مه خفه کېږه! (۴۷) – ځکه الله رحیم او توبه قبلوونکی دی

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

مه خفه کېږه! ځکه الله رحیم او توبه قبلوونکی دی

ایا د الله تعالی دا وینا ارام نه دربښی، غم، خفګان درڅخه نه لرې کوی او نېکمرغی نه دربښی، چې وایې:

﴿ يَعِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعاً إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴾
” ای هغو بندګانو! چې پر خپلو ځانونو مو تېری کړی دی، چې د الله له رحمت نه مه ناامیده کېږئ، په یقینی ډول الله ټولې ګناوې بښی، هغه بښونکی او مهربان دی. ”

پورتنی آیت کې الله تعالی تاسې ته په “ای زما بندګانو” خطاب کړی، تر څو زړونه مو ډاډه شی او روحونه مو سکون ومومی، چې ګناهګارو (مسرفینو) ته پکې ځانګړی خطاب دی، کله چې د ډېرو ګناهګارو دا حال وی، نو د هغو خلکو په باره کې څه اټکل کېږی، چې په ګناهونو کې اسراف خو لا څه چې بېخی ګناه یې نه وی کړې؟

په دغه آیت کې ګناهګارو ته زېری دی، چې هېڅکله مه ناامیده کېږئ، او دا هم ورته په ډاګه شوی، چې کوچنی ګناهونه وی او که غټ، لږ وی او که ډېر، الله تعالی د ټولو بښونکی دی، ورپسې یې په ډېر تاکید ویلی دی، چې هغه ذات غفور او رحیم دی.

﴿ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴾
” هغه ډېر بښونکی او رحم کوونکی دی. ”

ایا د الله تعالی په دغه وینا خوښۍ نه احساسوې، چې وایې:

﴿ وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴾

” او کوم کسان چې داسې دی، چې کله کومه د شرم ناروا کار ورڅخه وشی، یا کله د کومې ګناه په کولو هغوی پر خپل ځان ظلم کوی، نو ورسره جوخت الله وریادېږی، او له هغه څخه هغوی د خپلو ګناهونو بښنه غواړی، ځکه له الله تعالی پرته بل څوک دی، چې ګناهونه وبښلای شی؟ او هغوی له پوهې او ادراک سره په خپلو کړنو ټینګار نه کوی؟ ”

همدارنګه وایې:

﴿ وَمَن يَعْمَلْ سُوءاً أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللّهَ يَجِدِ اللّهَ غَفُوراً رَّحِيماً ﴾
” که څوک بد عمل وکړی، یا پر خپل ځان ظلم وکړی او له هغه وروسته له الله څخه بښنه وغواړی، نو الله به بښونکی او رحیم ومومی. ”

ایا د الله تعالی دا وینا ډاډ نه درکوی، چې وایې:

﴿ إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلاً كَرِيماً ﴾
” که تاسې له هغو سترو ګناهونو څخه ډډه وکړئ، چې تاسې ورڅخه منع کېږئ، نو ستاسې وړې وړې ګناوې به موږ له حسابه وغورځوو، او تاسې به د عزت ځای ته ننباسو ”

﴿ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّاباً رَّحِيماً ﴾
” که هغوی دا لاره غوره کړی وای، چې کله یې پر خپلو ځانونو ظلم کولی، نو تاته راتلای او له الله نه یې بښنه غوښتلای، او پیغمبر هم ورته د بښنې غوښتنه کولی، شک نشته چې الله تعالی به یې بښونکی او رحم کوونکی موندلای وو. ”

دغه راز الله تعالی وایې:

﴿ وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً ثُمَّ اهْتَدَى ﴾
” ښایې چا چې توبه وویستله او ایمان یې راوړ، او ښه عمل یې وکړ، بیا سم روان شو، د هغه لپاره زه ډېر بښونکی یم. ”

کله چې موسی علیه السلام سهوا قتل وکړ، نو ویې ویل:

﴿رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ﴾
” پروردګاره! پر خپل ځان مې ظلم کړی، له دې امله ما وبښه. ”

نو الله تعالی ورته بښنه وکړه.

همدارنګه د داؤد علیه السلام توبه یې هم قبوله کړه:

﴿ فَغَفَرْنَا لَهُ ذَلِكَ وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴾
” هله نو موږ د هغه قصور وبښه، او په یقینی ډول زموږ په وړاندې د هغه لپاره د نېږدېوالی مقام او غوره عاقبت دی. ”

سبحان الله! څه رحیم او کریم ذات دی، ان هغو کسانو ته یې هم د خپل مغفرت او رحمت دروازې نه دی بندې کړې، چې د تثلیت عقیده لری، وایې:

﴿ لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَـهٍ إِلاَّ إِلَـهٌ وَّاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ{۷۳} أَفَلاَ يَتُوبُونَ إِلَى اللّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴾

” هغه خلک په یقینی توګه کافر شول، چې ویې ویل الله په درېیو کې یو دی، حال دا چې له یوه الله پرته هېڅ کوم بل الله نشته، که دا خلک له خپلو دغو ویناوو څخه منع نشی، نو له هغوی څخه چې هر څوک کافر شوی دی، هغوی ته به دردناک عذاب ورکړل شی، نو ایا دوی الله ته توبه نه باسی او له هغه نه بښنه نه غواړی؟ الله ډیر بښونکی او رحم کوونکی دی. ”

په یوه قدسی حدیث کې راغلی، چې الله تعالی وویل:

” ای د ادم اولاده! له ما نه دعا وغواړه او ماته رجوع وکړه، نو ګناهونه به دې در وبښم، او هېڅ پروا به یې ونه کړم.

ای د ادم اولاده! که ستا ګناهونه تر اسمانه هم ورسېږی، او بیا هم ته له ما څخه بښنه وغواړې، نو زه به درته بښنه وکړم، او پروا به یې هم ونه کړم.

ای د ادم اولاده! که ته دومره ګناهونه وکړې، چې ځمکه ترې ډکه شی، او بیا له ما څخه په داسې حال کې بښنه وغواړې، چې له ما سره دې شریک نه وی نیولی، نو بیا به هم ستا ټول ګناهونه در وبښم. ”

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې:
” الله تعالی د شپې خپل لاس غوړوی، چې د ورځې ګناهګار توبه وباسې، همدارنګه د ورځې یې غوړوی، چې د شپې ګناهګار توبه وباسې، ان تر دې چې لمر له لویدیځه راوخېژی. ”

په یوه بل قدسی حدیث کې راغلی، الله تعالی وایې:
” ای زما بندګانو! که تاسې شپه او ورځ ګناهونه وکړئ، او بیا توبه وباسئ، نو زه به ستاسې ګناهونه در وبښم. ”

په صحیح حدیث کې راغلی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی:
” زما دې پر هغه ذات قسم وی، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده، که تاسې ګناهونو ونه کړئ، نو الله تعالی به یو بل قوم رامنځته کړی، چې تر ګناه کولو وروسته به له الله تعالی څخه بښنه غواړی، او الله تعالی به ورته بښنه کوی. ”

په یوه بل حدیث کې وایې:
” سوګند په هغه ذات، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده، که تاسې ګناهونه ونه کړئ، نو تر ګناه سخت کار یانې پر ځان فخر کول به وکړئ. ”

بل ځای وایې:
” تاسې ټول خطا کاران یئ، او غوره خطا کاران توبه ایستونکی دی. ”

په یوه بل صحیح حدیث کې وایې:
” الله تعالی د هغه بنده په توبه تر هغه انسان ډېر خوشحالېږی، چې خپل خواړه او اوبه یې پر اوښه بار کړی، او هغه ترې په صحرا کې نادرکه شی، دی یې په لټه کې ښه لالهانده او ستومانه شی، بالاخره ناامیده او کرار ویده شی، کله چې له خوبه راپاڅی، څه ګوری چې اوښه یې له خوړو او اوبو سره سرته ولاړه وی، او دی بیا له ډېرې خوښۍ دا چغه کړی، چې: ای الله! ته زما بنده او زه ستا رب یم. ”

په یوه بل حدیث کې راغلی، چې:

” یوه بنده ګناه وکړه، او بیا یې وویل: ای ربه! بښنه راته وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناه نشی بښلای، بیا یې ګناه وکړه او بیا یې همداسې بښنه وغوښته، نو الله تعالی وویل چې: زما بنده پر دې پوه دی چې زما رب په ګناه نیول کوی، او ګناه بښلای هم شی، نو زما د بنده چې څه خوښه وی، هغه دې وکړی. ”

مانا دا، ترڅو چې زما بنده بښنه غواړی، نو زه به ورته بښنه کوم.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عطاالله "همـــــدرد"
میلمه
عطاالله "همـــــدرد"

غـــــــــــــــــــزل “عطاالله همدرد” الله صمد یی لویه خدایه موږ نیازمـند یو و رحمت ته ستا بې پایه حاجتمـــــند یو تو به وکاږو هر وارې یو هماغسې بیـــا مونږه معاف کړه یالغفار درواغجــــن یو یو مسلم امت ډلګئ ډلګئ جدا شـــوو هدایت وکړې موږ ته خدایه کبـرجـــن یو ټول بدی مو په نیکیو کړې بدلـــــــې دګناه زندان کې بند خورا غمـــــجن یو بله لاره د نجات و مــــــــــوژ ته نشته ستا دربار ته امید واره هــــیله من یو د رضاء خپلې ډالئ مونږ ته عــطاء کړې له عذاب دې بې پایانه موږ ډارجــن یو دلته دغه دقتلونو کیــسې ختمې که نور… نور لوستل »