مه خفه کېږه! (۵۰) – دمه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

۞ دمه!

مه خفه کېږه، ځکه د هغو خزانو او قصرونو په اړه غم او اندېښنې چې تا راټولې کړې دی، تاته خوښۍ او ښېرازی نه شی دربښلای، بلکې ستا غم او اندېښنې به لاپسې زیاتې کړی.

مه خفه کېږه! ځکه که خفګان ستا په زړه کې ځای نیولی وی، سترګو ته دې مخامخ ولاړ وی، او په پوستکی کې دې نښتی وی، نو د ډاکټرانو او طبیبانو تجربې او درملنې درته هېڅ ګټه نشی در رسولای.

مه خفه کېږه! ځکه ته کولای شې، چې د پاک تعالی په دربار کې لاسونه پورته کړې، د الله تعالی دربار ته فریاد وکړې، او د شپې وروستۍ برخه په واک کې لرې چې هر ډول شرعی دعا پکې قبلېدای شی.

مه خفه کېږه! ځکه چې الله تعالی ستا لپاره ځمکه او د هغه اسباب راپیداکړی دی، ستا لپاره یې ځمکه مسخر کړې، باغونه او نهرونه یې پیدا کړی، هر څه یې جوړه جوړه راپیدا کړی، د کجورو مېوه لرونکې ونې، ځلېدونکی ستوری، سیندونه او دریابونه یې هم ستا لپاره راپیدا کړی دی، نو ته ولې خفه یې؟

مه خفه کېږه! دا چې ستا د څښلو لپاره خوږې او یخې اوبه شته، او د ساه اخیستلو لپاره پاکه هوا لرې، په بدن روغ یې، په خپلو پښو ګرځېدای شې، او د شپې هوسا او ډاډه خوب کولای شې، نو بیا ولې خفه یې؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د