مه خفه کېږه! (۴۸) – هر څه د قضا او قدر له مخې رامنځته کېږی!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

۞ مه خفه کېږه! ځکه هر څه د قضا او قدر له مخې رامنځته کېږی!

ټول مسلمانان دا عقیده لری، چې هر څه د قضا او قدر له مخې رامنځته کېږی، په کایناتو کې یوه پاڼه هم د الله تعالی له امر پرته خوځېدای نشی.
الله وایې:

﴿ مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴾
” هېڅ مصیبت داسې نشته، چې په ځمکه کې یا ستاسې پر خپل نفس نازلېږی، او موږ هغه تر پیدا کولو مخکې په یو کتاب کې نه وی لیکلی، دغسې کول د الله لپاره ډېر اسانه کار دی. ”

﴿ إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴾
” موږ هرڅه له یو تقدیر سره پیدا کړی دی. ”

﴿ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴾
” او موږ به خامخا په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عایداتو په خساره کې په اخته کولو پر تاسې امتحان راولو، هغو کسانو ته زېری ورکړه، چې په دې حالاتو کې صبر وکړی. ”

رسول الله ﷺ وایې، چې:
” د مومن معامله ډېره د حیرانتیا وړ ده، هر کار یې د خیر وی، که له سختۍ سره مخ شی، صبر کوی او دا ورته خیر دی، که له خوښۍ سره مخ شی شکر باسې، چې دا هم ورته خیر دی، او دغه امتیاز یوازې مومن ته په برخه دی. ”

په یوه بل صحیح حدیث کې وایې:
” کله چې سوال کوې، له الله څخه یې کوه، او که مرسته غواړې، هم له الله څخه یې غواړه، په دې پوه شه چې که دغه ټوله نړۍ تاته ګټه در رسول وغواړی، نو هماغه ګټه به درته ورسېږی، چې الله درته لیکلې ده، او که دوی تاوان در رسول وغواړی، هماغه تاوان به در ورسېږی، چې الله درته لیکلې وی، قلمونه وچ شوی او صحیفې پورته شوی. ”

په یوه بل حدیث کې راځې:
” څه چې دې تر لاسه کړی، همدا دې په تقدیر کې وو، او څه چې دې له لاسه ور کړی، هغه دې هم په تقدیر کې وو. ”

او په صحیح حدیث کې راغلی چې:
” ای ابوهریره! له څه سره چې مخ کېدونکی یې، د هغه په اړه قلم وچ شوی دی. ”

” څه چې تا ته ګټه در رسوی، د هغه هڅه وکړه او له الله تعالی څخه مرسته وغواړه، او مه عاجز کېږه، او داسې مه وایه چې که داسې مې کړی وای، نو داسې به شوی وای، بلکې ووایه چې هر څه د الله تعالی په امر او خوښه کېږی. ”

” الله تعالی د بنده په اړه هماغه پرېکړه کوی، چې د بنده خیر پکې وی. ”

له شیخ الاسلام ابن تیمیه نه پوښتنه وشوه: ایا په معصیت کې هم د بنده لپاره خیر وی؟
هغه ځواب ور کړ: هو! خو که پښېمانی پرې وشی، او توبه وویستل شې.

الله تعالی وایې:

﴿ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئاً وَّهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئاً وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ﴾
” کېدای شی چې یو شی تاسې ته ناخوښه وی، او هماغه ستاسې لپاره ډېر غوره وی، او کېدای شی چې تاسې یو شی خوښوئ، او هماغه ستاسې لپاره تاوانی وی. ”

عرب شاعر ویلی دی:

هيَ المقاديرُ فلُمني أو فَذَرْ
تجري المقاديرُ على غرْزِ الإِبَرْ

” دا د الله لیکلې تقدیر دی، که ته ما ملامته کړې او یا مې وبښې، نو دا به د الله تعالی لیکلې تقدیر وی! “

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د