افغانستان

کندهار: د دوو ترافیکي پېښو له امله ۴۲ تنه ټپيان سوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت په مرکز ښار او ژړۍ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ تنه سپرلي ټپيان سوي دي.

لومړۍ پېښه د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سیمه کې غرمه مهال یوه بجه رامنځته سوي، عینی شاهدان وایې چې د درې سوه درې مسافر وړونکي موټر مخ ته یو موټرسایکل سپور راغلی چې له امله یې د مسافرو موټر له عمومي سړکه واوښتی او چپه سو.

د کندهار د ترافیکو مدیر محمدالله هم پېښه تایید کړي او زیاتوي چې په پېښه کې ۳۵ تنه مسافر ټپيان سوي چې د ډیرو ټپونه برسیرن دي، نوموړۍ وایې په پېښه کې ټپيان سوي کسان د کندهار میرویس روغتون ته وړل سوي دي.

تر پېښي وروسته د درې سوه درې مسافر وړونکي موټر چلوونکی له سیمي تښتیدلی دی.

دوهمه ترافیکي پېښه د کندهار ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې رامنځته سوي، په دغه پېښه کې چې د ویډز او لوکسل موټرو ترمنځ د ټکر له امله سوي ۷ تنه سپرلي ټپیان سوي دي.

په کندهار کې یوځل بیا ترافیکي پېښي ډیري سوي، تر دې وړاندي په میوند ولسوالۍ کې هم څو ځله د ترافیکي پېښو له امله مسافرو ته مرګ – ژوبله اوښتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x