fbpx
لطف الله خیرخوا، لیکوال

خان ګل غازي

لطف الله خیرخوا

زموږ د فکر ځينې برخې ډېرې مسخره شوي. موږ بايد فکر کولی، چې زموږ هېواد د داسې نړېوالو لوبغاړو ډګر و او دی، چې کله کومه خاوره ونيسي، يوازې عسکري کار نه کوي، بلکې ژور کلتوري يرغل هم کوي. موږ سره د ټوکې لپاره «ريشخند» کلِمه کارول د همدې يرغل تاثير دی.

د ملا نصرالدين کيسې د همدې کلتوري يرغل تاثير دی. «ډمې» لوبه، د کابل د تَرو کيسه، د ملا د شوتل کيسه او ورته په سلګونو نورې کيسې د همدې يرغل تاثيرات دي. زموږ د غزواتو تاريخ همدا ډول د دې ځانګړي يرغل تر ځانګړي تاثير لاندې دی.
موږ تاسې په خپل رزمي تاريخ کې د غازي خان ګل په نوم مشهور جهادي قومندان لرو، چې د انګرېزانو پر ضد يې د بي بي مهرو غونډۍ د محاصرې پر مهال مېړانه او توره کړې. حداد صيب يې په خپل کتاب «افغان ملي تاريخ» کې انځور کاږلی. انځور کې ښکاري، چې تنور، غوښين، رمټ او پهلوان دی. ښايسته غټه خولۍ يې پر سر ده او زموږ د پخو ولسي خلکو په څېر يې تر غوږونو کش کړې.

حداد صيب ليکي، چې نوموړی کابليانو کې په «پيلتن» مشهور و، ځينو به ورته «شيرمست» ويل. وايي نوموړی د قوي تنې او هشاش وبشاش طبيعت څښتن و او انګرېزانو ته يې د سر کاسه کې اوبه ورکړي. په قوم تره خېل و او د بي بي مهرو غونډۍ محاصرې ته د اته سوه تره خېلو په شمول ورغی او د انګرېزانو کار يې ورتمام کړ.

حداد صيب ليکلي، چې نوموړی غازي راياد شي ويلې ويلې شم. وايي، يوه ورځ يو ننګرهاري سره ناست وم، ډېرې ښې غورې يې کولې، ما ويل پوښتنه وکړه، چې نوم يې څه دی. ومې پوښت، وايي غلي يې وويل، چې ما نه مې خولۍ ډېره مشهوره ده، زه پوه شوم ځان مې غلی کړ. په همدې ويلې ويلې شم، چې زموږ د غازيانو دا حال دی.

زموږ په ولسي شفاهي ادب کې د ده خولۍ ډېره مشهوره ده. په خپله دی ډېر لږ خلک پېژني. د خولۍ مشهورتيا يې هم په داسې موضوعي شاليدونو ولاړه ده، چې هيڅ بنسټ نه لري. عموما دا خولۍ مثال کې د هغه چا لپاره راوړل کيږي، چې څوک له ډېرې خوارۍ سره ونه توانيږي،چې خپل هدف ته ورسيږي يا ورسيږي، وايي : د پلاني ….نه د خان ګل خولۍ جوړه شوه او کار يې ونه شو. يا وايي : پلاني کار وکړ، خو …. نه د خان ګل خولۍ جوړه شوه.

تعبير نه ښکاره معلوميږي، چې د خولۍ غټوالي ته اشاره ده. ما چې ملي تاريخ کې د خان ګل غازي تصوير وليد، سيده مې خولۍ ته پام شو او بيا مې نوموړې محاورې ته ذهن لاړ. اوس بده لا دا ده، چې د خان ګل د خولۍ شاليد داسې بيانيږي، چې د خان ګل غازي کردار او غزا په کې بيخي ورکه ده. چا چې دې محاورې ته ترويج ورکړی، شايد فکر يې هم کړی وي؛ که اصل شاليد ته د خلکو ورپام شي شايد دا محاوره زر ورکه شي او خلک به خپل تاريخ سره تړلي پاتې شي، نو د دې لپاره، چې هم تاريخ مسخه شي او هم په تاريخ، حافظو او دښمن ولس ملنډې وهل شوې وي، داسې شاليد يې ورته ايښی، چې اصل خان ګل په کې بيخي ورک دی!

زموږ طرفونو کې د خان ګل خولۍ ډېر بد شاليد لري او عجبه دا ده، چې خولۍ کوم ډول محاوره کې کاريږي، بيخي شاليد سره سمی نه خوري. مخکې مو وويل، چې محاوره داسې ځای کې کاريږي، چې څوک کوم کار پسې خولې تويې کړي او بيا هم ونه شي يا وشي خو ډېر تکليف وغواړي، بيا وايي، چې د پلاني….نه د خان ګل خولۍ جوړه ده!!

شاليد بيا داسې ويل کيږي، چې د سپين غره د لمن يوې سيمې سړی و، خره يې بار کړي وو. جلال اباد ته يې لرګي وړل. په خرو وري بار دي او خان ګل ورپسې دی. ښايسته ټوټه مزله نه وروسته يو بار خر کومې بار خرې ته هڼېدلی. خان ګل فکر کړی، چې اوس دواړه بارونه لويږي او خره هم ژوبليږي، دا څه مصيبت شو.

کوښښ يې کړی، چې خر له خرې منع کړي، مګر وسه يې ونه شوه، خره د داوود جنبش خبره خرو «فاصله صفر کړې»، خان ګل، چې وارخطا شوی، د خرې شرمګاه باندې يې خپله خولۍ ايښې، ګوندې د خره مخه ونيسي، هغه چې خر ناړامي کړې د خان ګل خولۍ ورسره تللې.

اوس نو د دې شاليد پر بنسټ دا محاوره بايد داسې ځای کې وکاريږي، چې يو څوک د کومې ناړامې څپې مخه په کوم کمزوري تدبير نيسي، چې نه يې تدبير سالم پاتې شي، نه کوم ذره د ناړامۍ مخه ونيسي. دوی دې شاليد سره محاوره هغه ځای کې کاروي، چې د خولۍ غټوالي ته په کې اشاره ده.

زه خو خپله، چې ځينو مسايلو ته ګورم، زموږ تاريخ ډېر بدل تفسير شوی، چې ان ځينې ځايونه يې مسخ ښکاري. غزوات بيخي په قومي رنګ راخيستل شوي. په غزواتو کې زموږ د علماء کرامو رول بيخي تت ښوول کيږي. ځينې هغه څېرې، چې بايد زموږ د تاريخ بدې او غلامې څېرې وای، په لويو اتلوليو نازول شوي. همدا ډول دا دی زموږ ولسي شفاهي تاريخ په دغه ډول دی، چې خان ګل غازي څوک نه پېژني، مګر خولۍ يې په يوه بده محاوره کې کاريږي!!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حنیف
میلمه
حنیف

خیرخوا صیب شاید چی دوه خان گلان وی، یو خان گل غازی او بل دخولی خان گل، او تا په خپله فلسفه تری یو خان گل جور کری، او دخان گل غازی خولی دی هسی بدنامه کری،او دلیکنی نه دی په زوره دخان گل خولی جوره کری:(

خيرخوا
میلمه
خيرخوا

حنيف استاده خان ګلان به اوس ډېر وي، خو د خولۍ کيسه د همدې غازي ده. که دې پام وي، ما د يوه مؤرخ په قول هم استناد کړی!