نظــر

پردى ژورنالېزم او زموږ ملي ګټې

afghan-mediaپر ګران افغانستان د صليبي يرغل څخه دمخه امريکا او د هغوى متحدينو په افغانستان، سيمه او نړۍ کې ډېرې، اشخاص، کړۍ او د ځينيو هيوادونو دولتي مسئولين د خپل شوم پلان د پلې کولو له پاره د پيسو په زور او د چل او فريب څخه په ګټې اخيستنې سره استخدام کړل، څو وکولاى شي په هره برخه کې په برياليتوب سره فعاليت وکړي، او وتوانيږي په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ورسيږي، اسلامي امارت له منځه يوسي او افغانستان ونيسي.

تر دې بريده چې په افغانستان کې يې بالفعل د افغانستان د اسلامي امارت واکمني په شکلي ډول پاى ته ورسوله، د هيواد په ګوټ ګوټ کې يې خپل پوځيان ځاى پر ځاى کړل، او يو ګوډاګى حکومت يې د کابل پر ګدۍ کېناوه نيمکله برياليتوب تر لاسه کړ، خو دا چې اسلام له منځه يوسي، د اسلام د لارې لاروي په بشپړه توګه ختم کړي، او د (الله اکبر) غږ خپ کړي تر اوسه پورې د کاملې ناکامۍ سره مخ دي.

د نيواکګرو له خوا په استخدام شوو کړيو کې رسنۍ او په اشخاصو کې خبريالان هم شامل وو، چې د يرغلګرو په خدمت کې دغو کړيو او اشخاصو خپل هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي، په هر ډګر کې يې کوښښ کړى چې د خپلو بادارانو خدمت وکړي، او لا کوي يې، رسنۍ او د د رسنيو دغه ډله استازي په خورا مهارت سره لګيا دي کار کوي، پردى تمدن په پاک افغانستان تپي، د ځوان کهول اخلاق ورخرابوي، د اسلام پر ضد ډول ډول پروګرامونه پر لار اچوي، خپرونې يې ګرد سره د کفارو په خدمت راڅرخي، او کوښښ کوي هومره څه وړاندې کړي چې د ډالرو بهير پرې ونه دريږي.

همدغو ژورنالستانو او په اصطلاح بهرنيو ته ژمنو خبريالانو او ليکوالانو په تېرو دولسو کلونو کې، په راديوي، تلويزيوني، چاپيزو، او انټرنيټي رسنيو کې بې شماره داسې راپورونه او لېکنې خپرې کړي چې له ورايه په کې د اسلام او افغانستان دوښمني بريښي، په دې توګه يې کوښښ کړى چې په ټوله کې د اغيارو له پاره کار وکړي، داسې وښيي چې ګوندې افغانستان يو مستقل هيواد نه بلکې د امريکا يوه کالوني ده او په دې هيواد کې واکمنه ډله د امريکا مزدوران!!

څو ورځې دمخه يو ژورنالست په دې سر ليک چې ((زموږ ژورنالېزم او ملي ګټې)) د افغانستان د ژورنالستانو او خبري رسنيو په اړه يوه لنډه ليکنه خپره کړې او د هيواد د ازادۍ د سنګر نيوونکو او حقې لارې د مجاهدينو په اړه يې زهرجن تبليغات کړي، خپل قلم يې (کوبه، کوبه) ښوځولې، د ژورنالزم د اصولو او ملي ګټو تر  نقاب لاندې يې د ملي ګټو پر ضد د پرديو ګټو  خوندي کولو ته خلک رابللي دي.

ليکوال کوښښ کړى چې ځان د ژورنالزم د فن او هيواد د ګټو له پاره ژمن څرګند کړي، خو د مقالې  لوستونکى پوهيږي چې د ملي ګټو غم نه دى خوړلى، د پرديو تنخوا خور دى او د اسلام او جهادي نظر سره ځانګړې دښمني لري.

که د ليکنې په عنوان کې د (ملي ګټو) کلمه د يو وطندوست هيوادوال پام راجلب نه کړي، نو دغه لېکنه په لويه کې په لوستلو هم نه ارزي، د ليکنې پيل يې په خپلې لفاظۍ تر يو بريده ښکلى کړى، خو د ليکنې منځ چې د خبري سرچينو په محور راڅرخي، يو ريښتينى ليکوال او ژورنالست صرف دومره فکر کولو ته اړ کوي چې دې (ښاغلي!) ليکوال د ژورنالزم دغه اصول له کومه کړي؟ ځکه چې نه خو کوم مصدر لري او نه د کوم کتاب، ليکنې، ژورنالست او ليکوال د نوم حواله.

زما سره خو دا پوښتنه هم پيدا شوه چې ليکوال په خپله خبرې سرچينې په درې برخو ويشلي چې هغه (خبري سرچينې په درې ډوله دي: سپينې، خاکستري (د ايرو رنګ) او تورې) دي خو خو په خپله بيا له همدغو سرچينو څخه درېيمه هغه يې (شايعات، بې ارزښته او بې اعتباره) بولي چې وايي ( تورې سرچينې زموږ لپاره هېڅ ارزښت نه لري او نه يې هم بايد وکاروو) ځکه څه ډول شونې ده چې يوه سرچينه دې د خبر له پاره (سرچينه) هم وبلل شي او بيا دې پرې د  بې ارزښته او بې اعتباره حکم هم وشي، او خلک دې د هغې نه کارولو ته راوبلل شي؟؟؟

ليکوال د خبر د يوې څلورمې سرچينې يادونه هم کړى، او دا يې هغه بللي چې د ملي ګټو سره په ټکر کې وي، دلته يو ځل بيا د (ليکونکي) څرګندونې د ابهام ښکار شوي دي، ځکه څو کرښې وړاندې د خبر سرچينې درې بولي، خو څلورم ډول سرچينې په خپله ايجادوي، دغه راز د دې ټول تقسيم  له پاره د هغه منبع يادونه له ياده باسي چې ورڅخه يې زده کړي دي ؟؟

د لېکنې په اوږدو کې د بېلګې په توګه يوازې د ترکيې يادونه شوې،  چې رسنۍ يې،  سره له دې چې ازادې دي، په هيواد کې بيان ته ازادي ورکړل شوې، او ترکيه د پرمختلليو ديموکراتيکو هيوادونو په کتار کې شميرل کيږي، بيا هم د کرد مخالفينو د جنګي فعاليتونو خبرونه نه خپروي او دا په دې دليل چې ترکي ژورنالستان ملي ګټو ته ژمن او د ژورنالزم په اصولو پوه خلک دي.

د دې ليکوال د ادعا په اړه به ډېر څه نه وايم يوازې دا چې موږ په خپله په ترکي رسنيو کې د کردانو د جنګي فعاليتونو د راپورونو خبرونه اورو او لولو، دا چې ترکي ژورنالستان او د رسنيو استازي د (کردستان د خلکو د ګوند) د استازو سره نيغ په نيغه اړيکې نه لري لومړى خو دا چې دليل يې څه دى؟ که داسې وي هم نو دا په خپله د دې معنى لري چې هلته رسنۍ تر سانسور لاندې دي، د دې يو بل ثبوت دا دى چې په ترکيه کې يو ډول (علماني) او لا دين حکومت واکمن دى، د سيکولرزم پر ضد د هېڅ ويلو ته اجازه نه شته، د کمال اتا ترک په اړه چا چې د اسلامي عثماني خلافت په ړنګولو کې کليدي رول درلود هېڅوک نظر نه شي څرګندولاى، له ډېرو کلونو راهيسې په عربي ژبه خبرې ليک لوست، حتى اذان هم بند و، او داسې نور.

دغه راز د کردستان  د ازادي غوښتونکو خلکو ګوند چې په (PKK)  پېژندل کيږي يوازې په ترکيه کې فعاليت نه کوي، بلکې په عراق، سوريه  او ايران کې هم د دې هيوادونو د دولتونو پر ضد په فعاليت اخته دي، دغه ګوند يوازې د ترکيې پر ضد نه، بلکې په ټولو هغو هيوادونو کې خپور څو هيواديز حرکت دى چېرته چې کردان ژوند کوي، نو شونې ده چې له همدې امله ترکيه دغه خلک خپل نه بولي که داسې نه واى نو هرو مرو به ورته له دې په زيات اهميت قايل واى، او په رسنيو کې به يې څرک ليدل کېداى.

لنډه دا چې د خپلو مخالفينو د جنګي فعاليتونو نه خپرول د ترکيې دولتي پاليسي ده چې په يوه معنى يې د بيان  د ازادۍ او ازاد ژورنالزم پر ضد بللى شو، نه د ترکي ژورنالستانو پوهه يا د ملي ګټو له پاره ژمنتيا، او که داسې وي هم نو له ليکنې يې څرک نه معلوميږي.

 د دې برعکس موږ ګورو چې په وروستيو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جهادي تنظيمونو او د خپلواکۍ غورځنګونو سر راپورته کړى او د خپلو دولتونو پر ضد په جګړه اخته دي، چې د عربي نړۍ ډېرې حکومتونه د همدا ډول خوځښونو او حرکتونو په نتيجه کې ړنګ هم شول، همدا اوس په عراق کې مجاهدين په جګړه اخته دي، په صوماليا کې د جهادي ګوند عمر نژدې دوه لسيزو ته رسيږي، په قفقاز کې  جهادي مبارزه اوږده تاريخچه لري، په يمن کې ورته حالت دى، په نايجيريا کې اسلامي جهادي ګوند سر راپورته کړى، او تر ټولو وروستى يې د مالي هيواد دى، چې د دې ټولو ډلو او حرکتونو فعاليتونه د خپلو هيوادونو په رسنيو کې منعکس کيږي، که تر دولت پورې تړلې رسنۍ يې نظر يا د کړنو راپورونه نشر نه کړي نو ازادې او خپلواکې رسنۍ يې په پوره امانت سره نشر ته سپاري، او په خپله بې پرېتوب د ژورنالزم يو له سترو اصولو څخه دى.

سربېره پر دې د القاعده جهادي ګوند چې امريکا  د خپلو دوښمنانو په نوملړ کې لومړى مقام ورکړى بيا هم په امريکايي رسنيو کې د دې جهادي ګوند نظريات او اراء انعکاس مومي، خبرونه يې نشريږي، د مشرانو او مسئولينو اعلاميې، ويناوې، بيانيې، او مرکې يې په مطبوعاتو کې لوستونکو ته وړاندې کيږي.

که د رسنيو له لارې د وسله والو مخالفينو د خبرونو او فعاليتونو خپرول د هماغه هيواد د ملي ګټو پر ضد وي نو دولتونو ته په کار دي چې مخه يې ونيسي، او خپله رسنيزه پاليسي داسې عياره کړي چې له لارې يې د خپلو وسله والو مخالفينو د کړنو د نشر مخه ونيول شي، خو په دې صورت کې به بيا غير عادل، ديکتاتوري او ظالم حکومتونه د خپلو مظلومو، او کمزورو مخالفينو غږ په ستونې کې وروچ کړي، کوم چې د همدې ډول حکومتونو د ړنګولو او مخنيوي له پاره هلې ځلې کوي، او بيا به د نړۍ د کوم کونج څخه د مظلوم آه نه اوريدل کيږي، د ظالم مخه به نه نيول کيږي، جابر حکمرانان به په بې دفاع وګړو خپلو نادودو ته دوام ورکوي، چې ښه بېلګه يې همدا اوس په برما کې د مسلمان اقليت په وړاندې د بودايي اکثريت ظلمونه دي، کوم چې د برما د حکومت تر چتر لاندې تر سره کيږي او رسنيو ته څه چې حتى مرستندويه ادارو ته هم د هغوى سره د اړيکو نيولو اجازه نه ورکول کيږي.

د دې ليکوال په آند ژورنالستان بايد د هغه چا نظر ته اهميت ورنه کړي چې چا ليدلى نه وي، ناسته پاسته يې ورسره نه وي کړې، او په ټوله معنى يې پېژندلى نه وي، خو بايد وپوهيږي چې په عراق کې د (دولة العراق الاسلامية) مشر د ابو عمر البغدادي په نوم يو نامعلوم داسې څوک دى چې نه يې پخوانۍ انځور شته، نه چا ليدلى او نه اوس د رسنيو پر مخ راڅرګند شوى دى، خو د عراق بلواک حکومت يې په خپل طول او عرض کې داسې ننګولى چې هک حيران دي، په شام کې د بشار الاسد پر ضد د جنګيدونکې ډلې (جبهة النصرة) مشر ابو محمد الجولاني په شکل هېڅوک نه پېژني، دغه راز په پاکستان کې د بيت الله محسود انځور رسنيو ته د هغه له شهادت وروسته راووت، د ازبکستان د اسلامي خوځښت  اوسنى مسئول لا د رسنيو پر مخ نه دى راڅرګند شوى، خو بيا هم په همدې هيوادونو کې د دې ډلو د فعاليتونو نشر صورت نيسي، دغسې نورې زياتې بېلګې لرو چې په هيوادونو کې د رسنيو پر مخ مخالفتونو ته انعکاس ورکړل شوى دى، خو دا بيا بېله موضوع ده چې هر حکومت او په هر هيواد کې د دولت مخالفين په کوم نوم ياديږي، که دغه ليکوال فکر کوي چې په افغانستان کې د طالبانو فعاليتونو  ته په درنده سترګه کتل کيږي نو تېروتې دى، همدا اوس په افغانستان کې فعالې خبري اداري د اسلامي امارت شل په سلو کې فعاليتونه هم نه نشروي، او دا له دې کبله نه چې هغوى معلومات نه لري بلکې غواړي نه چې مجاهدينو بريا راڅرګنده شي، ملت ته د دې شړليدلي (حکومت) حيثيت څرګند شي، او نړيوالو ته د امريکا په زور ولاړې ادارې حقيقت روښانه شي.

ګورو چې استشهادي او فدايي بريدونو ته د (ځانمرګو) الفاظ استعماليږي، مجاهدينو ته (ترهګر او ترويست) ويل کيږي، راډيوګانى، تلويزيونونه، اخبارونه، مجلې، انټرنيټي پاڼې، او هر ډول نشريات د مجاهدينو پر ضد پوچ تبليغات کوي…………….

خو د مخالف لوري د اشخاصو په  موضوع کې شايد ځاى او حالات هم په نظر کې ونيول شي، د نړۍ نورو نا ارامو سيمو ته په کتنې سره په افغانستان کې بيا حالات خورا روښانه او راڼه دي، په دې معنى چې اسلامي امارت په افغانستان کې د حکومت يوه روښانه او ځلېدونکى دوره تېره کړې، د  اسلامي امارت دور حکومت د افغانستان په وروستي دور کې تر ټولو درخشان دور حکومت و، د افغانستان ملت اوس هم د هماغې اسلامي امارت د بيا مقتدر کېدو له پاره قربانۍ ورکوي چې د نورو دوښمنانو په څېر ځينې ليکوالان او ژورنالستان يې هم د مخالفت په صف کې ودريدل، د کفر ملګرتيا يې وکړه او لا اوس هم د اسلامي امارت د منځه وړلو کوښښونه کوي بلکې اسلامي امارت نړيوالو ته لکه د لمر په څېر روښانه او معلوم دى.

د اسلامي امارت مشران نه يوازې دا چې افغانانو ليدلي او ازمايلي دي او هغوى له هر امتحانه بريالي وتلي بلکې ګردې نړۍ ليدلي او هغوى له داسې يوې سختې ازموينې بريالي تېر شوي چې د افغانستان ځينې تش په نامه افغانان او له اسلامه لغړ عالمان هم په کې ناکام شوي وو.

اسلامي امارت چې د اسلامي مدرسو د طالبانو او د هغوى د ملاتړو په ديني سپيڅلو جذبو، خلوص او بې پايانه قربانيو وتوانيد د افغانستان غم ځپلي ملت ته تسلى شي، ټپي ټپي افغانستان ته مرهم شي، د کونډو، بورو، ورارو او يتيمانو د اوښکو د پاکولو لامل شي، د امنيت، سوکالۍ او ارامۍ پيلامه شي اوس د طالبانو په نوم ياديږي.

دغه ليکوال چې موږ يې ليکنې ته ځواب وايو داسې ګومان کوي چې د اسلامي امارت ويندويان هر يو ښاغلى ذبيح الله مجاهد او ښاغلى قاري محمد يوسف احمدي مجهول خلک دي، ډېر په ناسمه لاره يې تګ کړى دى، حقايق يې نه دي درک کړي او يا يې په لوى لاس کوښښ کړى چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشيندي، ځکه چې د اسلامي امارت دغه دواړه ويندويان معلوم او معروف خلک دي، د اسلامي امارت په ليکو کې يې هر څوک پېژني، او له هيچا ورک نه دي.

دا هم لا څه استدلال کېدلاى شي چې د ښاغلي مجاهد او ښاغلي احمدي د تلفون شمېرې بدليږي او يا په اسانۍ ورسره اړيکه نه شي نيول کېدلاى؟؟ د دې محترمينو شمېرې خو هر وخت د لاسرسي وړ وي، د ايميل ادرسونه يې ګردو د رسنيو استازو ته څرګند دي، او نه يوازې د افغانستان په داخل کې بلکې له هيواده بهر هم ورسره اړيکې نيول کېدلاى شي او هغوى د اسلامي امارت دريځ او د روان فعاليت په اړه راپوورنه په پوره ډاډ سره ورکوي.

ليکوال ته بايد په ډاګه کړو چې د اسلامي امارت ويندويان هېڅکله هم نه دي بدل شوي او د دې ثبوت به څه وي چې وايي په مياشت کې درې ځلې بدليږي، ما چې د رسنيو په برخه کې څو کاله دنده پر مخ وړې، د ټولو خواوو سره مې په تلفون خبرې کړې او حتى دومره مې د خلکو غږونه پيژندلي چې که يو چا د تلفون شمېره بدله کړې هم نه وي نو له اوازه يې پېژنم، هېڅکله مې د ذبيح الله مجاهد او قاري محمد يوسف احمدي صاحبانو سره داسې خبري نه دي شوي چې بل چا د هغوى تلفون ته ځواب ويلى وي، د دې (ښاغلي!) لکه چې هېره شوې وي چې پياوړي مجاهد استاد ياسر به د اسلامي امارت خبرونه او اعلاميې رسنيو ته رسولې چې ګرده نړۍ يې پېژني، بيا ښاغلي لطيف الله حکيمي دغه دنده پر مخ وړله چې د زندان تورو تختو شاته واچول شو او ګردې نړۍ وپيژانده، له هغې وروسته شهيد ډاکټر محمد حنيف د اسلامي امارت د وياند په توګه وټاکل شو چې له نيول کېدو وروسته د ګوډاګيانو له خوا په ډېر قساوت سره په شهادت ورسول شو، او دا دې اوس قاري صاحب او مجاهد صاحب دغه سپيڅلى دنده له ډیره وخته پر مخ وړي نه بدل شوي او نه يې د چا سره له چل ول کار اخيستى دى، بلکې هغوى بدليدو ته اړتيا هم نه لري چې بېلګې يې ما مخکې وړاندې کړې.

دغه ليکوال داسې فکر کوي چې ذبيح الله مجاهد او قاري محمد يوسف احمدي دى ټولې نړۍ ته خپل انځورونه واستوي، خپله بايوډاټا دى  څرګنده کړي، د مېشتېدا ځاى او د اړيکو ټول پروګرام دى په ډاګه کړي نو بيا به يې دوى ومني، خو د اسلامي امارت مجاهدين چې د مسلمانانواو مجاهدینوضد کفري ټلوالې او د هغوى دغلامانو سره په وسله وال جهاد اخته دي په هره برخه کې د بشپړ احتياط څخه کار اخلي، د هغې سره سره بيا هم معلوم الهويت او تر ډېره بريده په بشپړ قلبي اطمئنان سره د رسنيو سره په اړيکه کې کيږي، خو د ګوډاګۍ ادارې مسئولين بيا د ډار او وېرې ښکار شوي دي، ښه بېلګه يې د کندهار د والي توريالي ويسا د وياند دى چې د څه مودې له پاره يې د زلمي ايوبي په نوم د رسنيو سره خبرې کولې او له څه مودې راهيسې د جاويد فيصل په نوم د رسنيو سره خبرې کوي، دغه راز د ميدان وردګو د پخواني والي وياند ادم خان سيرت د يوې اوږدې مودې له پاره په همدې نوم خبرې کولې خو بيا يې خپل نوم بدل او د شاهد الله شاهد په نوم اړيکې پيل کړى، د غزني او لښکرګاه د واليانو ويندويانو  هم ورته چم کړى او کوښښ يې کړى چې خپل هويت پټ وساتي.

له ده پوښتنه کيږي چې په کوم دليل د اسلامي امارت د مجاهدينو سره اړيکې د ملي ګټو پر ضد بولي؟ حالانکه دا هغه ځواک دى چې د هيواد د ساتنې له پاره په خپلو سرونو لوبې کوي، او له تېرو دولسو کلونو راهيسې په سپيڅلي جهاد او برحقه مبارزه بوخت دي.

(ژورنالست بايد ملي ګټې په پام کې ونيسي)، خو د دې ليکوال دغه خبره هماغه درواغجن ته ورته ده چې رښتيا يې له خولې وتلي دي، د افغانستان ملي ګټې په دې کې پرتې دي چې د اشغال پر ضد فعاليت وشي او که په دې کې چې د استقلال د ډګر د جنګيالو پر ضد؟ په دې کې نغښتې دي چې د فاسدو ګوډاګيانو هغه کړنې رابرسېره شي چې ملت يې د وير په ټغر کېنولى او که په دې کې چې د همدې فاسدو مزدورانو پر ضد د جګيدونکو سرښيندونکو د ملت د اصلي بچيانو جرړې و ايستل شي؟ ملي ګټې په دې کې پرتې دي چې د اسلام او مجاهد پر ضد سنګر ونيول شي او که په دې کې چې د کفر او الحاد پر ضد؟ ملت به په دې هوسا شي چې د اشغال پلوى وشي او که په دې چې د اشغال تلتک ورټول شي؟ زموږ ملت هغه دى چې له همدې ملته راپورته شوى او که هغه دى چې له بهره راغلى ؟؟؟

دغه بې احساسه ليکونکى سوال کوي چې موږ د ملي ګټو په نوم څه لرو که نه؟ زه به يې ځواب درکړم چې هو لرو يې خو هغه نه چې ته يې راپېژنې، بلکې هغه چې د ملت بچيان يې  پژني، ملي ګټې د امريکا په ډالر کې نه دي نغښي، ملي ګټې د خپل ملت په وړاندې صف نيولو ته د خلکو رابللو ته نه ويل کيږي، ملي ګټې د موضوعاتو تاوول راتاوول نه بلکې ملي ګټې د حقايقو په څرګندولو سره پېژندلاى او ساتلې شو، او ته داسې نه يې.

ته داسې نه يې! ځکه داسې وايي چې طالبان هويت نه لري، ادرس نه لري، هويت نه لري، ملي ګټې نه پېژني، د جګړې قوانين نه مراعاتوي، خو زه به درته ووايم چې د دوى ادرس معلوم دى، دغه ادرس يې نړيوالو قوانينو منلى، هغه چا منلى چې د جګړې له پاره يې له يوې بلې لويې وچې دلته راغلي، د ددوى ادرس به تاسې په جاپان کې هم ليدلى وي، په فرانسه کې هم او په قطر کې هم، که په سترګو او غوږونو دې د عداوت پردې نه وي نو د دوى ادرس به تا هغه مهال هم ليدلى واى چې څو ورځې وړاندې له هماغې ادرسه يو ترکى تبعه خوشې شو او ورپسې د اسلامي امارت قوي موقف راڅرګند شو.

زه به دې وپوهوم چې دوى هويت لري، يوازې د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله نړيواله پېژندګلو هم د دوى د پېژندنې له پاره بسنه کوي، او که بيا هم نه پوهېږې نو ورشه د خپل هغه مزدور ولسمشره پوښتنه وکړه چې تاسې پرې ايمان راوړى، او هغه بيا امير المؤمنين ته په انتخاباتو کې د دريدلو ډرامايي استقلال ښيي، هغه به يې دروپېژني.

دوى ملي ګټې پېژني، ځکه خو په سرونو لوبې کوي، هيواد يې په امريکا او اروپا خرڅ نه کړ، د ملي ګټو دوښمنان خو هغه څوک دي چې د پرديو سره د هيواد پر سر سودا کوي، له ګران افغانستانه د صليب د لښکر پوځي چوڼۍ جوړوي، په ختيځ او لويديځ کې يې خاورې لاندې کيږي او دوى ورته چوپه خوله ناست دي، اوريدلې به دي وي هغه قلم چې د افغانستان د ازادۍ اعلاميه پرې لاسليک شوې وه ستا د ملي ګټو (پاسدارانو!)  انګريز ته په ډېر افتخار ورکړ، اوريدلي به دې وي چې د مير مسجدي خان، ايوب خان او وزير محمد اکبر خان مډالونه د امريکايي او انګريزي جنرالانو په ټټرونو لګول کيږي، څه ځواب لرى؟

دوى د جګړې قوانين مراعاتوي، ځکه خو بار بار ټولو خواوو ته د ملکي تلفاتو د بې پرې پلټنو تحقيقاتو بلنه ورکوي خو داسې هيڅوک پيدا نه شو چې دې کار ته غاړه کيږدي، په تېرو دولسو کلونو کې بې شمېره داسې پېښې وشوې چې يرغلګرو زموږ عام هيوادوال په خپلو وينو ولمبول خو يوازې اسلامي امارت و چې له هغوى يې غچ واخيست، يوازې اسلامي امارت دى چې د خپل ملت څخه دفاع کوي، او يوازې اسلامي امارت دى چې د نړۍ سترګه ورڅخه سوځي که نه، د کابل د شترنج په تخته کينول شوي ګوټکونه خو نه د خبرو دي، نه خپله حرکت کواى شي، له ځانه دفاع نه شي کولاى نو د افغانستان له خلکو به يې څه وکړي.

نتيجتا، ً ژورنالست بايد ملي ګټې په پام کې ونيسي، خو يو ريښتينى ژورنالست، دغه ليکوال چې اوسنى ژورنالزم (زموږ) ژورنالزم بولي،  په ناسمه لار روان دى، د هغه له ليکنې د دوښمنۍ او غلامۍ بوى راځي، او له تعبيره يې د اصلاح نه بلکې د لا ويجاړتيا انتباه اخيستل کيږي، هغه بايد وپوهيږي چې اوسنى ژورنالزم (زموږ) نه، بلکې پردى ژورنالزم دى، ځکه چې زموږ ژورنالستان ازاد او خپلواک کار کولو ته نه پرېښودل کيږي، زندانونو ته اچول کيږي، د رسنيو له لارې ناسمو خبرونو خپرولو ته اړ کولاى شي، او تر کلک سانسور او څار لاندې نيولاى شي.

که دغه زموږ ژورنالزم واى نو زموږ خبريالان به په هره پېښه کې له (ايساف) او (ايتلاف) څخه پوښتنې کولو ته نه اړ کېدلاى، هرې سيمې ته به په ازادانه توګه تللاى شواى، د ژورنالستانو په کورونو به په توره شپه کې چاپې نه وهل کېدلاى، زندانونو ته به نه اچول کېدلاى، ملي ګټې مو له دې امله د ګواښ سره نه دي مخ چې د مجاهد نظر خپرول کيږي، او غبرګون يې اخيستل کيږيو بلکې، له دې امله د خطر سره مخ دي چې اوسنى ژورنالزم زموږ خپل نه بلکې پردى دى، او ژورنالست مو پلورل شوى دى، که نه له هغو ژورنالستانو وپوښته چې د بهرنيو يرغلګرو په زندانونو کې يې شپې تېرې کړي، کېدلاى شي کوم خوستى ژورنالست هم په کې وي، درمعلومه به شي چې د ملي ګټو مخالف څوک دى، ژورنالست بايد څه وکړي، او مجهول الهويته کوم خلک دي؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x