نړۍ

امریکا پاکستان ته اته F-16 جنګي الوتکې ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل):  د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرس ته ویلي چې پاکستان باندې به اته ایف-۱۶ جنګي الوتکې وپلوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر يوې خبري ناستې ته په پاکستان د اتو جنګي الوتکو د پلورلو پخلی کړی دی او دا يې د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې او د امریکا بهرنۍ پالیسۍ لپاره غوره ګڼلی دی.

امریکايي حکومت تېره اونۍ کانګرس ته وویل چې دوی غواړي په پاکستان اته ایف-۱۶ جنګي الوتکې خرڅې کړي او د پاکستان هوايي ځواک نور هم پیاوړی کړي.

امریکايي رسنیو د امریکا دفاع وزارت د سرچېنو له قوله لیکلي چې د یادو اتو جنګي الوتکو اررښت ۶۹۹ میلیونه ډالره ده چې روزنه، رادار او نور څیزونه به هم ورسره وي.

په عین حال کې د هند حکومت د امریکا لخوا په پاکستان د جنګي الوتکو په خرڅلاو غبرګون ښودلی او په نوې ډیلي کې امریکايي سفیر ته يې په دې اړه احتجاج کړی دی.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې دوی په پاکستان د F-16 جنګي الوتکو د پلورلو په اړه د اوباما د حکومت په پریکړه نهیلي شوي دي. مودي زیاته کړې چې دوی د امریکا له دغه وړاندیز سره چې دغه الوتکې به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګټه ولري، مخالف دي.

د یادونې وړ ده چې افغان هوايي ځواک تېره میاشت له امریکا د A-29جنګي الوتکو یوه جوپه ترلاسه کړله.

د نظامي چارو د کارپوهانو له قوله دغه الوتکې د دوهم نړیوال جنګ پر مهال استعمالې شوي دي او اوسمهال په جګړه کې د استعمال وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x