افغانستان

سنګین کې د سختو جګړو له امله امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې تېره شپه طالب ځواکونو پر امنیتي پوستو او یوه ماموریت مخامخ بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې امنیتي ځواکونو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه ددوی ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې د هلمند سیندپر غاړه د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو او یوه ماموریت بریدونه کړي، نوموړۍ زیاتوي چې تر سختي جګړې وروسته یاد مراکز ددوی لاس ته لویدلي دي.

احمدي په خبرپاڼه کې کاږي چې د یادو پوستو او ماموریت څخه تښتېدلو عسکرو په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو کنډک ته ځانونه ورسول چې وروسته ددوی یوه سرتیري بریدګر (نیازمحمد کندهاري) د زغره والي شوبلي په مټ پر همدې کنډک سرتیری برید ترسره کړ چې له امله یې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات واوښتل.

احمدي وایې چې په دې بریدونو کې یې ۴۵ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولي او همدارنګه ددوی دوه تنه ملګري هم ټپیان شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر د سنګین پېښه تاییدوي، د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال ځاځي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کنډک سرتیری برید شوی او مرګ ژوبله یې رامنځته کړي خو نوموړۍ ادعا کوي چې سرتیری بریدګر یې هدف ته تر رسېدو د مخه له منځه وړی.

په وروستیو څو ورځو کې یوځل بیا په هلمند کې جګړو زور اخیستی او طالبان پرلپسې پر امنیتي مراکزو بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x