افغانستان

طالبان : جهاد شعار نه بلکې عمل دی

نن دثور اتمه ده ، یوویشت کاله  پخوا په همدې ورځ  دافغانستان جهادي تنظیمونو په کابل کې د ډاکټر نجیب له ادارې څخه واک  ترلاسه کړ ، په همدې اساس  دغه نیټه دکمونیزم په ضد  دافغانانو دجهاد  دبریا او اسلامي انقلاب  دکامیابیدو نیټه بلل کیږي .

له هماغې نیټې راهیسې دثور اتمه  په افغانستان کې او له افغانستانه بهر لمانځل کیږي ، او افغانان یوه بل ته  دکمونیزم ضد جهاد بریا مبارکي ورکوي .

سږ کال دا ورځ د پخوا په پرتله  لږترلږه په مطبوعاتي ډګر کې پیکه ښکاري ، او کوم ځانګړي مراسم  په کې نه دي راپور شوي ، خو دطالبانو  اسلامي تحریک  په دې اړه په خپله خپره کړې اعلامیه کې افغانانو او دنړۍ مسلمانانو ته ددې ویاړمنې ورځې له امله مبارکي ویلې ، او د ا یوه  له ویاړه ډکه ور ځ بللې .

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي  (دکمونیزم په خلاف دافغانانو جهاد بې له شکه یوه ستره او ویاړمنه دیني مبارزه وه ، چې مجاهدو افغانانو په پوره ایماندارۍ ترسره کړه ، خو په ډیر تأسف چې  له سرتاسري فتحې وروسته   نړیوالو ، سیمه ایزو او کورنیو  مغرضو لاسونو  ددې جهاد ثمره  له افغان اولس څخه واخیستله ، او اولس یې دفتحې په خوښیو کې دخپلمځي جګړو په ناورین واړاوو .

د همدې تریخ واقعیت  له امله  یوشمیر اسلام ضد او جهاد ضد ډلې او افراد د خپلمنځي جګړو دفاسدو ټوپکوالو اعمال  دافغانانو ویاړمن جهاد او مجاهدینو ته منسوبوي ، او دکابل دخپلمنځي جګړو مسؤلیت  په جهاد اود اسلامي انقلاب په بریالیتوب وراچوي ، اوپه  ډیره ناځوانۍ دثور داوومې  او اتمې پیښې سره  ورته بولي ، خو په دې ټول پوهیږي چې دکمونیزم په خلاف  دافغانانو جهاد او مبارزه  یوه مشروع  ، سپیڅلي ، دیني ، ملي او انساني مبارزه  وه ، چې افغان اولس دکفري یرغل دمحوې ، اسلامي حاکمیت د راتلو  او خپل اسلامي هیواد د ازادۍ لپاره ورته مټې رانغښتې  وې ، داجهاد چې  داسلامي تاریخ یوه نادره حماسه وه ، دشوروي  کمونیستي بلاک په نړولو سره  دشلمې پیړۍ معجزه وبلل شوه ، دا به ډیره بې ځایه  وي که څوک دڅو تنو مغرضو او لاسپوڅو افرادو دمفاسدو او خپل منځي نزاع له امله  دیوه اولس دومره سترې ویاړنې  ته په ټيټه وګوري  )

ښایي په دې خبرو سره  به دطالبانو هدف هغه بحث ته ځواب ویل وي چې په دې وروستیو کې ځیني جهاد ضد  صاحبنظران  دثور اوومه او اتمه  په یوه کاڼي تلي او د کابل دجګړه مارو تنظیمیانو کړنې دکمونیستي جنایاتو لپاره جبیره بولي .

دغه راز په  تیرو څو کلونو کې په کابل کې لیدل شوي چې ځینو زورواکان او دجهاد بدناموونکي جګړه ماران  ځانونه  دجهاد وارثین بولي او  جهاد مفخره  ورته شخصي ملکیت ښکاري ، طالبانو  په خپله اعلامیه کې دې موضوع ته هم اشاره کړي او ویلي یي دي (باید ووایو چې جهاد یوازې عنوان  ، شعار او نوم نه دی ، بلکې جهاد معنون ، عمل او یو بشپړ فکري  مکتب دی ، چې د دیني عقائدو ، اسلامي اعمالو او د ولاء او براء  دقراني تلپاتې احکامو په ستنو استوار دی ، له همدې امله دا بې ځایه ده که څوک دکفر د ملګرتیا له صف  څخه دجهاد دعوه وکړي او ځان مجاهد وبولي  )

 طالبانو په پای کې هیله ښودلې  چې افغانان به دالله تعالی په مرسته وتوانیږي چې دشوروي یرغلګرو غوندې امریکایان او ملګري یې هم په ګونډو کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x