ويلنټاين نمانځل که د بې غيرتي او فحشا خپرول

احمدالله احمدزی

هر ملت، چې خپلو ارزښتونو ته شا کړي او پردي ر واجونه او کلتور د پرمختګ لامل بولي، همدغه کړنه او فکر د دې ملت د تباهي لپاره بس دی.

د نورو بدبختيو ترڅنګ ويلنټاين ډې يا د مينې ورځ نمانځلو موخه يوازې او يوازې زموږ دروند او با ايمانه ولس بې غيرته کول دي بل هېڅ نه.

ويلنټاين څوک و؟

په پخواني روم کې د امپراطور له لوري پر نظامي افسرانو او پوځيانو بنديز لګيدلی و، چې د جګړې د لا غښتلي ساتلو په موخه له خپلې کورنۍ بې برخې وي او بايد هېڅ سرتیری واده ونه کړي، مګر د ويلنټاين په نوم يو مسيحي راهب د امپراطو د امر پر خلاف په پټه د يو سرتيري نکاح وتړله او چې امپراتور خبر شو، دغه مسيحي راهب يې بندي کړ.

زندان کې د بند پر مهال ويلنټاين د زندان مشر ساتونکي له لور سره د مينې تارونه وغزول او مسيحي دين کې پر کشيشانو «راهبانو» د واده کولو بنديز و، نو دواړو مينانو لپاره دا چانس هم ستونزمن و، چې خپلې مينې ته د واده کولو له لارې ورسيږي.

امپراتور پر ميسيحي کشيش شرط کېښود، چې د خپلې مينې د پوره کولو لپاره دې خپل دين پرېږدي او د رومي واکمن امپراتور دين دې ومني، نو ويلنټاين مسيحيت سره د ډېرې ژورې مينې له امله خپله معشوقه خوشې کړه او پر خپل دين يې ټينګار وکړ، چې بالاخره د امپراتور له لورې اعدام شو.

بيا ډېر وخت وروسته، چې مسيحيت په اروپا کې يو ځل بيا خپور شو او د واکمنۍ ګدۍ يې خپله کړه، نو د مسيحي راهب ويلنټاين هغه ورځ نمانځل يې پيل کړل، چې د مسيحيت مينې لپاره يې خپله معشوقه خوشې کړې وې او په دې لار کې تر داره ورسېد.

له هغې وروسته تر اوسه مسيحيان هر کال د فبروري په ۱۴مه د هغه کشيش ورځ د ويلنټاين ډې په نوم نمانځي، چې د مسيحيت لپاره يې اعدام قبول کړی و.

موږ د ښکېلاکګرو له لوري په داسې ککړ شوي چاپېريال کې ژوند کوو، چې د خپل اصيل کلتور د ژغورنې او له پردي يرغلګر او ترهګيريز فکر څخه يې د پاکونې په موخه که څوک خبره کوي، نو د بشريت او انساني حقونو دښمن بلل کيږي او دا تورونه او توهمتونو بل څوک نه لګوي، دا يوازې او يوازې هغه نجسې څېرې دي، چې د ښکېلاکګرو په غلامۍ کې د خپل ژوند بقا ويني او پوهيږي، که د غربي ښکېلاکګرو رحم و کرم نه وي، نو دې ټولنه کې د دوی ژوند ناشونی دی.

له حکومته خو دا تمه نه شي کېدای، چې د دغه او ورته نورو ناوړه دودونو مخنيوی وکړي، بلکې حکومتي چارواکي خو د همدې پرديو دودونو د خپرولو او د اصيل افغان کلتور د له منځه وړلو لپاره کار کوي، مګر زموږ ګران او غيرتي ولس به هېڅکله دغه بې غيرته او وحشي دود خپرولو ته اجازه ورنه کړي.

که څوک د ويلنټاين او نورو يرغلګرو فکرونو پر خلاف غږ پورته کوي، يو شمېر حلقه بګوش غلامې کړۍ داسې تورونه ورباندې پورې کړي، چې د ويلينټاين او نورو ناوړه دودونو مخالفين د بشري حقونو دښمنان دي او دا تورونه هغه خلک لګوي، چې زموږ د ټولنې برخه نه دي، بلکې راوارد شوي خلک دي او په خپله د بشريت دومره ستر دښمنان دي، چې ټوله ورځ خپلو کورونو له پرديونو ښځو او ماشومانو د غلامانو په څېر استفاده کوي او په هېڅ بشري ارزښت ورته قایل نه وي.

دغه ناولې کړۍ د متبذلو رسنيو له لارې داسې څرګندونې کوي، چې زموږ ګران او غيرتي ولس بې غيرتي او فحاشي خپره کړي.

که خبره اوږده نه کړو، نو په لنډو ټکو دغو خلکو ته وايو، چې که رښتيا هم تاسې د saint valentine سره مينه لرئ، نو خپله مور، ښځه، لور او خور مو ميدان ته راوباسئ، چې خپلو يارانو ته دې د مینې ګلان ورکړي، چې ستاسې غيرت دا مني که نه.

دا اوس چې طلوع، يک او نور غلام پرورې رسنۍ د افغان اسلامي کلتور د ځپلو لپاره کوم پروګرامونه کوي، دا هېڅکله د افغانانو په منځ کې ځای نه شي موندلی او نه به يې څوک ومني، مګر د افسوس ځای دا دی، چې ډېری چارواکي پر ځان د جهاد او اسلاميت ليبل د لګولو سربېره د دغو وحشي مردګاوانو پر خلاف غږ هم نه پورته کوي.

دغه بې غيرته مينه پالان تر اوسه په دې نه دي پوه شوي، چې دغه ناوړه فکرونه او حرکتونه په افغانستان کې نه چليږي او نه به يې څوک وزغمي او دومره بې شرمه خلک دي، چې د دغو بې غيرته دودونو مخالفين بيا د جګړې پلويان بولي.

موږ په زغرده وايو، چې دغه د پردي کلتور خپروونکي د امريکا له «ويټامن بي ۵۲» بمباريو سره دلته راغلي او د دوی په ورکېدو به بېرته ورک شي او همدغه خلک زموږ ګران هېواد کې د جګړې پلوي کوي او پوهېږي که د اصيلو افغانانو پر ضد د امريکا نظامي او فکري جګړه نه وي، د دوی ژوند دلته امکان نه لري.

د دغو خپرونو پر اهميت به هغه وخت پوه شو، که د ويلنټاين پلويان د خپلو لوڼو، ښځو او خويندو د مينې نمانځلو ويډيو ګانې په دغو تلويزونو خپرې کړي. ټولو رسنيو ته چلينج ورکوو، په يوه کليه واله سيمه کې دې د ويلنټاين په مناسبت د مينې کولو کومه ويډيو خپره کړي. زما يقين دی، چې دوی داسې نه شی کولای او که د دغسې کړنې جرئت يې هم وکړ،نو زموږ غيرتي ولس به يې يې هېڅکله ونه زغمي.

دغه خلک دې د خپلې لور، خور او ښځې انډيوالان رسنيو کې خلکو ته معرفي کړي، بيا به خلک ومني، چې رښتيا هم د دوی د مينې پلويان دي.

غربي ښکېلاکګر هڅه کوي، چې د دوی په شودو رالويه شوې يوه وړه ډله، پر ټول ولس مسلطه کړي او د دې لپاره يې رسنۍ ګومارلي دي.

دوی پوهيږي، چې تر څو افغانان اسلام او خپل اصيل کلتور ته ژمن وي، د غربي ښکېلاکګرو هڅې او پلانونه دلته نه شي عملي کېدای شي او د همدې فکر د ځپلو لپاره شپه ورځ هڅې کوي، مګر زه په پوره ډاډ ويلی شم، چې تر څو د ولس رښتيني خواخوږي، دعوتګران، خطيبان او علما د ولس ويښ ساتلو لپاره هڅې کوي، د غربي ښکېلاکي فکر د خپرېدو هېڅ چانس نه شته او دا کړنې به يوازې او يوازې تر رسنيو محدودې وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

احمدزی صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ښو ټکو ته دی په ښه وخت کی ګوته نیولی مګر پوښتنه دا چه مونږ اشغال یو همدا د غلامی او اشغال لاسته راوړنه ده ، که د بیت المقدس د ورانولو ورځ دوی جشن ونیسی چه د صلیبی جنګو په دواران کی یی وران کړی نو مونږ به هم جش ورسره بدرګه کوو که خدای ناخواسته کعبه ورانه کړی مونږ به ورسره جشنونه لمانځو همدا زمونږ د افغانستان اشغال ته مونږ خپلواکی وایو دا عینا د بیت المقدس او کعبی د ورانولو جشنونه دی ، طبیعی ده چه دا جشنونه خو روغ… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

په ټولنه کې ددیني او کلتوري عقيدې ضعف او انحراف داشغالګرو په ډېره ګټه دي نو په هرزمان کې اشغالګرې قوې کوشش کړی دی چې اولس او په تېره بيا ځوانان بې لارې کړي ! صليبي اشغالګر په مختلفو نومونو او حرکاتو د مليونو ډالرو په زور د افغانستان ځوانان خراب کړل ! زمونږ په ځای کې لوچکانو ځانته سپکه ژبه لرله ! دوی به وېلې چې پلاني خو نظروت، لمسوت او دخلوت شروع کړي دا خبره به یې پټه کوله چې مشران به نه پرې خبرېدل خو ځیني وخت به یې په خپله لو چکي دزړه پړاس اېست! اوس… نور لوستل »