امریکا د زوال پر لور – دریمه برخه

ژباړه : ميوند محمد جمال

دریم لامل: بد اخلاقي:

دیوه قوم په تباهي او زوال كې بد اخلافی هم ډير مهم رول لری ، په قران کریم او اسلامی تاریخ كې ديری داسې واقعي شته چې د بد اخلاقی له امله ډير قومونه الله عزوجل نابود کړی دی .

بد اخلافي داسې یو مرض دی چې د هغی له امله یوه ټولنه ( هیواد) بغیر د کومی بیروني حملی او فشار څخه تباه كېږی ، هر وخت چې د یوه هیواد او قوم په وګړو كې زناء او شهوت ځایی ونیسی نو د هغه قوم بیا هر څه ته شا شی او هر لوی او وړكې مقصد او هدف یی له یاده اوځي او بیا د یوه او بل د عصمت د لوټلو پسی ولګیږی ، جنسی شهوت تل انسانان د زوال په لور روان کړی دی او په امریکا كې خو جنسی شهوت د نړی د هر ځایی پر پرتله څو واره زیات دی ، همدغه جنسی شهوت دی چې نن ورځ په امریکا کې امریکایان په خپلو خویندو او میندو هم جنسی تیری کوی او داسې په زرهاؤ خبرونه او واقعات د امریکا په تلویزنونو او اخبارونو كې وار په وار راغلي دی.

په امریکا كې  د نړی د هر ځایی څخه ډير جنسی تیری كېږی او د همدی له امله ډير امریکایی لیکوالان او خیریه ټولني دیته مجبوره شوی چې په دغه اړه ځانته څیړنی وکړی او کتابونه چاپ کړی .

داسې ډير راپورونه، خبرونه، مقالی او کتابونه شته دی چې په امریکا كې هغه ماشومان چې د هغوی عمر د پنځه لسو کالو څخه کم وی د هغوی سره په زور زناء او یا هم لواطت كېږی، حتی بعضی لیکوالان او څيړونكې خو تر دی حده وایی چې كېدای شی په امریکا كې ډير کم داسې ماشومان  شتون ولری چې د هغوی سره په زوره زناء او یا لواطت نه وی شوی .

مشهور سفارت کار مراد هوفمین چې په وروسته وختونو كې بیا مسلمان شو هغه د پاکستان د کراچي په ښار كې د شیراټن هوټل په یوه کنفرانس كې ویلی ول چې:

نن ورځ په امریکا كې یو میړه هم دا په ډاډ نشی ویلی چې د هغه میرمن دی د کوم بل سړی سره جنسی اړیكې ونه لری او نه هم کومه امریکایی ښځه دا خبره په ډاډ کولی شی چې د هغه میړه دی له کومی بلی ښځي سره جنسی اړیكې ونلری.

مراد هوفمین په خپلو خبرو كې دا هم ویلی ول چې:

په امریکا كې هر کال په لکونو داسې ماشومان پیدا كېږی چې د هغوی پلرونه نه وی معلوم ، په امریکا كې جنسی شهوت تر دی حده زیات شوی دی چې د کلیسا پادریان هم په کلیسا كې د کارکونکو ښځو سره د جنسی اړیکو يه درلودلو تورن شوی دی .

په شیراټن هوټل كې د مراد هوفمین وینا د ۲۰۰۰ کال ۲ میاشت ۲۷ تاریخ .

د دی ښه مثال د مشهور پادری دی چې څه موده واندی د ماشومانو سره د لواطت په تور تورن شو .

په امریکا كې د ښځو او سړیو ترمنځ د جنسی اړیکو د نیولو تر څنګ لواطت هم خپل عوج ته رسیدلی دی ، نن ورځ په امریکا كې سړی د سړیو سره او ښځی د ښځو سره زناء کوی او په امریکا او غربي ټولنه كې ورته په ډير فخر (لیسبین او ګۍ ) وائي او کله چې دوی د یو بل سره پیژندګلو کوی نو په ډير عجیب انداز او فخر سره یو بل ته دغه نومونه اخلی .

له همدی ځایه په امریکا كې د اخلاقو  په زوال كې یواځي جنسی اړیكې او فحاشی مهم علتونه نه دی بلكې په حکومتی سطحه هغه دروغ هم شامل دی چې د هغي له امله امریکا په افغانستان او عراق حمله وکړه او په دغه دواړو حکومتونو یی دروغ وتپل، د عراق په حملی یوه لسیزه وا وښته خو تر اوسه د امریکا حکومت هغه دروغجن او تپل شوی الزامونه چې په صدام حسین او د هغه په حکومت یی لګولی ول ثابت نه کړل، د افغانستان په اشغال هم یو نیمه لسیزه تیره شوه خو نه دوی القاعده ختمه کړه او نه هم طالبان بلكې امریکا په افغانستان كې ناکامه شوه او اوس د خپلی ناکامی د پټولو لپاره بهانی جوړوی، اصلا امریکا د هیوادونو په اشغال او د هغی د لاندی کلو په نشه كې د افغانستان، عراق او نورو ملکونو د بی ګناه انسانانو جسدونه په وینو كې خړوب کړل .

امریکا همدا دروغ د نهم ستمبر لپاره هم وکارول او دیته یی د بین المللی تروریزم نوم ورکړ او په اسلام یی حمله وکړه ، حال دا چې تر اوسه امریکا د نهم ستمبر په واقعه كې د القاعدی د لاس لرلو داسې مستند او قوی دلیل نړی ته نه دی ښودلی، حتی دمره یی هم ونه کړل چې د دغه خطرناکه حملی کولو لپاره کومه څیړونكې ډله وټاكې.

بد اخلاقی او یا هم اخلاقی زوال یواځی دیته نه ویل كېږی چې جنسی اړیكې او فحاشی ترینه مراد وی بلکه بد اخلاقی، دروغ، بهتان، ظلم، بد معاشی او خراپی معاملی ته هم ویل كېږی ، حتی چې همدغه دروغو، بی رحمی، ظلم، او بدی معاملی ته د اخلاقو مرګ هم ویل شوی دی ، په همدغه بداخلاقی نن ورځ امریکا او امریکایان د نړی تر هر ځایه ډير اخته دی او ساری یی نه موندل كېږی.

د امریکا د صحت د وزارت په یوه راپور كې راغلی چې : په امریکا كې کم عمره محصلین چې د هغوی عمر د اتلسو څخه کم وی شراب په پریمانه اندازه څكې حال دا چې د امریکا په قانون كې د دغه عمر لرونکي شراب نشی څکلی او د دغه محصلینو د شرابو د څکلو له امله هر کال په امریکا كې څوارلس سوه محصلین مړه كېږی .

د امریکا نوموړی سائنسدان باک ګولډمین وایي:

په بین المللي تجارتي مرکز كې چې څومره خلک مړه شوي دي نو  د هغی نه څو چنده زیات امریکایی محصلین هر کال د شرابو د څکلو له امله مړه كېږی او هر کال پنځه لکه نور د شرابو د څکلو له امله د مختلفو مرضونو ښکار كېږی .

په ننی امریکا كې ځان وژنه یوه عامه خبر ده او د هلکانو په نسبت انجوني ډيره ځان وژنه کوی او دغه ځان وژنه ورځ په ورځ تر خظرناکه حده زیاتیږی .

د یوه راپور له مخی د ځان وژنی لوی علتونه خفګان ، ذهني فشار، د مور او پلار بی غوری او اولاد ته مینه نه ورکول ، په ټولنه كې د امن کمبود او ډيره او بی ځایه ازادی ښودل شوی ده .

د امریکا خلک د رحم او بردباری نه دمره لیری دی چې کله خو په تعلیمی مرکزونو ، کورونو، بازارونو او یا هم په عام ځایونو كې د یوه ذهنی فشار ښکار هلک او یا هم انجلي ډزی کوی او د دغسی واقعاتو نه د امریکا اخبارونه او مجلی دكې دی .

ښه مثال یی په دوه زره نهم میلادیز کال كې د اپریل په دریمه د نیویارک په ښاركې د امیګریشن سنټر هغه واقعه ده چې یو کس دغه نوموړی ودانی ته راغۍ او هلته یی ناڅاپه ډزی شروع کړی چې له امله یی دیارلس  کسان مړه او یو څلویښت نور یی اختطاف کړی ول چې په اخره یی بیا ځپل ځان و ویشته .

نیویارک ټایمز ۲۰۰۹ د اپریل میاشت څلورم تاریخ .

په همدی کال د فلوریډا په ښار كې په یوی حکومتی ودانۍ یو څو کسانو ډزی وکړی چې د هغی له امله دولس کسان مړه او شپږ نور ټپیان شول ، چې د دغه پورتنی او داسې نورو په سلهاؤ واقعی په امریکا كې د ذهنی خراپوالی او د هغو د بدو اخلاقو او د مور او پلار د مینی نه د محرومیو نمائنده ګي کوی .

بل خوا د امریکا په فوځ كې جنسی تیري خپل عوج ته رسدلی دی هغه ښځینه فوځیانی چې د نارینه لوړو چار واکو  د لاس لاندی کار کوی په هغوی جنسی تیری کول نن ورځ یوه عامه او د هر امریکایی ورځپاڼي سر لیک دی ، په امریکایی فوځ كې د ښځینه فوځیانو د شاملیدو له امله د امریکائي فوځ په اخلاقو او کردار ډير منفی اثر کړی دی.

نن نارینه امریکایی فو ځيانو ته ښځینه فوځیانی د ساعت تیری نه بغیر بل هیڅ شی هم نه ښکاری، په ویتنام ، عربی خلیج، عراق، افغانستان او نړی په نورو ځایونو كې چېرته چې امریکایی اډي شتون لری هلته امریکایی فوځیان په خپلو ښځينه امریکایی فوځیانو باندی چې کوم جنسی تیری کیږی هغه نن ورځ عام دی ، اوس خو د جنسی تیریو خبره تر دی ځایه را رسیدلی ده چې هغه امریکایی ښځینه فوځیانی چې د هغوی سره جنسی تیر شوی د هغوی د مرکو ، ویډوګانو او راپورونو نه ډک مستند کتابونه او پروګورامونه هم جوړ شوی چې د دی ډير کتابونه چاپ شوی هم دی او په ډيره اساني سره په بازار كې تر لاسه كېږی .

څه وخت چې په یوه ټولنه كې جنسی اړیكې او فحاشی تر دی حده را ورسیږی چې هلته بیا په سلهاؤ او زرهاؤ داسې ماشومان پیدا شی چې د هغوی پلار نه وی معلوم او څه وخت چې دغه ماشومان را لوی شی نو دا ټول بیا په جرمونو ، ذهني مرضونو، ضد ، قتل او غلا كې خپل وختونه تیروی ، او همدا خلک د خپلی ټولنی په بربادولو كې تر ټولو مهم رول لوبوی .

امریکا چې څه وخت په افغانستان او عراق حمکله وکړه نو د امریکایی فوځ اکثره غړی همدغه حرامیان ول او اوس د هغوی اکثریت په داسې یوه مرض اخته دی چې د امریکا حکومت نه یی لاره ورکه کړی ده ، داسې ډير را پورونه شته دی چې هغه فوځیان چې د افغانستان او عراق په جنګونو كې یی برخه اخیستی وه د هغوی اکثریت په ذهنی مرضونو اخته دی او ډيرو نورو خو امریکا ته په بیرته ورتګ هلته داسې کارونه کړی دی چې دهغی له امله اوس هغوی د امریکا حکومت نظر بند ساتلی دی او یا هم په روغتونو كې تداوی په خاطر بستر دی .

کله چې دغه بی پلاره ماشومان د امریکا په کوڅو كې په غلا او نورو مختلفو واقعاتو كې ښكېل وی او د هغوی د دغه شر نه د امریکا په یوه کوڅه كې هم امن او کلاری نه وی نو دا لری نه ده چې په را روانو څو کلونو كې به په ټوله امریکا كې امن ورک شی چې اصلی لامل به یی همدغه بی پلاره ماشومان وی.

کله چې د یوه هیواد د پادریانو نه نیولی تر حکومتی چارواکو پوری ټول په زناء او جنسی اړیکو كې ښكېل وی (چې د امریکا تاریخ او نړیوال مطبوعات د دغه واقعاتو څخه ډک پروت دی) او امریکائي ځوانی او وړی انجوني په ډيره ازادی  د سرکونو پر غاړه د دوه سوه ډالرو نه تر ينځه سوه ډالرو پوری خپل ځانونه په رضاء او خوښه د بل هوس ته سپاری نو بیا هغه ورځي لیری نه دی چې الله عزوجل پری ځمکه را چپه نکړی ، ښه مثالونه یی تیر قومونه دی .

په امریکایی ټولنه كې د لوڅو انجونو او هلکانو د کلبونو د جوړیدلو له امله د نړی په تاریخ كې دبدکاری او فحاشی لمړی مقام ګټلی دی ، نن ورځ چې په امریکا كې کوم ډول بدکاری ، زناء او فحاشی كېږی د هغی له یادولو څخه قلم هم شرمیږی .

څه وخت چې په یوه قوم كې بدکاری او فحاشی خپل عوج ته ورسیږی الله عزوجل بیا هغه قوم ته نور مهلت نه ورکوی ، نو له دی امله هغه ورځ لیری نه ده چې امریکا دی د الله عزوجل په عذاب ګرفتاره نشی .

د دغه په باره كې د امریکا او په نړیواله کچه مشهور او پیژندل شوی امریکایی پادری ديوډ ویلکر هم د دی اعتراف کړی دی او هغه ویلی :

امریکا به د الله عزوجل له خوا ډير زر تباه شی ځکه نن امریکا په ګناهونو او فحاشی كې داسې را ګیره شوی ده چې دهغی له امله به د الله عزوجل د عذاب نه به هیڅ وخت خلاصه نشی.

امریکا چې په نړیواله سطحه په بد اخلافی او فحاشی كې لمړی مقام لری ، هلته جنسی اړیكې نیول یوه عامه خبره او شخصی ازادی ګڼل كېږی د همدی ازادی له امله د امریکا د روغتیا وزارت وخت په وخت داسې اعلانونه خپروی تر څو خلک د هغی له امله د ایدز د آفت څخه ځانوونه وساتي .

د امریکا د روغتیا وزارت په خپل یوه نوی راپور كې چې یواځي یی د واشنګټن په ښار كې سروی کړی وه او دغه را پور د هغوی په ویبپاڼه كې هم شته دی داسې لیکلی:

په واشنګټن كې د ایدز مرض یو ساری شکل غوره کړی دی چې د سرطان د مرض په مقابل كې څو چنده زیات دی، همدا اوس په واشنګټن كې شپږ فیصده خلک د ایډز ښکار دی او دا په داسې حال كې چې ډير نور لا په دی نه دی خبر چې هغوی ایډز دی (هغوی معائنی نه دی کړی او یا کوم روغتون ته نه دی تلی) ، همدغه راپور كې راغلی چې :

د ایډز په دغه ښکار شوی کسانو كې د هغو خلکو فیصدی چې د هغوی عمرونه د څلویښتو څخه تر پنځو کلونو پوری دی دوه اعشاریه اوه ده او نوره پاتی فیصدی یی د ځوانو انجونو او هلکانو ده چې په دوی كې هغه ماشومان هم شته چې عمرونه یی د دولسو کالو څخه کم دی، دغه را پور لیکلی:

په واشنګټن ښار كې د ایډز د خپریدلو دوه مهم لامله دی:

اول: په سړیو كې لواطت.

دویم: د یوه ښځی له څو سړیو او د یوه سړی له څو ښځو سره جنسی اړیكې نیول.

د امریکا د روغتیا د وزارت ویبپاڼه ۲۰۰۹ ، ۳ ، ۲۰

د فارن افئیر په مجله كې د سیموئیل هنګټن یوه لیکنه خپره شوی وه چې هغه په دغه لیکنه كې داسې لیکلی ول:

امریکا هره ورځ د نړی تر ټولو بدمعاش او جابر هیواد جوړیدونكى دی ، امریکا داسې فکر کوی چې هغه د ټولو بین المللی قوانینو او اصولو څخه مستثنی ده ځکه امریکا د سوړ جنګ نه وروسته ځان د نړی واکدار ګڼی ، که څه هم امریکا په خپله او یا هم نور ملکونه دا فکر کوی چې هغه د نړی تر ټولو ستر طاقت دی خو حقیقت دا دی چې امریکا په نړی كې هره ورځ یو نوی مشکل را پیدا کوی ، اصلا امریکا دوه مخی سیاست کوی.

امریکا د ملګری ملتونو ټولی مالی ادرای د خپل کنترول لاندی راوستی دی د سوړ جنګ نه وروسته امریکا د ټولنی د ترقي پر ځایی د فوځیانو په مصارفو د خپل حد نه څو چنده زیاتی پیسی مصرف کړی او لا یی مصرفوی حال دا چې د ملګری ملتونو د انسانی حقوقو د قانون په ۲۵ ماده كې داسې راغلی :

هر هیواد په دی مجبور دی چې د صحت او د خلکو د ښه ژوند لپاره جدی هلی ځلی وکړی او له دی سره دی هر حکومت دا کوښښ وکړی او د دی حق لری چې د غربت نه ازاد ژوند ته لاره برابره کړی .

خو د امریکا او اروپائی ملکونو په نظر كې دغه رقم انسانی حقوق هیڅ اهمیت نلری ، امریکایی فوځ په یوه افریقایی ملک راونډا كې د څو میاشتو په ډيره لږه موده كې د هغه ملک پنځه لکه خلک وژلی دی .

د وال سټریټ د یوه راپور له مخی امریکا په جنوبی ویتنام كې داسې كېمیایی وسله استعمال کړی وه چې د هغی له امله د ویتنام پنځه لکه ماشومان د پیدائښت په وخت متاثره شوی وه ، امریکا یواځي په ویتنام او راونډا كې دغه ظلمونه نه دی کړی بلكې د نړی په مختلفو ځایونو او وختونو كې یی خپل زور په غریبو او کمزورو خلکو ازمایلی .

امریکا د تیرو پنځه شپیتو کالو په موده كې د نړی په دوه دیرش ملکونو خپل زور ازمایلی چې تازه مثال یی د افغانستان او عراق دی ، دامریکا دغه احمقانه او جابرانه حرکتونو د ظلم او بربریت ټول پخواني ریکارډونه مات کړی دی .
د نوم چومسكې کتاب د روګ سټیت ۶۵ مخ .

د امريكا پخوانى اولس مشر جيميكارټر په خپل كتاب كې ليكي:
:Our Endangered Values : America`s Moral Crisis

امریکا په اوسني وخت كې د داخلی نظم له نګاه نه د ډير سخت بحران ښکار ده ، د نړی د  هغو پنځه دیرش هیوادونو چې د هغوی کلني امدنی تر ټولو زیاته ده چې په دغه پنځه دیرش ملکونو كې د ټولي وژنی څخه نولس ځله زیاته وژنه یواځي په امریکا كې كېږی.

امریکایی ځوانه انجلی د یوی فرانسوی انجلی په مقابل كې اوه چنده زیات یوه نا جائر ماشوم زیږوی ، او دا په داسې حال كې چې دغه انجونی یو ، یو ځل خپل حمل ضائع کړی هم دی.

د جرمنی د هغو ماشومانو په مقابل كې چې د هغو عمرونه د د دولسو کالو څخه کم وی امریکایی دولس کلن ماشومان  پنځه چنده زیات د ایډز ښکار دی
کله چې په امریکا كې د هم جنس پرستو (چې هلک د هلک او جلی د جلی سره واده کوی) څخه د دغه ازادی په باره كې  وپوښتل شی نو هغوی بیا داسې وایی: هر انسان حق لری چې په خپله خوښه ژوند وکړی.

نن ورځ طلاق په امریکا كې خپل خطرناک حد ته رسیدلی ، د امریکا د ټولو بالغو امریکایانو پنځه دیرش فیصده وګړو په خپل ژوند كې  هرو مرو یو ځل طلاق اخیستی دی.

دامریکاپخوانی اولسمشر جیمی کارټر کتاب:
.Our Endangered Values: America`s Moral Crisis
۲۳ ، ۲۹ ، ۷۵ او ۸۰ مخونه.

په امریکا كې به د بد اخلاقی او بي لاری توب یو څو نمونی ولولو حال دا چې د امریکا هره ورځپاڼه، مجله، تلویزون او حکومتی ویبپاڼي د دی نمونو څخه ډكې دی، یو څو نمونی یی دا دی :

دا وخت په امریکا كې هغه هلکان چې لا بالغ هم نه دی د هغوی جرم کول ورځ په ورځ په دیره تیزی سره زیاتیږی چې په دغه جرمونو كې:

شراب څکل، ناڅاپه او هسی ډزی کول، زناء، لواطت، غلا او داسې نور ډير شیان شامل دی چې د دی ټولو اصلی لامل هغه فلمونه دی چې په هغی كې دا هر څه ښودل كېږی ، جنسی ازادی او هغه فلمونه او توكې چې جنسی اړیکو نیولو ته لاره هواروی د مور او پلار بی فکری او ډيره ازادی ده .

په امریکا كې د ذهنی مریضانو تعداد د نورو مریضانو په پرتله ډير زیات دی او هلته د ذهنی سکون او ارام درمل او نشی استعمال نن ورځ ډيره عامه خبر ده په امریکا كې د نشی او هغه دواګانی چې ذهنی او جسمی ارام خلکو ته ورکوی د بلیونو ډالرو کاروبار ته رسیدلی .

نن ورځ په امریکا كې د غټو د کانونو  څخه غلا کول یوه عامه خبره ده  او دا غلا په داسې حال كې كېږی چې په هر دکان او لاره تلویزونی کمره هم لګیدلی وی د دی سره بیا هم هره ورځ غلا کول مخ په زیاتیدو ده او داسې خبرو نه یوټیوب او ویبپاڼي ډكې دی .

په امریکا كې د شرابو ډير زیات استعمال یوه ساری شکل غوره کړی دی چې د هغی له استعماله ماشومان هم نه دی خوندی، نن ورځ په امریکا كې داسې واقعی دمره ډيری شوی دی چې یو هلک یا کوم سړی د شرابو په نشه كې ناڅاپه په مکتب، حکومتی ودانی، روغتون او یا بازار ډزی کوی او دا هر څه هلته اوس  یو عامه خبره ده.

د شرابو په نشه كې ډوب ډيری کسان یا خو موټر ټکروی، غلا کولو، ځان وژلو او یا هم د نورو وژلو، په زوره زناء کولو او داسې نوری واقعو كې ښكېل وی.

نني سائنس پوهان وایی: هغه کسان چې د ورځي په ډيره کمه اندازه شراب څكې هغه ته باید حکومتونه د واده کولو اجازت ورنکړی او که بیا هم حکومتونه هغه کسانو ته چي  په ډيره کمه اندازه د شرابو څکونكې وی اجازت ورکوی نو بیا پکار ده چې هغوی ماشومان ونه زیږوی ځکه د شراب څکونكې اثرات دهغه ماشومانو ته هم انتقالیږی.

په امریکا كې یو بل ډير شرمونكې رواج هم شتون لری چې هغوی د خپل جنسی سړښت لپاره خپلی ښځی نورو ته ورکوی او د دی په بدل كې د نورو ښځي د څه مودی لپاره د ځانه سره ساتي او دا کار په زور سره نه تر سره كېږی بلكې څه وخت چې د ښځي رضاء وی او دغه کار ته غاړه كېږدی نو دوی بیا هغه وخت دغه کار کوی.

امریکایی لیکوال ایم هنټ په خپل کتاب:(د سیک شول بی هیور )كې د دغه شرمونكې رواج په باره كې ډيری حوالی او مثالونه ورکړی هغه په خپل کتاب كې لیکلی چې:

دی کار ته په امریکا كې (وائف سویپینګ) وایی او د دغه کار د لا پراختیا لپاره په امریکا كې د (كې هبز) په نوم ډیری اداری او دفترونه هم کار کوی او دغه ځایونو ته یو سړی او ښځه د دی لپاره ورځي تر څو هلته د نورو سره د موافقت او جوړ جاړی نه وروسته خپلی ښځي او میړونه په قانوني بڼه د څو ورځو یا لڼد وخت لپاره بدل کړی .

وګورې .The Sexual Behavior د نورو معلوماتو لپاره دایم هنټ کتاب

د پاکستان پخوانی وزیر اعظم او د بینطیر بوټو پلار ذوالفقار علی بو ټو د حکومت په دوره كې هم د پاکستان د کراچي په ښار كې دغسی ادراو او کلبونو شتون درلود  او هلته به سړیو خپلی ښځي د موقت وخت لپاره په کرایه او یا هم د بل سړی د ښځي په بدل کی ورکولي او ویل كېږی چې په نورو ښارونو لکه لاهور او فیصل اباد كې هم دغه ادارو  په پټه کار کاوه چې د ضیاء الحق حکومت په اولو ورځو كې بیا بندې شوې.

په امریکا كې یو بل شرمونكې کار چې نن ورځ ډير زیات او عام دی هغه دا دی چې هلته ډير شرکتونه او فابریكې د خپل جوړو شوو شیانو د خرڅلاؤ په خاطر خپلو اخستونکو ته په رضاء کارانه توګه داسې ښکلی انجونی د جنسی سړښت او معلوم وخت لپاره هدیه کوی چې دغه انجونی د دغه شرکتونو او فابریکو سره د پیسو په بدل كې کار کوی یا په بله معنی په تنخواه کار کوی ، ځکه امریکایی ټولنه دا فکر کوی چې کاروبار او په کاروبار كې د ښځو شتون لازم او ملزوم دی ، په امریکا كې د هری لوی او غټ شرکت سره د هغو انجونو نمبرونه ثبت وی چې هغوی د پیسو په بدل كې د خلکو سره جنسی اړیكې نیسی او دغه کمپنی بیا د خپل مشتری د خوشحاله کولو لپآره د غه انجونی د څه خت لپاره د پیسو په بدل كې په کرایه اخلی او خپلو مشتریانو ته یی ورلیږی
۱۰۰ مخ Sex In History دلام سیمونز دکتاب

د بد اخلاقی دغه څو مثالونه مو ځکه دلته ذکر کړل تر څو لوستونكې په دی پوه شی چې په امریکایي ټولنه كې خلک په کوم ذلالت كې ژوند تیروی ، څه وخت چې د یوی ټولنی اخلاق تر دی حده وغورځیږی او هغوی دمره بی حیاء شی نو په دغسی یوه بی حیاء ټولنه كې بیا مثبتی هلی ځلی تر کومه حده ثابته پاتی كېدلی شی ، هغه ټولنه چې د هغوی اخلاق دمره غورځيدلی وی نو هغوی بیا په خپله زوال ته په خپل لاس بلنه ورکوی .

څه وخت چې د یوه هیواد فوخیان چې هغوی د دښمن سره د جنګ لپاره  هم روان وی نو د خانه سره د فاحشه انجونو  یو ټولګی بیا یی او څه وخت چې د دوی پادری دوی ته د وعظ او نصیحت نه خلاص شی نو د هغه خدمت لپاره ځوانه او زړه راښکونكې جلی لاس په نامه ولاړه وی ، څه وخت چې په یوه ټولنه كې د کاروبار د پراختیا لپاره د فاحشو ښځو نه د دی کار اخستل كېږی تر څو د دغه شرکت د شیانو اخستونكې پری خوشحاله کړی او د هغوی مال واخلی نو یو بی عقل انسان هم بیا په ډيره اسانی په دی یقینی كېږی چې تر ډيره وخته یو قوم هم د داسې اخلاقو په درلودلو سره په خپل حال ثابت نشی پاتی كېدلی.

نور بیا…

یادونه: پورته لیکنه – امریکا د زوال په لور – په اصل کې د رضي الدین سید په نامه لیکوال د کتاب ژباړه ده، نوموړي دغه کتاب په ۲۰۱۱ کې لیکلی وو، په کتاب کې ورکړل شوي حوالې او معلومات د هغه وخت دي، چې اوس تر پخوا ښه روښانه او ډیر شوي دي. په کتاب کې د امریکا د زوال ټول اوه لوی لاملونه لیکل شوي، چې هره ورځ به یې یو نشر ته سپارل کیږي خو که دا لیکني ولوستل شي، کیدای شي لوستونکي د امریکا د زول ډیرو نورو لاملونو ته هم متوجي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د