (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د عيد په ورځ په خطبه كې داسې وفرمايل: ‏(‏إن الزمان قد استدار كهيئته يوم خلق الله السموات والأرض، السنة اثنا عشر شهراً، منها أربعة حرم، ثلاث متواليات، ذو القعدة وذو الحجة والمحرم، ورجب مُضَر الذي بين جمادي وشعبان‏)‏‏.‏ زمانه خپل لومړني شكل ته اوښتې ده، د هغې ورځې په شان ده په كومه چې آسمانونه او ځمكه پيدا شول. كال دولس مياشتې دى، څلور مياشتې يې حرامې دي، دا څلور حرامې مياشتې درى مسلسلې يوه په بله پسې دي او هغه ذي العقده، ذي الحجه او محرم دي، څلورمه يې رجب مضر ده چې د جمادي  او شعبان تر منځ ده. بيايې وفرمايل: ‏(‏أي شهر هذا‏؟‏‏)‏ دا كومه مياشت ده؟ ابوبكر وايي مونږ وويل: الله او رسول  ښه پوهيږي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هم چپ پاتې شو مونږ ګمان وكړ لكه چې دا مياشت په بل نوم نوموي، بيا يې وفرمايل: ‏‏(‏أليس ذا الحجة؟‏‏)‏ آيا دا د ذي الحجې مياشت نده؟ مونږ وويل: بلي همدا ذي الحجه ده. ويې فرمايل: ‏(‏أي بلد هذا‏؟‏‏)‏  دا كوم ښار دى؟ مونږ عرض وكړ الله او رسول ښه عالم دى. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چپ شو، مونږ ګمان وكړ لكه چې بل نوم ورباندې ږدي. بيايې وفرمايل: ‏(‏أليست البلدة؟‏‏)‏  آيا دا مكه نده؟ مونږ وويل: هو همدا مكه ده. بيا يې وفرمايل: ‏(‏فأي يوم هذا‏؟‏‏)‏ نن كومه ورځ ده؟ مونږ وويل: الله او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ښه پوهيږي. چپ و، ګمان مو كاوه لكه چې كوم نوم ورته لټوي. بيا يې وفرمايل: ‏(‏أليس يوم النحر‏؟‏‏)‏  دا د نحر (قربانۍ) ورځ نده؟ مونږ وويل: هو، همدا  د قربانۍ ورځ ده.  بيا يې وفرمايل: ‏(‏فإن دماءكم وأموالكم وأعراضكم عليكم حرام كحرمة يومكم هذا، في بلدكم هذا، في شهركم هذا‏، ‏(‏وستلقون ربكم، فيسألكم عن أعمالكم، ألا فلا ترجعوا بعدي ضلالاً يضرب بعضكم رقاب بعض‏، ‏ألا هل بلغت‏؟‏‏)‏ قالوا‏:‏ نعم، قال‏:‏ ‏(‏اللهم اشهد، فليبلغ الشاهد الغائب، فَرُبَّ مُبَلَّغ أوعي من سامع‏(١))‏‏.‏ ‏  خبر اوسئ چې ستاسې وينې، مالونه، عزت او آبرو په تاسې باندې پدې ښار كې ددې مياشتې ددې ورځې د حرمت په شان حرام دي. تاسې به له خپل رب سره مخ كيږئ، هغه به ستاسې د عملونو پوښتنه كوي، خبر اوسئ! له ما نه وروسته بې لارې نه شئ داسې نه شئ  چې يو د بل غاړې به پرې كوئ. خبر اوسئ آيا ما خپل امانت ادا كړ خبره مې ورسوله؟ دوى (اصحابو) وويل: هو تا تبليغ وكړ، امانت دى ادا كړ. ويې فرمايل: اې الله ته شاهد اوسه، حاضرين دې دا خبره غائبو ته ورسوي، ډير هغه كسان چې تبليغ ورته رسول كيږي له اوريدونكو نه پوه او زيرك وي.

په بل روايت كې راځې چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پدې خطبه كې وفرمايل: ‏(‏ألا لا يجني جَانٍ إلا على نفسه، ألا لا يجني جان على ولده، ولا مولود على والده، ألا إن الشيطان قد يئس أن يُعْبَد في بلدكم هذا أبداً، ولكن ستكون له طاعة فيما تحتقرون من أعمالكم، فسيرضى به‏(٢))‏‏.‏

خبردار! جاني (مجرم) يوازې د خپل ځان په حقه كې جنايت كوي (يعنې سزا د هغه چا لپاره ده چې جرم او ګناه وكړي) خبر اوسئ چې هيڅ جنايتكار پخپل زوى تجاوز او تيرى نه كوي، او نه زوى په پلار ظلم  او تيرى كوي (ددې مطلب دا دې چې پلار د زوى او زوى د پلار په ګناه نه مجازات كيږي). خبر اوسئ ! شيطان لدينه بالكل نا اميده شوى چې بيا به يې ستاسې په دې ښار كې عبادت وشي، خو په هغه كارونو او امورو كې به چې تاسې يې واړه او بې ارزښته شميرئ د شيطان پيروي كيږي، او هغه به پدې هم خوشاله وي.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د تشريق ورځې (د ذي الحجې 11- 12- 13) په منى كې تيرې كړې، خپل مناسك يې ادا كړل، خلكو ته يې د حج احكام وښودل. تل به يې د الله ذكر كاوه، د ابراهيم (عليه السلام) سنت يې را ژوندي كړل، د شرك نښانې يې له مينځه يوړې په ځينې ورځو كې يې خطبې هم وويلې.

ابو داود له سراء بنت نبهان نه روايت كوي وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ذي الحجې په دوولسم خطبه وويله او ويې فرمايل: ‏(‏أليس هذا أوسط أيام التشريق‏(١))‏‏.‏ آيا نن د تشريق د ورځو منځنۍ ورځ نده؟ دغه خطبه هم لكه دعيد د ورځې خطبې په شان وه چې د نصر سورت له نازليدو وروسته يې وويله. د عيد په څلورمه يعنې د ذي الحجې په 13 رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له منى نه روان شو، له ابطح نه لاندې را كوز شو او د بني كنانه په خيف كې يې واړول. د ورځې پاتې برخه او شپه يې هملته تيره كړه، د ماسپښېن، لمازديګر، ماښام او لماسختن لمونځونه يې هملته ادا كړل. بيا لږه ويده شو، بيا په اوښه سپور شو مكې ته راغى د بيت الله طواف يعنې طواف وداع يې وكړ، اصحابو ته يې هم ددې طواف امر وكړ.

د حج د مناسكو د بشپړيدو وروسته يې خپلو سپرو يارانو ته د تګ حكم وكړ، او هغوى يې د مدينې په لور د تګ لپاره تشويق كړل، خو دا ددې لپاره نه چې لاړ شي او هلته آرام وكړي بلكه ددې لپاره چې لاړ شي او د الله په لار كې د جهاد او مبارزې لړۍ جاري او دوامداره وساتي.(٢)

وروستى پوځي تحرك

د روميانو طاغوت همداسې د ناروا لاره نيولې وه، له كبر نه يې حق ته غاړه نه ايښوده، د اسلام او مسلمان د ژوندي پاتې كيدو په حق يې اعتراف نه كاوه. بلكه څوك به چې په اسلام مشرفيدل هغه به يې وژل. لكه چې فروه بن عمرو الجذامي چې د روميانو له خوا د معان والى ؤ او د اسلام په ګناه د روميانو له خوا ووژل شو.

د روميانو د دې كبر او غرور د ماتولو په نيت رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د 11 هجري كال په صفر مياشت كې يو لوى لښكر تيار كړ، اسامه بن زيد بن حارثه يې د لښكر قوماندان وټاكه . امر يې ورته وكړ چې د فلسطين داروم او بلقاء سيمو ته به ځي، تر څو روميان وويريږي، او هلته پولو كې پراته عربان جرات او حوصله پيدا كړي، او دا ورته ثابته شي چې د كليسا د واكدارانو مقابله ممكنه ده او داسې نده چې څوك يې د ظلم مخه نشي نيولى. او تر څو له خلكو سره دا تصور پيدا نه شي چې اسلام منل يعنې مرګ او ځان وژنه يعنې دا چې مسلمانان ځان په خطر كې و نه شميري بلكه مطمئن شي چې ددوى د دفاع لپاره اقدامات كيږي.

اصحابو د اسامه د قيادت په هكله څه خبرې وكړې ځكه هغه ډير كشر ؤ خبره څه نا څه وځنډيده خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏إن تطعنوا في إمارته، فقد كنتم تطعنون في إمارة أبيه من قبل، وايم الله، إن كان لخليقاً للإمارة، وإن كان من أحب الناس إلى، و إن هذا من أحب الناس إلي بعده‏(1))‏‏.‏[ تاسې كه اوس دده د امارت په هكله اعتراض كوئ، لدينه مخكې مو دده د پلار د امارت په هكله هم نيوكې درلودې، پداسې حال كې چې قسم په خداى هغه د قيادت اهليت درلود، او زما ډير خوږ دوست ؤ له ټولو نه راته ګران ؤ، اوس همدا (اسامه) له ټولو نه راته نژدى او ګران دى.]

همدا وه چې خلك ټول راضي شول له اسامه نه راتاو شول، په لښكر كې يې راټول شول، تر څو جرف نومې سيمې ته ورسيدل. دغه ځاى درې ميله د مدينې نه ليرې  ؤ هلته يې واړول، خو څرنګه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) رنځور ؤ، د دوى زړونه د هغه خوا ته كشال وو له ډيره غمه مخكې لاړ نه شول، هملته يې الهي فيصلې ته انتظار يوست. بيا د الله اراده داسې وه چي همدا لښكر د ابوبكر (رضي الله عنه) د خلافت لومړنى لښكر و چې له مدينې نه د باندې واستول شو.(١)

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto