نړۍ

۱۷۰ سوريايي پوځيان د سوځېدو له امله وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د بشارالاسد پلوي رسنۍ وايي، چې د سوريې ۱۷۰ پوځيان په اور د سوځېدو له امله وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.

د عربي رسنيو په وينا دا پېښه تېره شپه مصياف نظامي ښارګوټي کې رامنځته شوې او تر اوسه د اور لګېدو لاملونه نه دي په ډاګه شوي.

مصياف ښار د بشارالاسد واکمن نظام لپاره تر ټولو باوري نظامي سيمه ده او له همدې ځايه د هېواد منځنيو سيمو ته نظامي او استخباراتي مرستې لېږل کيږي او د همدې سيمې ډېری خلک په لوړو حکومتي څوکيو کار کوي.

کومې سيمې کې چې اور ۱۷۰ پوځيان وژلي او لسګونو نور يې ټپيان کړي د بشارالاسد نظام لپاره تر ټولو مهمه ستراتيژيکه سيمه بلل کيږي، چې د هېواد په لويديځ کې له حماة څخه ۴۸ کيلوميتره لرې پرته ده او د اسد رژيم پوځيان په کې له لسو زيات نظامي او روزنيز مرکزونه لري.

تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی معلوم شوی او نه هم د پېښې مسوولیت چا منلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند چه هغه سیمه کی به کیمیاوی وسلی وی چه د اور لګیدلو له امله به وژل شوی ، د بشار رژیم به یی له شرمه یادونه نه شی کولی لا به کومه چاودنه شوی او لا به خطایی بمبارد او یا د داخلی کودتا له مخی څه رامنځته شوی ، که نه بله څه معنی لری چه مصونه سیمه کی دی لس او شل هم نه نزدی دوه سوه کسان ووسیزل شی د منلو وړ نه ده الله ج دی نور هم تباه کړی د یو بشار له لاسه په میلونو خلک په شهادت ورسیدل او لا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x